محمدجان حسین خیل-

له تیري شپی راهیسی دمیدان وردګو ولایت دنرخ ولسوالی دوړکی شاه کابل نومی قری ته د صلیبیانو کاروان راغلی دی چی له هلیکوپترو څخه یی هم کښته کړی دی او ټول خلک یی دشپی په دو ۲ بجو له خپلو کورو څخه په سخت ظلم او ستم وهلو کشکولو ، بدو سپکو سپور خبرو باندی بیرون راایستلی دی چی نن ټوله ورځ یی لاس او پښی ورتړلی دی . او پړمخی پراته دی دا ټوله ورځ یی لمر ته په لوږه تنده دا سپین ږیرو ، ځوانانو ، ماشومانو تیره کړی ده ، چی هیڅ یو پکی ګنهګار ندی .

دمیدان وردګو ولایت دنرخ ولسوالی هغه امنیتی مسولین خو په ځای پریږده هغه خو بی له هغه په نست حساب دی ، والی صاحب خوګیانی ، امنیه غومندان ، دامنیت لوی ریس ، نور چارواکی یی بی ساه او بی روحه غوندی تش په چوکیو ناست بوتل دی . که بوتل نه وه دا دومره ظلم او خر وحشت او دا دومره سخته بدبختی چی په دغه کلی له پرون شپی راهیسی روانه ده دا ولایت هیڅ ونه ویل . دوه ځلی د ددغه واړه کلی خلک دولایت دروازی ته ورغلی وه چی د هغو تیرو بندیانو پوښتنه وکړی کوم چی د روژی دمیاشتی په ۲۷همداسی ورته وحشیانه چاپه کی چی ټول کلی یی محاصره کړی وهه دوالی باډیګاردانو په سپکو سپور واپس شړلی دی . ولی ؟ ایا ولایت همداسی کیږی ؟
تیره شپه یی چی خلک ویستلی دی دشپی دوه بجی چی په هغه کی داسی کسان هم شته چی سبا یی په دعوت نورو شخصی او دولتی پوهنتونو کی امتحان دی نن یی امتحان وه پاتی شول ورنه ، داسی کسان هم شته پکی چی له پاکستان ته یی دا اوس تازه له دوایی نه راوستلی وه هغه یی لاس تړلی پړمخی اچولی دی ولی دهغه ګناه څه شی دی ولی یی پوښتنه نشی کولای ؟ طیارو دغرو په لمن وکی دکلی په منځ داسی بمبار کړی ده چی حیواناتو یی داواز له ویری خپل پړی شکولی دی او هری خواته تښتیدلی دی واړه ماشومان د بم او دمرمیو له سختو زربو او ټکانو سخته ساه ورکړی ته نږدی دی ایا مسلمانی همداسی وی ایا دبشر حقوق همداسی وی ؟ دا بمباری پرون شپه ۲ بجی دشپی شروع شوی اوس چی ۴:۳۰ دقیقی دمازدیګر دی لا هم روانه ده هیڅوک له کوره نشی وتلی چی ووزی یا یی ولی یا یی له هغو نورو کلیوالو سره سترګی او لاس ورتړی او پړمخی یی په خاورو کی اچوی . په کلی باندی تور ګرد خپوردی مور او زوی نه پکی پیږوندل کیږی د سرو کفارو له لاسه په سرو وینو کی شټنکۍ وهی . او دا فاسد غله او دانسان په جامه کی ستر شیطانان په خپلو میلو بوخت دی .
له والی صاحب نه مو دا هیله ده چی دهغه ذات او ستر څښتن په نامه قسم درکوو چی ته اوزه یی دواړه پیدا کړی یو او زما او ستا روح یی په واک کی دی لږ ددغو بیچاره خلکو په حال رحم وکړی تاسی دوخت واکمن یاستی تاسی دا وظیفه لری چی ددغو خلکو له فریاد څخه خبر شی او ددغه مظلم ولس لږ اندازه هم فریاد ته فکر وکړی . او دا سره کفار له دغو خلکو څخه لری کړی . دخپل افغانی پښتنی ضمیر په خاطر دی لږ پوښتنه وکړه لږ سوچ کول پکار دی
دروژی په ۲۷ هم په همدی کلی باندی چاپه وه چی سخته بده ورځ یی جوړه کړه او سخت وهل او ټکول یی دعام ولس وکړل دکلی یو شمیر خلک یی له ځان سره بوتلل چی دهغوی له جملی څخه یی یو څه راخلاص نور ورسره بندیان دی چی یو نفر دننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی بیګناه محصل صفت الله نومیږی او بل نفر چی دیولسم صنف شاګرد دی دشهاب الدین دلیسی همایون چی لا تراوسه یی درک ندی معلوم چی چیرته دی او کله به یی راخوشی کوی . کورنی یی سخت دبیچاره انسان په صفت ورته سترګی په لاره ده . او بیغیر دالله جل جلاله له صبر نه ورته نور هیڅ ندی پاتی نو دخدای پار ده لږ مو له دا ولایت نه له قمندانی نه دامنیت له ریاسته هیله ده چی یو څه فکر خو دا دخپلو بیګناه افغانانو په حال وکړی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *