له سياسي رسمي او نارسمي بحثونو، خبرو اترو، مرکو او ناندريو رانيولې تر لرو پرتو کليو او بانډو پورې د هر چا لومړۍ خبره همدا وي، چې تېرو درېيو لسيزو نا خوالو دا را وکړل، داسې يې کړو، له دې او هغه چارې يې پاتې کړو.
دا خبرې څه نوې هم نه دي او بيانوونکې يې هم يو ډول خلک نه دي، د هر افغان په خوله بس همدا خبره وي، چې ددې جګړو په سبب، چې اوس يې نو څلورمه لسيزه هم نږدې نيمايي ده، موږ له پرمختګ او له سيالانو سره له سيالۍ پاتې شوو. اقتصاد، بيا رغونې ، زده کړو او د يوه زده کړي نوي نسل د نه درلودلو لامل همدا درې لسيزه تپل شوې جګړې او کورنۍ ناخوالې وې.
له يوه اړخه کې دې موضوع ته وګورو، نو له شک پرته، چې يو حقيقت دى، لوى، ځوان، لوستى او نالوستى او حتى ماشوم په دې پوهېږي، که چېرته مو دغه بدبختۍ نه وى تېرې کړې؛ نو نن به موږ هم د نړۍ د نورو ملتونو غوندې يو هوسا او سوکاله ملت وو، ارام او له سولې ډک ژوند به مو درلود، خو هېچا هم په دې اړه فکر نه دى کړى، چې اخر ولې تر ننه د هر څه پړه په دغه تېرو تياره او “بدبخته” لسيزو ور اچوو او تر څو به يې ور اچوو؟
داسې هم نه ده، چې دا ناخوالې يوازې په افغانستان تېرې دي او زموږ ولس ورسره لاس ګرېوان و،حقيقت دادى، چې د نړۍ ډېرو هېوادونو دا ډول ترخې تجربې تېرې کړې، ډېر څه يې له لاسه ورکړي، خو يوازې يو څه يې چې نه دي بايللي، هغه د يوه هوسا او سوکاله ملت او هېواد هيله ده، چې په هر حالت کې يې د تر لاسه کولو لپاره مبارزه کړې، يوه او بل ته يې لاس ورکړى او تر سختو ستونزو وروسته دغه موقف ته رسېدلي او نن يې نوو نسلونو ته يو سوکاله او هوسا هېواد ورکړى دى.
دوى له تاريخ ګټه اخيستې، عبرت يې ترې اخيستى، د تاريخ يوه ګټه خو همدا ده، چې خلک يې له بدو او ناسمو پېښو عبرت واخلي او په ښو ټکو يې عمل وکړي او راتلونکي ژوند کې يې عملي کړي، خو موږ د تاريخ ښه منتقدين يو، ولې عبرت مو ورڅخه نه دى اخيستى.
د پښتنو يو متل دى، چې وايي “که کور مو وسوو، خو دېوالونه يې پاخه شول”، له بده مرغه، چې موږ د خپل کور دغه پاخه دېوالونه په بيا بيا نړولې او د کلک والي څخه مو يې هېڅ ډول ګټه نه ده اخيستى، دلته هر شر يوازې په شر تمام شوى او موږ په کې په هېڅ صورت هم د خير لټون نه دى کړى.
زموږ د اسلام مبارک دين فلسفه هم همدا وايي، چې يو مومن او مسلمان انسان بايد له يوې سوړي دوه ځله ونه چيچل شي، له لومړي چيچ وروسته بايد ويښ شي، ځان ته ځير شي او که داسې ونه کړي، نو غوره مومن نه دى، خو له بدغه مرغه چې دا بيا هم موږ يو، چې له يوې سوړې په بيا بيا چيچل کېږو، خو وروسته مو بيا د غفلت خوب يوسي او بيا د همغه پخوانيو زهرو له درد سره مخ وو.
الله تعالى حکم کوي، چې زه هېڅکله دهغه قوم حالت نه بدلوم، څو چې خپله يې دبدلون پرېکړه ونه کړي. هر وخت چې قوم قدم واخلي، نو د الله تعالى مرسته او برکت هم تر لاسه کوي. له ماتو عبرت اخلي او په برياوو کبر او غرور نه کوي، چې ځان له نورو اوچت او بېل مخلوق وګڼي.
دا به سمه وي، چې زموږ تېر نسل يا په بل عبارت زموږ پلرونو زموږ لپاره يو ارام او سوکاله هېواد او سوله په ميراث نه ده پرېښې، خو د هغوى دا چاره او تېروتنې بايد ددې سبب نه شي، چې موږ يې له راتلونکي نسل نه په مېړانه او ړانده غرور غچ واخلو، په هغوى تېره شوه، څو لسيزه يې په اور او وينو کې ژوند وکړ، خو زموږ راتلونکى نسل د ٢١مې پېړۍ نسل دى.
دغه نسل يوه سمسور او پرمختللي هېواد ته اړتيا لري، که پرمختللى هم نه وى ، نو لږ تر لږه خو سولې او سوکالۍ ته اړتيا لري، چې خپله وړتيا په کار واچوي او خپله خاوره سمسوره او د خپلو ګاونډيو پر وړاندې مو پرېوتې شمله تر خپله وسه اوچته کړي.
نن د کمپيوتر، ټکنالوژۍ او تخنيک زمانه ده، نن د انټرنټ په نړۍ کې ډېر رازونه بربنډ شوي، ځوان نسل څوک له دغه حقيقت څخه نه شي محرومولى، دوى د خپلو تېرو او هم د خپلو راتلونکو مشرانو په اړه تر موږ ښه قضاوت کولى شي او د قضاوت معيار يې هم علم او پوهه ده، دوى ته علم او معاصرې ټکنالوژۍ ددې وړتيا ورکړې، چې ځان او خپل تېر نسلونه او د درېيو لسيزو جګړو عاملين په ښه ډول درک او وپېژني.
نو راځئ، چې نور په تېرو لسيزو د ملامتۍ ور اچولو پر ځاى د راتلونکي په اړه فکر وکړو، خپله ماته او تېروتنه په وياړ سره ومنو او د راتلونکي نسل په سترګو کې خاورې ونه شيندو. راتلونکى نسل په موږ حق لري، چې د يوه ګډوډ او نا ارام هېواد پر ځاى يوه سوکاله ټولنه ور وسپارو او ځان د تاريخ له قضاوت څخه سر له اوسه وژغورو.
يادونه: دا ليکنه په “ننى افغانستان ” خپرونه کې خپره شوې ده.