موږ چې سهار غاښونه برس کوو او مخ پریولو، په هېنداره کې خپلې څېرې ته لکه د اخري ديدن په دود په ځير وګورو، چې هرسهار د کميس په راسته لستوڼي کې لاس ورکوو زړه کې راتېره شي، چې دا له کفن مخکې مې وروستی اتو کړی لباس نه وي.
له خپلو ماشومانو سره ډېره مينه نه کوو، هسې نه عادت شي او چې نه وو راپسې لېوني شي. د سهار په مخه ښه کې په چټکۍ وځو مېرمنې، پلار او خوېندو ته د خوږو کتو خاطره نه پرېږدو، د ګران سړي مرګ د کورنۍ ملا ماتوي. په مړه ګېډه چای وخورو، خو د ماښام د څه راوړلو ژمنه نه کوو.
موږ له خپلو متعلقينو سره د مينې او شفقت په يوه محدوده کې اوسېږو، لوړ انتظارونه او خواږه توقعات کورنۍ په سرپرست پسې تړي او چې سرپرست نه وي، متعلقين په سترګو ټپ شي.
د لته د ميندو دعاګانې د پولادو کلاوې دي، خو چې مور دې نه وي، لکه جنګ ته چې بې زغرو درومې؛ له ما يې هم د مور سيوری اخستی دی.
ژوند په تمه پالل کېږي؛ زموږ په ښار کې د غم پيټي تر ارمانونو خورا سنګين دي. دلته څوک د ځان لپاره ژوند نه کوي، د اولادونو لپاره يې کوي، له موږ هر يوه سره دا غم دی (چې زه ومرم هغوی به څه خوري، هغوی به څوک ساتي، هغوی به په کومه اسره پايي؟) موږ د خپل ناموس د عزت غم اخستي يو، ( ښځې کار نه کوي، ښځې نالوستې او بې کماله دي، کونډې د ميراث خېلخانې د مړولو چاره نلري، دلته ميندې ګدايي کوي، اولاد مړوي خو چې ګوله ډوډۍ په ګدايۍ ونه مومي، بيا نه پوهېږم څه ��ه به لاس غځوي ـ اولاد شرين دښمن دی.)) زه د داسې انجام په اړه هډو تصور نشم کولای.
هر سهار د يوې کونډې په غملړلي غږ له خوبه بيدارېږم چې خيرات غواړي، د شورويانو د يرغل کونډې، د جهاد کونډې، د جهاد پرضد د جهاد کونډې، د طالبانو کونډې او په طالب پسې د وتلو شهيدو سرتېرو تور سرې.
په واړه ښار کې به د مرګ له يو زر کمينونو تېرېږې، په ګڼه ګوڼه به نه ورځې، درېدلي موټرسايکل، زوړ موټر، په څادر پېچلی سړی ځانمرګي دي. د سوله ساتو خړ ټانګونه او د پوليس رېنجرو کتارونه د مرګ جنازې دي.
زموږ د مرګ ټیکه داران چېرته ارام اوسېږي، په برېښناليک، فيسبوک او تليفون دې هره ګړۍ ګواښي. هر سهار لومړنی برېښناليک د ذبيح الله مجاهد اعلاميه وي، هره ورځ يې دوه شلې يرغلګر او د هغوی غلامان تر تېغ تېر کړي وي، خو چې ګورې په جومات کې، مارکېټ کې او د ښوونځي په لاره به يې لمونځ کوونکي، زده کوونکي، موچيان او ګدایګر وژلي وي.
مازيګر مې چې د سړک په څنډه موټر راوګرځاوه، يو زلمي څادر خوځاوه او د درېدو اشارې يې کولې، بې دليله موټر ته راجګ شو، ويل ((روغتون ته ځم، زلمی ورور مې شهيد شوی، په کراچۍ يې کچالو خرڅول، د کوژدې يې درې مياشتې تېرې دي. تېر کال مې دوه ځوان وروڼه د کندهار په لاره مړه شول، مور مې له ډېرې ژړا په سترګو ړنده شوه.)) د ناکراره زلمي له سکروټو سترګو مې يې د زړه درد احساس کړ.
په کابل کې دا مازيګر ډېرې کورنۍ وروستي موټر بم لالهانده کړې وې. شپه په فيسبوک يو څڼور ځوان په ګوډه ماته پښتو ليکلي و :((قربان له سپيسلي فدايي سخه چې يوزل يې بيا د نخې منز وويشت او د وحشي بادارانو سره سره يې غلامان هم په ملا مات کړل.))
زه تر دم ګړۍ ددې غلامۍ او خپلواکۍ په تحليل کې د وجدان په سګردانۍ اخته يم، خو لکه چې خلک ژوندي وي هم، وجدان يې مړ کېدای شي.
یاالله افغانان هوشیاراوهوساکړی ټول دبل ډول ته کډیژی افغان ی کنډواله کړی
خورا عالي تصوير او عالي ليكنه
دیرشه تبصره او روشان تصویر زموز د دردیدلی هیواد کله به موز خپل گریوانونو ته سر کته کری چه اخر سه کوو او د چا لپاره دا کوو او یا سوک راباندی کوی ار د سه لپاره کوی خو الله رموز امداد وکری