دوولسمه برخه –
د بشاري تنګي کوڅې یې زیاتي ویادېدلې چیري چې د مور سره کوشنیوالی تیر سوی وو ، هغه توپان یې ویادیدو چي جبران به د کوره پکي را بیرون سو او مور به ورپسې لالهانده ګرځېدله د خپل پلار چلند ور تر زړه سو چي مور به یې تر کلونو ، کلونو په ځان تېرولو د جبران اوس هغه ستونځي ور تر زړه سوې چي مور یې د خپلو اولادونو په خاطر پر ځان تیرولې د راحت د ورځو تر لیدو وړاندي رخصت سوه ، د جبران زړه له دنیا نورډک سوی وو لاکن د خپلي خور ماریانه لپاره یې ژوند کولو ، یو خانداني سټور چي د مور د لاس نخښه یې وه نور یوازي چلول د ماریانه تر وس تېر وو ، جبران یې اوس د سټور په چارو کي مرسته ورسره کوله ، جبران چي د الفاظو لپاره زیږدلی وو اوس د سټور په چارو کي بوخت سو سټور تر درنو پورونو لاندي وو ، د دغه پورونو د پریکولو لپاره زښت زیار په کار وو دواړو خور او ورور خپل زخمونه هیر کړل په خپل کار بوخت سول ، په یوه کال یې ټول پورونه پریکړل لاکن نور یې زړه له تجارته تور سو جبران کار و بار پرېښود ، د ماریانه لپاره هر څه اوس ورور جبران وو ، جبران یې په هیڅ مشکل کي لیدل نه غوښتلو پر کور یې خیاطي شروع کړه ، څه چي بې ګټل هغه یې جبران ته په جیب کي وراچول جبران یو حساس زړه درلود ډېرو غمونو جبران په یوه داسي نفسیاتي رنځ اخته کړو چي هر لور ته وامونو ورته غوړیدلي ښکارید و ، اوس جبران ته دا وام ورلویدلی وو چي کوم ګړی هم زه یا ماریانه تر مرګ قربانیدلی سو ، د ماریانه که به نرۍ تبه یا زکام سو جبران به وام واخستلو ، که به یې خور تر ډېره بیده ولیده په زوره، زوره نارې به یې جوړي کړې .
ښاغلي ډې د جبران له نژدې خواخوږو څخه وو او ښاغلی ډې دا پامولې وه چي د جبران د نفسیاتي رنځورتیالپاره اړینه ده چي د ساوتهـ اینډ د نفس تنګي فضا ډېر لیري ولاړ سي ښاغلي ډې د یو څو شپو لپاره د سیند پر غاړه جوړ مکان ته جبران دعوت کړو د سیند پر غاړه په پراخه فضا کي د چنار په سیورو کي نهمه ورځ د جبران څه قکر ساز سو ، ښاغلي ډې دا صلاح ورکړه چي د خپلو جوړ کړو انځورونو نمایش جوړ کړي په یوه اجنبي ښار کي د ښاغلي ډې سټوډیو د جبران لپاره لویه وسیله وه ، د ساوتهـ اینډ توري تنګي کوټې یې د تخلیقي جوهرلپاره وینې ګرځیدلي وې ، ماریانې په یوه فابریکه کي ځان ته نوکري موندلې وه ، جبران چي کور ته راغلو د لبنان کمیونټۍ ډېر خلګ یې په خپل کور کي ناست ولیدو ، د جبران زیات وخت په سټوډیو کي تیریدو دا مهال د کوم کار په غرض کور ته راغلو د کمیونټۍ خلګو خپله مدعا ورته بیان کړه ، هغو دا اعتراض درلود چي جبرن ولي خپلي خور ته د نوکرۍ اجازه ورکړې ده هغو جبران ته وویل ، سټور صیح وو شخصي کار و بار وو لاکن ماریانه چي نوکري کوي دا زموږ غیرت نه مني ،،
جبران د کمیونټۍ خلکو ته وویل ، د کور حالات ستاسو په وړاندي دی ، زموږ چي ګزاره کیدلای ولي به ماریانه نوکري کوله !
د کمیونټۍ خلکو ورته وویل ، دلته د کوم یوه داسي ښه حال دی او ته پخپله هم خواري کښلای سې ، ته ولي پخپله یوه خواري نکوې لوی لونده ګرځیدل دي اوس عادت سوي دي ،،
جبران ورته وویل زما د انځورونو نمایش کیدونکی دی په دې باور یم چي زیات انځورونه به مي وپلورل سي !
ماریانه چي له فابریکې کور ته راستنه سوه دا بحث شروع وو ، ماریانه هم په بحث ورګډه سوه هغې هم دا جواز وړاندي کړو چي د کور ګزاره یې سخته ده ، د کمیونټۍ خلګو اوس هم دا ټینګار کولو چي جبران دي کومه خواري وکاږي آخر فیصله دا وسوه چي په دې نمایش کي که یو څه انځورونه وپلورل سي ماریانه به خپله نوکري پریږدي ، خلک چي بیرته ستانه سول، ماریانې تر ډېره پوري وژړل جبران د ځان او د ماریانې بې وسۍ ته حیرانتیا اخستی وو چي دا خلک نه خو ځان ته ترقي خوښوي نه یې پر بل ربلیږي .
جبران خور ته وویل ، ماریانې !چي دا نمایش مي تیر سو د دې ځايه به نور کډه کیږو !
خور یې ورته وویل دا ګړی ته په هیڅ شي کي ری مه وهه ، زما لپاره څه په کار دي دا پر ما را پر یږده ، زه پوهیږم ته یې د نوکرۍ لپاره زیږولی نه یې ، دا خلک چي هر څه ورسره وکړې هیڅ وخت خوشالیدلی نسي ، دا نمایش چي وسي د هغه وروسته به بیا ته هیڅ هم نکوې ،،
جبران خپلي خور ته وویل ، ښه دﺉ هیڅ به نکوم تر هغو خو ودریږه چي نمایش خو وسي !
خور او ورور دواړو یو ځای ډوډۍ سره وخوړله ، جبران سټوډیو ته روان سو ، ماریانې په مزدورۍ نیولي د کنډلو کار را واخستو ، ورور مي د دومره غټو خلکو سره ناسته ولاړه کوي چي زه یې د جیب خرڅ ورته برابر نکړم بل څوک به دا کار کوي ؟
ماریانه پر مشین د برق پشاني لاس اړولو ، تیاره ماښام وو لاکن جبران تر اوسه نه و راغلی څنګه ، څنګه چي د نمایش وخت را رسیدلو د جبران مصروفیات زیاتیدلو ، ماریانې یې په لیدلو پسي سترګي ستړي سوي وې لاکن خوشاله په دې وه چي ورور یې د بري بام ته په ختو دی .
دا د جبران لومړی او رسمي نمایش وو چي د ښاغلي ډې په مرسته سره ترتیب سوی و و ، جبران په خپل ذهانت پوره باوري وو لاکن د لومړۍ تجربې د بري او ناکامۍ په اړه یې ضمانت ورکول ناشونې ښکاریدله ، ښاغلي ډې د جبران له صلاحیتونو سره اشنا وو او په دې باور وو چي هم دا نمایش به د جبران د بري پیلامه وګرځي ، دا ځکه ښاغلی ډې د دې نمایش په ترتیبولو کي ډېر زیات بوخت وو هم یې د دې ځوان انځورګر سره په مرسته کولو کي د اروایي تسکین احساس په برخه کیدلو، ښاغلی ډې دا ډول خوشال وو تابه ویل دا یې خپل نمایش دی.
نوربيا…
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۰) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۳\ ۱۳۹۴