شپږمه برخه –

جبران هغه مهال هم زیات غمجن ښکاریدو لاکن د جوزفین پر پوښتنه ومسېدلو بیا یې چوپتیا غوره کړه ولي چي د جبران سره یې د پوښتني کوم ځواب نه وو لاکن د جبران مور پوهیدله چي د زوی د غمجني ورځي سبب یې بیرته لبنان ته د ستنیدلو ارزو ده لاکن دا ګړی یې د اظهار موقعه مناسبه نه وبلله نو یې مورهم پټه خوله سوه د تصویرونو دې نمایش په امریکي ډلو جبران په ډیره ښه توګه وپېژندلو، دا انځورونه د ښاغلي فریډ هنري شاهکارونه وو لاکن هري خوا ته د جبران د ښایست آوازې خپرې وې ، امریکایي میرمني یې په لټه سوې د جبران آزرده څېره او زړه وړونکي خبري په ښایستو میرمنو کي د جبران د محبوبیت سبب ګرځیدلې د جبران په خوښونکو کي د نسواري بیښتانو شاعره جوزفین تر نورو وړاندي، وړاندي وه ، خپله جبران هم د هغې د ښایست تر اغیزه لاندي وو ، اوس د جبران اکثر ماښامونه د هم دې شاعري سره تیریدل .

کامله رحمت د جبران پر مقبولیت چي څومره خوشاله وه هم دا قدر خوفزده وه خصوصًا د امریکایي ښځو سره د جبران په لیدو کاتو به زیاته ځوریدله مور یې دا غوره وګڼله چي جبران د بوسټن څخه بل چیري واستوي د جبران د تعلیم نیمګړی پاتیدل په کار نه دي ، د عربي ژبي او د ستر ادب سره یې د بلدتیا په خاطر جبران ته لبنان لره تلل په کار دي دا ډول به یې د زړه ارمان پوره سي ، هم به له دې ښځو خلاص سي بالاآخر په اګست ۱۸۹۸ ء کي خپل ټاټوبي لبنان ته روان سو ، ښاغلي فریډ باندي د جبران جدایي زښته ګرانه تېریدله لاکن د روښان سباوون په لیدلویې خوشاله هم وو دا ځکه یې په خصوصي توګه خدای په اماني ته راغلی وو .

سمندري جهاز روان سو جبران خپل ټول غمونه یوه خوا ته کړل یو وخت هغه وو چي دا سمندري جهاز جبران امریکا ته وړلو او جبران غمجن وو نن چي بیرته خپل وطن ته روان دی د مور ، خویندو او وروڼو څخه د بېلتون برسېره د خوشالۍ په جامو کي نه ځایږي ، جهاز چي په کومه اندازه خوځیږي د جبران خوشالاني یو په دوه کیږي ، بیروت رانژدې کېدلو د جبران په سترګو کي د مسرتونو ځلاوي ځلېدلې د جهاز پر تخته ودرېدو مهال چې د بیروت په کوه سینا باندي د ژمي د پیل واوره ولیدله د مسرتونو څپې یې د روح سره په نڅا سوې څه ساعت وروسته جبران خپل وطن ته رسیدونکی وو ، پورټ رانژدې وو مسافر د کښتکېدو په تیاري بوخت وو او جبران دا اندیښنو ځورولو چي د وطن پر خاوره به لومړی ګام په څه ډول ایږدي :

د امریکا څخه راستنیدلو مهال جبران دا پتیله وه چي د بیروت په کومه یوه درسګاه کي به داخله اخلي اخر یې ځان ته مدرسته الحکمت چوڼ کړه دا یوه میروني مدرسه وه چي په کال ۱۸۷۵ ء کي ودانه سوې ده ، مدرسته الحکمت د خپلو تدریسي دندو او د مغربي تصوراتو لپاره د پراختیا په وسیله په عربي شاعري کې د یوه رومانوي مکتب فکر بنسټ کښېښود جبران پخپله رومانوي وو نو ځکه یې دا مدرسه طبعیت او فکر ته ډیره نژدې وه ، له ۱۶ عیسوي تر ۱۹ عیسوي پیړیو پوري عربي ادب د عثماني حکمرانۍ او آرتهوډکس د انتها پسندۍ لکبله شکنجه سوی او تخلیقي توکي زیر سوي وو ، عربي لیکوالو د فکر او معنا پرته د ژبي په ظاهري سینګارولو به ټینګار کولو لاکن عیسوي عرب لیکوالو د لویدیځ اغیزي له پامه اچولی نسوې پخپله عربي ورثه کې لویدیځ تصورات واخښل د اصلاحاتو عملي پروګرام یې پیل کړو د جاګیردارو د مرعاتو یې په کلکه غندنه وکړه ، د میرمنو او زیارکښانو لپاره یې د انصاف ږغ پورته کړو ، د دغه عسیوي لیکوالو په اند په عربي کي د لساني هنرمندۍ اظهار کوم ارزښت نه لري ځکه یې لویدیځه اثرات قبول کړل د لوړي کچي د ادب د تخلیقولو د فکر بنسټ یې کښېښود او مدرسته الحکمت د دې تحریک تر ټولو زیاته پلوي وه .

نور بيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *