مسلمانواومتدینو هېوادوالو !
کوشنی اختر مو بختور، روژې او عبادتونه مو دلوی الله ج په دربار کې قبولې شه . لوی څښتن تعالی دې ستاسو دمخلصانه عبادتونو په برکت سوله او پرمختګ ستاسو په برخه کړي .
ځورېدلیو افغانانو !
سږ کال کوشنی اختر یوځل بیا په داسې ورځو شپو کې راورسېده ،چې له بده مرغه زموږ ګڼ هېوادوال دخپلو عزیزانو په غم اخته دي . دننګرهار چاودنو ، سیلاوونو او په ټول هېوادکې دبېلابېلو پېښو له امله ګڼې افغان کورنۍ په ماتم کې دي .
په داسې ورځو شپو کې دودان افغانستان ګوند ټول غړي ، دخپلو هېوادوالو په غم کې ځان شریک ګڼي او ژمنه کوي ، چې دراتلونکیو اخترونو دخوشاله او هوسالمانځنې لپاره به شپه وورځ هلېځلې کوي .
دګوند مبارزاتي هدف دادی چې زموږهر اختر په خپله ډوډۍ موړ او په خپلو خوږو خوږ اوسي .
دهمداسې یوې ورځې په هیله !
ودان افغانستان ګوند
فرهنګي کومیټه
سلام هيله ده چي ښه صحت به ولري
زه د ودان افغانستان ګوند په باره کوم معلومات نلرم هيله ده چي ماته معلومات راکړي
په درنښت
سلامونه
محمداشرف صاحب تاسو کولای سی، په دا شمیر اړیکي ونسی
د ودان افغانستان ګوندپه اړه معلومات ترلاسه کړي
۰۷۷۱۰۰۲۵۶۶