سرليکنه\ اداره
بدلون اوونیزه/ دوهم کال/۲۱ مه / پرلپسي ۷۳ مه ګڼه/چهارشنبه/ حمل/۱۸/ ۱۳۹۵
د حمل پر ۱۲ مه، پنجشنبه ماښام افغان ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي راډیو سره یوه زلزله خېزه مرکه وکړه؛ له افغانستانه د تلونکو افغان کډوالو سره د نه خواخوږۍ په اعلان سره یې د پلویانو و مخالفانو زړونه ولړزول، البته خپلوان خو یې له زړه ودردول مګر پوهیږو چې ډېر شمېر مخالفان یې هغه څوک دي چې خپله یې هم له افغانستان او افغان انسان سره، نه یوازې په تاریخ کې خپله خواخوږي نه ده ریکارډ کړي بلکې د روان درد و بحران مشخص عاملان یې هم خپله همدوی دي او د ښاغلي غني د دغو غیر مسؤلانه څرګندوونو په عکس العمل کې، د افغان مهاجرو پر حال د دوی ژړا، د تمساح له اوښکو پرته بل مفهوم نشي لرلای، آن ویلای شو چې دا پر حکومت، ولسمشر او نظام باندې د دوی د ګوزار لپاره یوه ښه خوښوونکې بهانه شوه، اما موږ دې مسئلې ته له یوې بلې او افغان دوستۍ له زاویې ګورو.
د ولسمشر څو دردوونکې جملې:
«هغه څوک چې له هیواده وزي ځینې دلایل لري او زه یې درته وایم، موږ یوه فقیره ټولنه یو، خلک طبیعتاً په نورو ځایو کې پناه اخلي، دا اول وار نه دی، موږ باید خپله ژمن و اوسو چې ۵۴۹ ښځې و نجوني له پوځي پوهنځي څخه فارغې شوي دي…. هغوی ژمنې شوي چې د هېواد دفاع وکړي؛ مګر نور چې، موږ لسګونه ان سلګونه میلیونه پر خرڅ کړي، په بېخې کوشني تکلیف سره له هېواده وزي…. دا د خپلې خوښې سفرونه دي، هر یو له لس څخه تر دېرش زرو ډالرو پورې لګوي، خپله کورنۍ له ستونزو سره مخوي ځکه چې غلط اطلاعات لري؛ دا د دوی انتخاب دی چې له وطن څخه ولاړ شي، هغوی دا انتخاب کړی چې هیواد پرېږدي؛ کله چې هغوی دا ځای پرېږدي نو ټولنیز تړون ماتوي….. ځکه نو زه له دې ماډل انسانانو سره هېڅډول خواخوږې نلرم، زما موخه دا ده چې خلک په درنښت او هیلمنتیا سره ژوند وکړی البته هدف ته د رسېدو په تلاښ سره.»
شک نشته چې د یوه هیواد له غېږې څخه د خپلو اولادونو هغسې توپاني تګ، لکه چې دنیا یې هره ورځ د افغانانو په وجود کې دردوونکې ننداره کوي، په ماهیت کې یوه فاجعه او د بېسارې سوخت یوه سوزناکه کیسه ده، بیا نو هغسې یو هیواد لکه افغانستان چې تاریخ، فرهنګ، شعر، داستان او ولسي ادبیات یې د وطندوستۍ، له خپلې خاورې سره د عاشقانه تړاو، د وطن لپاره له سر و ماله تېرېدو او فربانیو ډک وي، نو د دغسې یوه تراژیک داستان بیان واقعاً سخت دی، په تېره بیا د هغه چا لپاره چې خپله هم د دغې حسرت آمېزې کیسې حصه وي، خو د دې سوزناک داستان بیان، د وطن د سر سړي له خوا، په هغسې منطق و ادبیاتو سره، چې لا تر اوسه هیڅ مستبد او سخت زړي واکمن د خپل ولس په باب په تاریخ کې نه دی ثبت کړی، پر سرو زخمو د سپینو مالګو دوړولو ها خوا بله تشبیه نشي لرلای.
پوهیږو چې د ولسمشر غني د یو لړ نورو سیاسي اشتباهاتو په لړ کې، دا نه جبرانېدونکې سهوه هم، د نوموړي د هغو سیاسي مخالفانو لپاره یوه زبردسته بهانه ده چې هغوی تقریباً هر یو یې د دې وطن او دې ملت په وړاندې له جبر و جنایت، وحشت و خیانت او ذلت و رذالت صفا سابقه لري مګر بیا هم موږ نه شو کولای چې د افغانستان د دغو پېژاندو خائنانو او معامله ګرو پر ضد، د اکاډمیک پرستېژ، روشنفکرۍ،ډموکراسۍ، تفکر او آزادۍ د دفاع نوم، د غني هره خطا توجیه کړای شو، موږ افسوس کوو چې د نوموړي د دې نه منونکي نظر په وړاندې له خودغرضو سره مشترکه وجه پیدا کوو.
زموږ لوی تشویش دا دی چې مرتجع، متحجر، زوړپالي، جهالتځپلي، رڼاضد او تمدن دښمنه ذهنونه پرلپسې هڅه کوي چې د اشرف غني د ناکامۍ په صورت کې تعقل، تفکر، سواد، مسلک، تخصص او اکاډمیک سټنډرډ هم له اعتباره وغورځوي، دا د افغان روشنفکر قشر لپاره لوی ریسک دی خو پر موږ باندې د خپلې زمانې د مسؤلیت د احساس حتمي جبر دی چې شپه و ورځ ملاتړلي چمتو اوسو، د وطن، خلکو او ارزښتو له ساتنې پرته بل هیڅ ذکر و فکر و نلرو.
متل دی چې نوم له نامه نه پرې کيږي؛ افغان که په افغانستان کې وي یا د جهان په بل هر کونج کې، افغان دی؛ منو چې په بل هیواد کې د مېشت افغان هویت به هر څومره سخت و ځپل شي خو یو مخ محوه کېدای نه شي، موږ که دلته یو یا هلته، ټول د افغاني هویت د مشترک ارزښت په نه شلېدونکي تار داسې کلک سره تړلي یو چې یو د بل له تړاوه هيڅکله بې نیازه کېدای نه شو؛ هغه د رحمت شا سایل خبره چې، دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم، موږ که هر څومره هم یو د بل له تړاوه منکر شو خو نوم له نامه نه پرې کيږي او د ټولو غم و خوښې سره شریکه ده، که و غواړو یا نه، هېڅکله یو د بل له غمه بې غمه او هېڅکله یو د بل له خوښۍ بې برخې کېدای نه شو؛ کله چې واقعیت دومره ملموس و د درک وړ وي بیا نو یو د بل له خواخوږۍ، د زړه اوږه خالي کول، هغه هم د یوه اکاډمیک رئیس جمهور په سطحه، په هېڅ ډول منطق سره د توجیه وړ کېدای نشي؛ موږ باور لرو چې بهر مېشتي تر کور مېشتو لا ډېر د خواخوږۍ وړ ځکه دي چې هغوی د وطن د بېلتون په اور کې لا ډېر سوځیږي.
بل متل دی: لاس چې مات شي غاړې ته ځي، کور مېشتي او بهر مېشتي افغانان که هر څومره یو د بل له وجوده بېزار هم شي، چې دا ناممکنه ده، خو د تللیو انفرادي و ډله ییز تابوتونه به هره ورځ بیرته خپل اصل یانې افغانستان ته را روان وي؛ کله چې د افغان آن مړی هم له خپلې خاورې پرته په پردي دیار کې آرام نشي کولای نو هغه به هلته په ژوند څنګه بېغمه تنفس وکړای شي؟
لنډۍ ده چې:
څوک په رضا له ملکه نه ځي
یا ډېر غریب شي یا د یار له غمه ځینه
د افغانستان د بهرنیو او مهاجرینو وزارتو ارقام وايي چې یوازې په تېرکال کې ۲۵۰ زره افغانان اروپایي هیوادو ته تللي او دا لا نه ده څرګنده چې څو یې منل شوي او څو نه دي.
هم حیرانوونکې او هم دردوونکې ده خو چې کله در سره پر نه درد خپل رئیس جمهور اعتراف کوي نور به نو په کوم کونج و کنار کې او په کوم زړه و ذهن کې د انساني عواطفو په کشف پسې سرګردانه ګرځو؟ ولسمشر خپله هم وايي چې موږ یوه فقیره ټولنه یو، تر دې وروسته یې په یوه بله څرګندونه کې وویل چې په افغانستان کې د فقر فیصدې له ۴۶ څخه ۴۹ ته لوړه شوې نو د دغسې فقیرانو سره خو خواخوږي په کار ده، نه یې پر ټپو مالګې پاشل.
کله چې یو انسان د خپلې کورنۍ ملا د دېرشو زرو ډالرو په پور ور ماتوي او کورنۍ یې هم ور سره مني او له خپل کور، اور، خور، مور، پلار او ورور، بل هر یار و آشنای د څخه یې د بېلتون په چاړه بېلوي، یا غونډې کورنۍ له ځوانانو، سپین ږیرو، ښځو و کوشنیانو سره د انساني قاچاقبرو د تورو بلاوو په خولو کې ځان ور کوي؛ هر ګام یې مرګ، بې عزتي او بېساري ذلت وي، په رڼو سترګو ویني چې له خپل ټول هست و بود سره د یونان و ترکیې په سمندرګیو و ټاپوګانو کې د نیستۍ تل ته رسوب کوي، که احیاناً له دې نابودۍ نجات وموندلای شي، بیا د یونان و نورو هیوادو په سرحدو و واټو کې، په سرلڅو کمپو کې، لکه ځناورو غوندې د اغزنو سیمونو په حصار کې ورستیږي، که د یونیم قسمت ډېر ښه وي او تر دې کوه قاف هم ور تېر شي نو بیا په اروپا کې د نه قبلېدو په نری رنځ اخته کيږي، ډېر امکان یې د بېرته شړلو وي او دلته په افغانستان کې به بیا د دې بل محشر خېزه خبر تشریح څوک څنګه کوي
صلاح الدین رباني د حمل پر ۱۸- مه د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، که چیري اروپایي هیوادونه و غواړي چې افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې وباسي، دوی به یې امنیتي مسؤلینو ته وېزې ور نکړي.
افغان حکومت ټینګار کوي چې هیڅ داسې افغان کډوال به و نه مني چې په زوره له اروپایي هیوادو افغانستان ته استول کيږي.
دغه ټولې لړزوونکې پرمختیاوې د مستۍ، خوښۍ او خوش ګزرانۍ د احساس زېږنده پایلې نه دي او نه د ولسمشر دا نظر واقعي دی چې ګواکي دا د یوه کوشني تکلیف نتیجه ده.
د مملکت اول سړی، خپل خلک له خپل وطنه د تېښتې له امله د ټولنیز تړون په ماتېدو تورنوي او توصیه کوي چې په خپل هیواد کې په احترام او امید ژوند وکړي.
د ملت و دولت تر منځ د یوه اجتماعي قرارداد په ترڅ کې ارګانیکه رابطه ټینګيږي، کله چې د دغه تړون د دولت قطب، د فساد و بې کفایتۍ په مردار ډنډ کې سقوط کوي نو د ملت قطب یې اتومات د فقر، بېکارۍ، مختلفو صحې و ټولنیزو رنځو، ترور، وحشت و افراطیت او بالآخره وژونکي مهاجرت په تاترین کې سرنګون کيږي، بیا نو دلته محترم متفکر د کوم منطق پر اساس له خپلو وګړو څخه د اجتماعي قرارداد د برقرارۍ تقاضا کولای شي؟
د ولس د درنښت او هیلو ادرسونه چیري دي؟ راځئ چې یو څه په رڼو او واقعبینانه سترګو هغه ممکنه ادرسونه سره به نښه کړو چې افغانان یې غوره کولای شي:
یو- یوه پناګاه د دولت سیوری دی چې ملت یې اختیارولای شي خو پر فساد، بې کفایتۍ، مزخرفې بیوروکراسۍ، چې لکه د غڼي تارونه که په یوه ډېره عادي قضیه کې هم څوک پکښې بند شو نو بیا یې خلاصی نشته، ظلم او …. باندې دولت خپله اعتراف کوي؛ پنځویشت زرو دولتي بستو ته په دا دومره بېکاره ورځ کې مسؤلین نه شي پیدا کولای، دولت چې پر خلکو سرمایه لګوي بیا خلک د سرمایې د دوران لپاره نه شي لګولای، چار ه به څه وي؟
دوه- بله سرپنا د قومي، ژبنیو او سیمه پالو سوداګرو ده، د دوی سیوري ته له بدې ورځې پناه وړل نو سمدم لکه د واړه خدای انتخابول دي، د خپلو خلکو بده ورځ نو د دوی لپاره لکه د اختر داسې ده ځکه دوی د خپلو ناروا ګټو د دوام او نامشروع واکمنۍ د تامین لپاره تر قیامته د خپلو وګړو له درده ښه پوره کار اخلي.
درې- بل جذاب استوګنځای د دولت د مخالفینو دی، ناوړه دا چې دا ادرس یو نه دی، تر حساب تېر دي خو د ټولو ماهیت یو دی، د هر یوه یې د دین توره په لاس کې ده چې زړه یې شو د هغه سر په پرې کوي، دلته هغه لوی نومونه، ملا اختر محمد منصور، ملا محمد رسول، ګلبدین حکمتیار، د مولوی جلال الدین حقاني شبکه، القاعده، داعش او نور دي چې نه یوازې د دولت بلکې په خپلو منځو کې یې هم یو پر بل جهادونه سره اعلان کړي دي؛ په تار حلالول، سر پرې کول، ځانمرګي او په ډله ییزه توګه په ماینو الوزول یې تر قیامته انتخاب مسلک دی.
څلور- بل د حکومت د اپوزیسیونو یا سیاسي مخالفینو په نوم لسګونه جریانونه او د حامد کرزي د حکومت پاتي شوني دي چې نن په حکومت کې ځای نه دی ور کړه شوی نو نه یوازې د حکومت بلکې د نظام د رېښو ایستو لپاره یې لستوڼې را بډ وهلي دي او دې ټکي ته هم باید جدي متوجه شو، د ارګ په ګاونډ کې چې ښاغلي کرزي کوم دربار آباد کړی او دا لنګر ۲۴ ساعته تود او په چل کې وي نو له حکومته ټول مخکني او ننني ایستل شوي وزګاران، داړه ماران، بېسوادان، او جنایتکاران ور مات وي، له هغه ځایه بیا دوی په مختلفو ډلو و اپوزیسیونو کې د حکومت پر ضد تنظیمیږي، دلته هم د ولس د حیثیت ژغورنې لپاره نه یوازې ځای نشته بلکې د ولسي حیثیت پر سر یې د سوداګرۍ ښه سیزن موندلی دی.
پنځه- هغوی چې د دې ټولو ادرسو ماهیت و خصوصیت ښه ور مالوم وي، په یوه کې هم د خپل انساني ژوند و عزت لپاره د امن چتر نه ویني نو بیا هغه لار انتخابوي چې خپل ولسمشر یې د نه خواخوږۍ چیغه پسې وهي.
حللاره:
دا د پرمختللی دنیا تجربه ده، تر هغه چې ملت خپله د خپل نجات لپاره لاس په کار نه شي، د خپل پرمختګ، امن او سرلوړۍ لپاره خپله په خپل عقل و فکر سره خپل ادرس ایجاد نکړي نو پر نورو د تکیې حال به یې دغسې وي لکه نن چې زموږ دی، پر همدې اساس د ودان افغانستان ګوند فکري ملګرو دغه اړتیا درک کړې او له هرې ناوړې څخه د ژغورنې او سر تاسري پرمختیا لپاره یې دغه روښان ادرس د خپلو ټولنپوهنیزو شرایطو او نړیوالو تجربو په رڼا کې رامنځته کړی دی او پر ټولو کور مېشتو و بهرمېشتو افغانانو ږغ کوي چې راځئ! نور نو لاس تر زنه د دې مشر یا هغه ولسمشر د رحم و کرم په تمه مه کښېنئ! مه د چا په نه خواخوږې رنځېږئ! بلکې راشئ! له خپل ځان سره خپله خواخوږي شئ! په دغه روڼ فکري جریان را ګډ شئ! چې ټول په ګډه خپل غم په خپله سره وخورو.