د اونیزو غونډو په لړ کي نن د روان (۱۳۹۵)هـ ل کال د سلواغې نهه ویشتمه، نېټه د هلمند ادبي بهیر ۳۵۶ مه اونیزه غونډه ترسره سوه، چي په یاده غونډه کي د هلمند ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست رئیس، ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د پوهنتون استادانو ګډون کړی ؤ.

دغونډي اجندا په دریو برخو بشپړه ول.

لومړۍ برخه يې د ځوان اومسلکي ممثیل، جاوید (عابد) د هنرستاینه، دوهمه برخه نثرونه او دریمه برخه یې مشاعرې ته ځانګړې سوې وه.

غونډه دقرانکريم په ایاتونو پیل سوه.

د هلمند ادبي بهیر مشر ښاغلي سید محمد حیرت، میلمنو او ګډونوالو ته تر ښه راغلاست ورورسته د تمثیل او هنر د ارزښت په اړه وینا وکړه او د تکړه ممثیل ښاغلي عابد پر هنري فعالیتونو يې رڼا واچوله، حیرت وویل: عابد د خپل هنري ذوق له مخي د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځۍ کي لوړي زده کړي کړي او د فراغت سره سم يې دا هوډ کړی چي د هیواد نا امنه ولایتونو ته هنري سفرونه وکړي او د خپلو ولسونو د ذهني روښانتیا لپاره خپله هنري وړتیا په کار واچوي او د هنر په ژبه مثبت پيغامونه ولېږدوي.

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي فرید احمد (فرهنګ) هم د تکړه ممثیل جاوید عابد هڅي وستایلې او د نوموړي هنري سفر يې هلمند ته ډېر ګټور وباله، فرهنګ وویل: عابد نن په خپله هنري ډرامه کي د هلمند د وروستیو جګړو او ناخوالو انځور په خورا لوړ مهارت وړاندي کړ، دده هنري ډرامه واقعأ زموږ د افغاني ژوند حقیقي او رښتینی انځور ؤ، فرهنګ زیاته کړه د اطلاعاتو او کلتور ریاست ژمن دی چي د ادب او هنر په برخه کي ځوانان وهڅوي او د دا ډول نورو ګټورو پروګرامونولپاره ممثیلینو ته زمینه برابره کړي، همدارنګه نوموړي د هلمند ادبي بهیر مشرتابه او غړو ته د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ چي  په وینا يې ټول ادبي او فرهنګي پروګرامونه به د هلمند ادبي بهیر سره په همږغۍ ترسره کوي.             

     دغه ډول د هلمند پوهنتون استاد لیکوال او شاعر عبدالستار ستوري د هنر پر ارزښت خبري وکړې او د ځوان ممثیل جاوید عابد وړتیا او هلي ځلي يې وستایلې، ستوري زیاته کړه عابد د خپل هنري ډرامې په وړاندي کولو سره موږ ته نن دا ثابته کړه چي د خپل جادوګر هنر په مټ عامه ذهنیت روښانه کولای سي او ولسي فکر ته مثبت بدلون ورکولای سي ترڅود اوسنیو  ناخوالو د له منځه وړولو  لپاره اولسونه په خپله تصمیم ونیسي او د یوه روښانه راتونکي هیله ولري.

د یادولو ده چي د اطلاعاتوو فرهنګ ریاست او هلمند ادبي بهیر لخوا تکړه ممثیل (عابد) په معنوي ډالیو او ستاینلیکونو ونازول سو، ښاغلي عابد د هلمند یانو د همکارۍ او میني څخه مننه وکړه  او ژمنه يې وکړه چي بېله کوم امتیازه به د خپل هیواد او هیوادوالو د نیکمرغۍ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

د غونډي دوهمه برخه کي د ځوان لیکوال، یاسین الله حیران لخوا د جهالت ترسرلیک لاندي ادبي ټوټه، او د محمد ابراهیم ذکي لخوا (انسان) تر سرلیک لاندي لیکل سوي نثر ولوستل سو.

دغونډي دریمه برخه کي د ګڼ شمېر، شاعرانو لخوا ترتیب سوي اشعار په نوبت سره د غونډي پر ګډونوالو ولورول سوه.
غونډه په دعایه وینا سره پای ته ورسېدل.


دهلمندادبي بهیر نشراتي څانګه.‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *