3 thoughts on “دلکشا او کوټې باغچه ماڼۍ/ ویدیو”
  1. دا خو ډېره ښه ماڼی ده خو افسوس چي د ډاکوګانو په لاس کي ده ، افغان وولس هيله لري چي په دغه ماڼی کي داسي
    څوک وويني چي د دلکشا ماڼۍ ته شان او شوکت ور په برخه کړي نه دا چي بدرنګه او بدنامه ېې کړي ٠
    ددې ماڼۍ اوسېدونکي بايد د هر افغان ،د هر يتيم، د هري کونډي، اود هر مظلوم د انساني او مدني حقوقو ساتونکي
    وي نه دا چي دغه ماڼۍد افغان ولس په مقابل کي د هري دسيسې مرکزوي ، او يا هم د فساد ځاله ګۍ يا د جواسيسو او
    بډه خوړونکو د را ټوليدلو ځای ٠

  2. خدای دې دا ماڼۍ تر قیامته جوړې لري او خدای دې افغانانو ته د لا نورو د جوړولو وس ورکړي خو که ریښتیا خبره وي د دغه ویاند غږ راباندې ډېر بد لګیږي. دغه ډول پارچې باید د داود جنبش، ایمل پسرلي، لېمې یا کوم بل ښه اواز لرونکي ویاند په خوله ویل شوې وای.

  3. توخي صيب ! ستاسې قضاوت سل په سلو کې د مظلومو افغانانو د زړه آواز دئ کور مو ودان ، اوسنيو د ارګ قبضه کوونکو چې د دې ماڼيو څخه په لمړي ځل کتنه وکړه دهر يو په زړه کې وګرځیدل چې داسې يوه ماڼۍ بايد دملت د وینو څخه ځانته جوړه کړي ، تر څو خپلې پخوانۍ ترخې خاطرې چې د کلينرۍ ، د جوماتونو د وظيفو ، په رستورانونو کې شاګردي ، اوداسې نورو څخه ېې لرلې د ياده اوباسي ، چې همداسې وشول خو داېې د ياده ویستلي وو چې خالي لاس به د دنيا څخه ځي او په آخرت کې به ځواب وايي ، خدای عادل دئ وربه شي خبر به شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *