ددې ودانۍ دپرانستې په غونډه کې داقتصادوزارت دپاليسي معين پوهنوال حکم خان حبيبي،دلوګر والي ارسلاجمال ،دولسي جرګې وکيلانو او ددې ولايت ګڼ شمېر دولتي چارواکو پکې برخه اخيستې وه.

دچارواکو په خبره دغه ودانۍ په دوه پوړو کې په پاخه اواساسي ډول جوړه شوې ،چې  ۴ادارې ۲ داستوګني خونې ،دوه ګراجونه اوي يو شمير نورې ودانۍ لري .

داقتصاد وزارت معين ښاغلي حبيبي وويل :ددې وداني مالي لګښت  څوارلس نيم ميليونه افغانيو په ازرښت جوړه شوې ،چې له دې وروسته به ېې دساتلو له پاره هم ورته ځانګړی پلان په نظر کې لري ..

دلوګر والي ارسلاجمال ددې ودانۍ په جوړيډو خوښي وښوده او زياته ېې کړه ،چې د داډول دولتي ودانيو په جوړيدو سره دمامورينو په کارونو کې ښه والی راځي او ددوی ګڼې ستونزې ورسره حل کيږي .

نوموړي داهم وويل هغه دولتي ادارې ،چې تر اوسه پورې تعميرونه نلري دهغو ی له پاره ېې يي يوه اندازه ځمکه ځانګړې کړې تر څو ټولو وادارو ته پکې ودانۍ جوړې شي

ديادولو ده ،چې په لوګر ولايت کې لاهم يوشمېر وداني شته ،چې تراوسه پورې ودانۍ نلري او دچارو دپرمخ بيولو له پاره په کرايه ځايونو او يانورو ودانيو څخه کار اخلي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *