Accounting defination
محاسبه د مفهومونو او تخنیکونو هغه مجموعه ده د کومې په ذریعه چې د یوې اقتصادي څانګې په اړه د مالي مالوماتو ارزونه کیږي او راپور ترې جوړیږي. د شرکت دغه مالومات بیلابیلو ډلو ته له یوې یا بلې لارې ورکول کیږي. په دې ډلو کې د سوداګرۍ مدیران (Business Managers )، د سوداګرۍ مالکان (owners)، پور ورکوونکي (Creditors)، دولتي څانګې (Governmental Units)، مالي څېړونکي (Financial analysts) او حتی کارکوونکي (Employees) شامل دي. دغه ټولې ډلې د دې مالوماتو له لارې په اداره (entity) کې د خپلې دندې اړوند مالومات ګوري: مدیران (managers) دا مالومات د مشرتابه د سمو پرېکړو (to make sound leadership decisions) لپاره کاروي، پانګه اچونکي (investors) د ونډې ګټه (dividends) چې په مجموعي شتمنۍ کې د مالکانو برخه په نښه کوي. پور ورکوونکي (creditors) د دې مالوماتو له لارې ګوري چې ایا شرکت کولای شي خپل قرض بېرته وسپاري او کنه. دولتي څانګې (governmental units) دغه مالومات د مالیاتو اخستنې لپاره کاروي، مالي څېړونکي دغه مالومات د پرېکړو او د پانګې اچونې (investment) په اړه د نظر لرلو لپاره کاروي. کارکوونکي غواړي د بریا په لور روان شرکت کې، په راتلونکې کې خپل مقام وټاکي، د جایزې یا انعام اخیستلو په لټه کې شي. همدا د منطق پر بنسټ ولاړ جوړښت محاسبه په دوه برخو وېشي: یوه برخه ېې مالي محاسبې (financial accounting) او بله برخه ېې د مدیریتي محاسبې (managerial accounting) په نامه یادیږي. مالي محاسبه له شرکت نه بهر وګړو ته مالومات چمتو کوي مګر مدیریتي محاسبه داخل کې مدیریت ته مالومات وړاندې کوي.
 
Financial Accounting – مالي محاسبه
د ما لي محاسبې مالومات له شرکت نه هغه بهرني وګړي کاروي کوم چې د دې راپورونو جزیاتو ته لاس رسی نلري او نه د راپور په چمتو کولو کې کومه ونډه اخلي. په دې راپورونو باندې دوي په دوه وجو باور کوي یوه وجه د شرکت معیاري کړنې (standardization of the principles) او بله وجه د راپور چمتو کولو پروسه (practices for preparing reports) ده. پرته د معیاري کړنو به دا ډېر ستونزمن کار وي چې د دوه مختلفو شرکتونوراپور باندې ځان پوه کړو او یا ېې سره پرتله کړو نو په همدې وجه د منظمې پروسې له لارې د مالي محاسبې (financial accounting) راپور جوړیږي تر څو محاسبه یو ځانګړی جوړښت او ثبات ولري. په امریکا کې د خصوصي سکتور یوه ډله چې د [Financial Accounting Standards Board (FASB)] په نامه یادیږي د مالیاتي محاسبې د راپورونو د چمتو کولو لپاره د بنسټیزو قوانینو جوړولو مسوله ده. د سوداګرۍ د پراخېدو سره د مالیاتي محاسبې د راپور چمتو کولو د قوانینو جوړولو مسولیت د [Internationa Accounting Standards Board (IASB)] شو. د مالي محاسبې مالومات د یوه ځانګړي ګروپ لپاره نه دي بلکې ټولې ډلې دغه مالومات کاروي.
 
Managerial Accounting – مدیریتي محاسبه
مدیریتي محاسبه د مدیریت ځانګړې اړتیاوې پوره کوي او ځواب کوي. د سوداګرۍ مدیران مسولیت لري چې د سوداګرۍ لپاره پلان جوړ کړي، کنټرول وکړي او پرېکړې وکړي. دغه مدیران ځانګړو راپورونو ته اړتیا لري لکه: د بودیجې (Budget)، د محصولاتو د ارزښت (Product costing data). دا داخلي راپورونه کوم ځانګړي لارښود ته اړتیا نلري مګر باید په منطقي ډول تر سره 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *