لېډينګ سټوري/ اداره –

په افغانستان کې د خارجي قواوو قومندان جنرال جان کمپیل ویلې چې د اسلامي دولت ډله ( داعش) په افغانستان کې خپلو لیکو ته د افغانانو په جلب و جذب اخته ده او لا یې هم جګړه نه ده پیل کړې او خپل تبلیغاتي کار یې د رسنیو، خاصتاً فیسبوک

له لارې روان کړی دی خو ده همدارنګه ویلي چې دغه ډله به په افغانستان کې د عراق وسوريې غوندې د فعالیت و پرمختګ چانس و نه مومي.

موږ د نوموړي جنرال دغې وروستۍ خبرې ته سره تمېږو چې رشتیا به هم دغه ترهګر بانډ په افغانستان کې د کلکې پښې ایښودو ځای پيدا نکړای شي، یو څو دلیله یې سره شمېرو:

یو- دغه خطرناکه ډله هېڅډول متعارفو ټولنیزو، علمي، فرهنګي او رواني ارزښتو ته قایله نه ده، لکه لېونی توپان چې پر هره خوا یې د قهر څپه ورغله نو په مخه ورتلونکي هرڅه له یوه مخه په مخه اخلي او داسې یې نابودوي چې بیا یې جبران ناشونی وي، مثلاً، دوی په عراق و سوریه کې د زرګونو کالو زاړه ښارونه، میوزیمونه او تاریخي آبدات په پوره بې رحمي سره له منځه یووړل.

دا هغه لېونتوب دی چې د نړۍ د هيڅ دین و آیین لپاره د منلو وړ نه دی؛ ځیني تاریخي آثار په یوه ملت او یوه هیواد پورې محدود نه وي بلکې په ټول بشر پورې اړه لري.

دوه- جالبه دا چې دغه ګواښونکې ډله که څه هم د اسلامي خلافت دعوه لري خو هيڅډول دیني- مذهبي سرو کرښو ته متعهده او معتقده نه ده، د مختلفو مذهبي اقشارو د معتقداتو بنیادونه، پرته له څه مصلحت و تشویشه، ځپي او له منځه وړي، څه وخت مخکې په هلمند کې د دغه ګروپ په نوم ځينې زیارتونه له منځه یووړه شول چې زموږ د معتقد ملت لپاره دغه ډول کړنې په هیڅ توګه د زغملو نه دي او په هر قیمت به یې په مقابل کې مقاومت کوي، که نور هيڅ هم ونکړي نو مرسته خو یي نه کوي او کوم ملت چې د کوم جریان مرستندوی نه وي، هغه جریان په ټپه درېږي.

درې- په افغانستان کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پر ضد څومره ډلې- ټپلې فعالې دي نو داعش د ټولو دولتي او دولت ضد وسلوالو په مقابل کې د جهاد اعلان کوي، شک نشته چې له بده مرغه د دولت د ډېرو نیمګړتیاوو او د کرزي د جنګسالارانو د روزنې په وجه یو شمېر خلک له افغان دولته لیري شوي او طبعاً چې دا د دغو ناراضو خلکو په منځ کې طالب، حزب اسلامي او نورو ترهګرو ډلو ته د پښو ایښودو ښه فرصت دی نو داعش نه شي کولای چې د طالب او ورته نورو وسلوالو په وړاندې د بریالیتوب بخت ولرلای شي.

څلور- د دولت موجود مخالفین په تاریخي، فرهنګي، عقیدوي او رواني لحاظ په خپلو سیمو کې د تنفس فرصت موندلای شي خو داعش چې کاملاً یوه پردۍ پدیده ده، هغه هم بیا له هغسې وحشتناکې څېرې سره، نو دلته به یې د ظهور او حضور چانس ډېر کم وي، البته د یو شمېر پیسه پرستو، پردیپالو او سرناخلاصو کسانو په ملتیا به مزاحمتونه ایجاد کړای شي خو د عراق و سوریې غوندې به نه نفوس ولرلای شي او نه هم نفوذ.

البته دا افغان دولت او د هغه مخالفینو ته دا لوی پیام لرلای شي چې باید دغسې جدي خطرو ته متوجه شي او نور بېځایه او بې فایدې د پردیو د ګټو ساتنې لپاره خپل وطن او وطنوال تر چاړه تېر نه کاندې که نه نو خپله به هم له ورته سرنوشت سره مخ شي.

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۶) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۳\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *