یوولسمه برخه –
د جبران ورور بطروس ورځ تر بله تباه کیدلو نور د پېژندلو هم نه وو ، یوه شپه حبران د جوزفین سره د موسیقي په یوه محفل کي شریک وو چي کوم پټ راز یې د ځګره را ووتو یو توپان یې جوړ کړو –جوزفین!نور دلته پاتیدلی نسم !
ولي د دې ځای ځلاوي او رڼاوي دي خوښي نسوې ؟
خپل ځان راته لوی خود غرض ښکاري !
دا ته څه ډول اړي پړي خبري کوې ؟
جبران له ځایه ولاړ سو جوزفین هم ورسره ولاړه سوه ، تر دې وړاندي مي کله هم دا ډول حالت کي لیدلی نه وې ؟ د کنسرت څخه راوتلو مهال جوزفین ورته وویل :
جبران په ځواب کي ورته وویل تر دې وړاندي پرما هم داسي خواشنۍ تیري سوي نه وې ته شاهد نه پوهیږې د ساوتهـ اینډ کثافاتو زما ټبر وژولو ، زما څوارلس کلنه خور مړه سوه ، ورور مي مرګ ته چمتو دی پنځویشت کلن دی ، مور مي هم په هغه رنځ رنځوره پرته ده کوم رنځ چي د دې سیمي د اوسیدونکو نصیب دی او زه دلته لتا سره د موسیقۍ په محفل کي ناست یم دا خود غرضي نسوه ؟
اُف زما خدایه ! تا خپل دومره غمونه تر اوسه د ما پټ ساتلي وو ، زه پوهیږم ته د کوم درد سره په ګواښ یې زه تش دومره کولای سم چي ستا غمونه وشړم ، رښتیا هم تر پخوا زیات محبوب وایسېدې !
جوزفین چي دا ورته وویل نوره پټه خوله سوه .د کورني ژوند له کړاونو چي تنګ سو جبران د جوزفین په قربت کي پناه واخیستله جبران په دې حقیقت پوهیدلو چي د اور ګاډي د کرښي په آ بله غاړه چې کومي اړیکي جوړي کړي دي هغه به یې د هنرمندانه بقا ضمانت ګرځي ، جبران د هر څه د هیرولو په هڅه وو چي اندیښنو یې د حقیقت بڼه غوره کړه ورور بطروس یې په پنځویشت کلنۍ کي مړ سو ، یوار بیا یې جوزفین د ذهني اضطراب د کمتیا پیلامه سوه ، جوزفین جبران د یوه کودک په څېر به نازولو ، د جبران د زړه د خوشالولو لپاره جوزفین په خپل کالج کي د جبران د انځورونو نمایش ترتیب کړو د کالج د سوسایټۍ مجله چي خپره سوه د جبران په ستاینو ډکه وه هر یوه تبصره کوونکي لیکلي وو چي د ښاغلي جبران له تخلیقاتو د ده د تخیل حیرانونکی اصلیت او د اظهار سپېڅلتیا او نزاکت څارلی سو ،، د دا ډول بې څاري تشویقولو څخه اوس پنځه اوونۍ تیري سوي نه وې چي د جبران مور مړه سوه او مړه هم داسي مهال سوه چي جبران پر کور موجود نه وو ، دا تر ټولو ستر غم وو د کوشنیوالي بیا تر اوسه جبران د پلار له میني بې برخي پاته وو جبران لپاره څه چي و هغه د جبران مور وه ، نور یې کور بې موره سو ، له پنځو تنو دوه پاته سو یو جبران او بله ماریانه اوس د جبران په لاسونو کي د ماتم کولو توان هم پاته نه وو ، جبران په دا هیله وو چي دا ځل به هم د جوزفین په پناه کي خپل غم هېر کړي لاکن قسمت دا موقعه هم ورځني چور کړه ، د جبران د مور تر مرګ دوې ورځي پس جوزفین د خپلي کورنۍ سره نیو همپشایرسیمي ته ولاړه هغې سره دومره وخت هم نه وو چي د جبران سره خواخوږي اظهار کړي .
نوربیا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۹) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۷\ ۱۳۹۴