پوهنیار سیداصغر هاشمي |

دا اثر زما د نظمونو ټولګه ده. زما خپرندويي ټولنې(هاشمي خپرندويي ټولنې) په ننګرهار کې ۱۳۹۶ ل کال کې چاپ کړی دی.

د هر انسان ژوند هغه کیسه ده، چې د بېلا بېلو خوښیو او خواشینو ثبت شوی حالت د ده په تحت الشعور کې رسوب شوی وي، په ذهن کې یې د ټولو پخوانیو حالاتو تاثیرات وي، یا هر انسان د یو ځانګړي فکر څښتن وي، کله چې پنځونه کوي، نو حتمي خبره ده چې د خپل زړه خبره به کوي، د ده ټول داخلي حواس:( تخیل، تفکر، تذکر، تحفظ او توهم) نمایندګي زړه کوي، یعنې د پنځوونکي تخیل، تفکر او داسې نورو توکو اصلي ځای زړه دی، زړه د بدن پاچا دی، مغز یې وزیر او دننني او بیروني حسونه یې نور کار کوونکي دي، د ټولو مشري زړه کوي.

د هستۍ رازونو اثر کې زما د زړه خبرې دي، ما د خپل زړه ویناوې په خپل انداز او د خپل زړه په خوښه ویلي دي، د ټولو خبرو نمایدګي مې زړه کوي او د شعریت او هنریت پسې ګرځيدلی نه یم، نو ځکه ورته شعر نه بلکې نظم وایم.

ځينو دوستانو راته وویل چې مه یې چاپوه، نظمونه به دې ښه شي بیا یې چاپ کړه، خو زما په پوهه د پنځوونې د پياوړتیا(عروج) پړاو څرګند نه وي، نشو کولای چې ثابته کړو چې یو کس دی په زړښت کې ښه پنځونه(تخلیق) وکړي نسبتا ځوانۍ ته او یا د عمر تېریدل، ډېرلوستل، له شاعرانو سره کیناستل د پنځوونکي په پنځوونې کوم اغېز نه لري.

په کتاب کې هر نظم پيغام لري، په وروسته پاتې هېوادونو کې شعر ته له شعریت او هنریت نه پیغام ډېر اړین دی، نو ځکه ويښو زلمیانو د غورځنګ مشرانو لیکوالو په شعرونو او نثرونو کې په ارادي ډول د شعریت او هنریت پر ځای په پيغام راوړلو ډېر تمرکز کاوه او د ادب نه یې د سړې جګړې د یو اساسي توکي په ډول ګټه اخیسته، او د ادب د ژوند لپاره مفهوم یې په ویناوو کې ډېر دي چې ښه بېلګه یې د مفکر لیکوال ګل پاچا الفت پنځوونې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *