دلته موهم دميرمنو پرحق تیری نه دی کړی

ښځې چې په دې ټولنه کې په هر نوم محکومه سوي او په مرۍ یې پښې ور ایښودل سوي، په پښتو ادب کې هم د همدې ټولنې د ناسمو دودونو د لاسه محکومي دي! د شعر او شاعرۍ په اوسنې دورکې د ښځو ونډه ډیره کم رنګه مالومیږي حال دا چې د اولسې ادب ډیره برخه له پښتنو میرمنو څخه راپاته ده، خو په دې وروستیو دیرشو کلونو کې جګړې د وطن له شتمنۍ سره سره د دی وطن د کلتور او ادب له لوټلو هم مخ وا نه ړاوه. جګړې د ښځو هم کوم مراعت نه دی کړی او په همدې جګړه کې بیا هم ښځې له هره پلوه ډيري زیانمني سوي. له اقتصادي، سیاسي، تحصیلي، دودیز او د ادب په چارچوب کې یې هم خپل رنګ وبایلود. په دی وروستیو کې بیا هم د ځینو ټولنو او رسنیو په زیار څه نا څه دغې تشې ته د خلکو پام ور واړاوه د شاعرو میرمنو څخه په ځينو غونډو او مشاعرو کې دعوت وسو او دوئ ته څه ناڅه تشویقي روحیه ورکړل سوه چي ځیني خویندي په کې د کتابونو خاوندانې هم سوې! خو له بلي خوا د همدې ادب د ډګر یو شمېر وروڼه چې شاعري یې د ښځینه ښکلا د تعریف پر بنسټ منلی سوی په عین وخت کې دغې تشې ته پام سو. زموږ د ادب د ډګر وروڼه پرته له دې چې ددغي تشي د ډکولو کومه لاره چاره ولټوي او یا هم قلمې مبارزه پیل کړي، نو دوئ دومره وکړه چې د ښځمنو شاعرانو په نوم یې شاعري پیل کړه آن څو کسانو خو یې د ښځینه شاعرانو په نوم کتابونه هم چاپ کړل. زه نه پوهیږم آیا دا د دوئ خواخوږي ده له موږ سره او که د خپل شعر د کیفیت امتحان اخلي؟ که خواخوږي وي، نو نور بس ده دغه ډول ګمنامي شاعرانې او شاعري زموږ عیبونه نسي راپټولای بلکي دا خپله په خپل ځان پوري ملنډي وهل دي چې سبا تاریخ د هغې شاعري د بیو ګرافۍ پسې سرګردانه وي او آينده نسل لپاره بې ځوابه سوال پاته وي! نو ښه خبره دا ده چي زموږ ادیبان وروڼه باید په دې برخه کې قلمي مبارزه وکړي ترڅو په پښتو ادب کې د میرمنو د نشتون د کموالي خلا د وخت په تېرېدو سره دا تشه ډکه کړو او دا به د خواخوږۍ ښه اصل وي، نظر دې ته چې د ښځینه شاعرانو له احساساتو سره لوبي وکړو او که تاسو د خپل شعر کیفیت معلومول غواړئ، له خپلي شاعرۍ ډاډه نه یې او غواړئ چې له ښځینه احساساتو څخه کار واخلئ نو موږ دا څنګه ومنو چې ستاسو په ��اعري به پښتو ادب غني وي؟ آیا دلته مو هم د میرمنو په حق تیری نه دی کړی؟؟

بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۲۷) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۵\ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *