عبدالقدیر مطفي

دلندن کنفرانس یو ورځ دوام نه ورسته پای ته ورسید، یو ځل بیا دافغانستان په اړه جوړ شوي تاریخي کنفرانس چې د ۷۰ نه زیاتو هیوادنو او نړیوالو مرسته کونکي ادارو پکې ګډون درلود د یو لړ تعهداتو او وعدو سره پاي ته ورسیده، دافغانستان له لوري افغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ  اجرایوي ریس عبدالله عبدالله او دحکومت څو نورو لوړپوړو چارواکودافغانستان په استازیتوب په یاد کنفرانس کې ګډون وکړو.

افغان ولسمشر نړیوالې ټولنې استازو باندي غږ وکړو چې افغانستان یوازي پرینږدي او هم ېې هڅه وکړه چې دافغانستان یو مثبت انځور دنړیوالو په مخ کې وړاندي کړي که څه هم ورستیو نا امنیو دافغانستان وګړي او دنړیوالي ټولني ځیني هیوادنه اندیمښن کړي، خو بیا هم په یاد کنفرانس کې دافغانستان په اړه مثبت نظر وړاندي شو، ددي ترڅنګد ایساف دماموریت دپاي ته رسیدو په هکله هم خبري وشوي ایساف به خپل ۱۳ کلن ماموریت څه کم یو میاشت وړاندي ورسته پاي ته ورسوي او دافغانستان حکومت یو بل مسولیت خواته نژدي دی ترڅو دهیواد امینت چې نسبي مشکلات هم لري یوازي ورسره پاتي شي او مبارزه ورسره وکړي.

د  لندن په کنفرانس کې هیوادنو یو ځل بیا دافغانستان سره دمرستو کولو لپاره ټټر وهلو خو دا باید جوته شي چې دا مرستي به په کوم مکانیزم او اصولو وي پخوانۍ حکومت چې دنړیوالې ټولنې سره همدا ستونزه درلوده هیمشه به ېې دمرستو اخیستلو په وخت کې هيڅ نه وویل خو کله چې به مرستي هیف او میل شوي بیا به نړیوالو سازمانونو نیولي ترهیوادنو به ېې شخړه جوړه وه او همدا دعوا به ېې کوله چې نړیوال هیوادنه دافغانستان مرستي شوي پیسي بې ځایه لګوي نړیوالې ټولنې هم خپلې اکثره مرستي په همدي دلیل ځنډولي او دوي به هم له افغان حکومت شکایت کولو او وویل به ېې چې افغان حکومت کې فساد دی او ددي فساد په مقابل کې لمړۍ باید جدي مبارزه وشي ، ترډيره دا سلسله جاري وه افغان حکومت نړیواله ټولنه او نړیوالي ټولنې افغان حکومت پدي مسله کې ملامت کڼلو.

زما یاد دي په سرینا هوټل کې کوم اقتصادي کنفرانس وو، زه هم ددي کنفرانس ګډونوال وم دپخواني ولسمشر حامد کرزی داقتصادي چارو مشاور یوسف پښتون یو اقتصادي  کنفرانس کې خبري پیل کړي او دنړیوالې ټولنې دمرستو په هکله ېې تري وپوښتل چې ددوي مرستي څنګه دي یوسف پښتون ورته په ځواب کې وویل ( مونږ داسي فکر کوه چې نړیواله ټولنه به دافغانستان په بنسټیزه پروژو کې مرسته وکړي ترڅو مونږ خپل اقتصادي بنسټونه ورغوو خو مونږ په غلط فهمۍ کې وو ) هغوي دا ډول مرستي نه کوي او که کوي ېې هم خپله ېې مصرفوي.

پخواني حکومت به نړیواله ټولنه پدي تورونوله چې دوي مرستي کوي خو بې خپله ېې بې ځایه مصرفوي او فساد په افغان حکومت کې کم او په نړیوالو ټولنو مرستو کې کوم چې خپله نړیواله ټولنه مصرفوي زیات دی خو د  ادعا سره سره افغانستان دشفافیت دنړیوال سازمان لخوا دنړۍ ترټولو فاسد ترینه هیواد او لمړۍ مقام يې په فساد کې درلود چې اوس مهال په تازه راپور کې افغانستان څلورم مقام په فساد کې خپل کړي دی.

دلندن په دي یو ورځني کنفرانس کې افغان ولسمشر اشرف غني وویل ( مونږ راغلي یو چې ووایو مونږ اوس متحد شوي یو له مونږ سره مرسته وکړۍ مونږ له امریکا سره امنیتي تړون امضا کړو دکابل بانک موضوع مو حل کړه زمونږ ستری محکمي دا موضوع یو ځل بیا نهاي کړه په خپلو ستونزو پوهیږو او دحل قدرت ېې هم لرو ) ولسمشر زیاته کړه چې افغانستان په شدید فقر مبتلا دی او ددي نه دخلاصون لپاره مونږ کار کوو.

ولسمشر په نړیواله ټولنه غږ وکړو وویل چې له مونږ سره یو ځواب وویونکۍسیسټم چې شفافیت وکولۍ شي ښکاره کړي کار وکړۍ مونږ غواړو چې شفافیت رامینځ ته کړو.

دولسمشر د روڼتیا په هکله دقیق معلومات دنړیوالي ټولنې دباور ترلاسه کولو لپاره وو. ولسمشر غوښتل چې نړیوال وهڅوي چې دنوي حکومت سره ډيري مرستي وکړي.  دلندن په یو ورځني کنفرانس کې دافغان حکومت په وړتیا هم بحث وکړو او افغان حکومت نړیولې ټولنې ته وویلۍ چې له مونږ سره کاري ټيم شته پروګرام وجود لري دنړیوالۍ ټولني مرسته ددي پروګرام دتطبیق لپاره اړینه ده. که څه هم تراوسه دافغانستان کابینه نده تشکل شوي او دنوي کابیني په هکله نړیوالې اداري او په خصوص امریکا متحده ایالات غواړي چې پوه شي ترڅو دافغانستان په نوي کابینه کې دملي وحدت حکومت څه ډول تشکیلات جوړوی منتظر دي.

نړیواله ټولنه په خصوص مرسته کونکي هیوادنه دهیوادنو سره دښه حکومتدارۍ په بنسټ مرستي کوي ښه حکومت داري که دنړیوالي ټولنې له نقطي نظر تعریف شي نو په خلاص توګه باید یو څو مشخصي ځانګړني ولري!

لمړۍ- حکومت باید دیو شفافه انتخاباتو په نتجه کې مینځ ته راغلۍ وي. دوهم – دولس غوښتنو سره سم حکومت جوړ شي، دریم – موثریت او مثمریت باید په حکومت کې موجود وي، څلورم – د قوانینو او عدلي سیسټم یې منظم وي،پنځم اخلاقي او حقوقي بنسټونه فعاله وي،شپږم – دپرمختګ لپاره مهارتونه او نوښتونه ولري،اوم- ولسواکه او بدلون خاصیت ولري،اتم – پرمختګ او ثبات ولري، نهم – یو منظم مالي سیسټم ولري،لسم- دکلتورنو او بشر حقوقو درناوي او ساتنه وشي، یولسم –شفافیت باید ولري ، دولسم – حساب ورکونکي ووسي دښه حکومتدارۍ په هکله هر هیواد ځان ته قوانین او اصول لري خو دا هغه عمده قوانین دي چې نړیواله ټولنه ېې دمرستو ورکولو نه مخکي په یو هیواد کې ګوري.

که څه هم افغانستان دښه حکومتدارۍ ځيني اصول اصلآ ندي مرعات کړي خو بیا هم نړیواله ټولنه دافغانستان سره په خپلو تعهداتو او دیو ځوانۍ ډموکراسۍ په بنیاد خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

اوس مهال افغانستان دښي حکومتدارۍ په برخه کې دجدي ستونزو سره لاس او ګریوان دی نړیواله ټولنه هم ددي ستونزو دحل کولو لپاره تیار دي ددي ستونزي دحل کولو لپاره د یو منظم مکانیزم اړتیا ده چې نظامي او ملکي برخه کې باید رامنځ ته شي نړیواله ټولنه دافغانستان حکومت ته په تیرو کنفرانسونو کې هم دښه حکومتدارۍ په هکله ډير تاکیدونه کړي دوي دقانون حاکمیت او دبشر حقوقو ساتنه عامه خدماتو ته دافغانانو دلاس رسۍ مخدره توکو په ضد مبارزه تعلیم صحت او انکشافي رشد ، سکټورنو جوړونه ، پانګوانه ، کرنه ، او د عدلي او قضایه ارګانونو کارون ګړندي کول او په ټولو دولتي اداراتو کې شفافیت رواستولو باندي ټينګار همیشه کړۍ دی او شوي.

که څه هم ښه حکومتداري یوه اوږده پروسه ده ترڅو نسبي په مختلفو برخو کې کار وشي پرمختګ رامینځ ته شي او دښي حکومتدارۍ لپاره لاره خلاصه شي خو دننه دملي وحدت حکومت په خپل ذات کې یو اندازه داخلي ستونزي لري چې دافغان حکومت پام ېې دښه حکومتدارۍ نه بل خوا ګرځولۍ دنړیوالي ټولني تاکید سربیره افغانستان په واقعي توګه دښه حکومتدارۍ په برخه کې جدي کارونو ته ضرورت لري ترڅو ېې ترسره کړي. چون نړیوال مرسته کونکي هیوادنه د یو محدود وخت لپاره به له افغانستان سره مرسته وکړي دفساد ، او دغیري مسلکي کسانو په دندو ګمارل د حکومتي چوکیو خرڅيدل ، د شناخت او رابطي په بنیاد مقررۍ غیري مسلکي افرادو مقرریدل په دولتي چوکاټ کې د ولس او دولت ترمینځ د فاصلي سبب ګرځيدلي. او په تیرو ۱۳ کلونو کې دهیواد اقتصادي بنسټونو نه رغول، دبیکارۍ کچي لوړیدل ، عامه خدمات په صحح توګه نه وړاندي کیدل او په حکومتي ادارتو کې دفساد شتون ولس ډير ناراضه کړي. دلندن په کنفرانس کې چې په مهیم ټکو بحث وشو هغه هم دامینت وو اوس مهال دافغانستان دپرمختګ په مقابل کې ترټولو ستره او جدي ستونزه امینت دی خو دنړیوالۍ ټولنې په مرسته کیدۍ شي چې دغه ستونزي ته هم نوره حداقل یوه دحل لاره راپیدا شي ترڅو دښه حکومتدارۍ سلسه پیل شي.

دملي وحدت حکومت خپله کابینه هم ځنډولي او دا به څو نژدي ورځو کې څرګنده شي څه ډول او په کوم مکانیزم ددوي کار په منظمه توګه پیل کیږي چون هغه وعدي چې دحکومت له لوري ورکړل شوي ۲۰ فیصده ېې هم پوره شي نو به دخلکو په ژوندانه کې ډير بدلونونه راشي. دښه حکومتدارۍ دپیل سره هیله شته چې څو بنیادي مشکلات چې دافغانستان حکومت او ولس ورسره لاس په ګریوان دی یو اندازه حل شي، لکه دبنسټونو رغول، کاري فرصتونه پیدا کول ، بهرنۍ پاڼګوانه جذبول، دصادراتو پراختیا ، دمعادنونو استخراج، دهیواد قضیه او عدلي سیسټمونه رغول، عامه خدماتو وړاندي کول، دسړګونو او بنسټیزه پروژو پیل کیدل، برق او انرژی دتولید لپاره د ډيمونو جوړول، دصحت برخه کې منظمه خدمات وړاندي کول ، ځوانانو ته د دلوړو زدکړو زمینه برابرول، ابتدایه تعلیم معیار اوچتول، پاکو ابو ته دخلکو لاس رسۍ دهاقینو سره دکرنې په برخه کې مرستي، انکشافي او پروګرامونه بیا پیل کول او چاپریال ساتنې لپاره کار پیل کول او یو اندازه نبسی امنیت چې ساختار ېې جوړ دی خو دنه پاملرني له امله نیمګري پاتي دي پیل شي ترڅو یو اندازه اقتصادي ثبات او او پرمختګ رامینځ ته شي او افغانستان له دي سختو شپو مخ په وړاندي لاړ شي.

په ځان بسایه او اباد افغانستان په هیله

ومن الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *