د روان (۱۳۹۶)هـ ل کال د وري (۴) نېټه د هلمند ادبي بهیر اونیزه غونډه ترسره سوه، چي په یاده غونډه کي ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینه والو ګډون کړی وو.

دغونډي اجندا په دريو برخو وېشل سوې وه.

لومړۍ ادبي بحث ، دوهم نثر  او دریمه برخه يې مشاعرې ته ځانګړې سوې وه.

غونډه د کلام الله مجید دڅومبارکوآیتونوپه تلاوت پيل سوه.

د ادبي بحثونو په لړکي داځل ځوان لیکوال او شاعر عرفان (همدرد) لخوا د د ادبي ژانرونوپه اړه بحث ترتيب سوی وو چي مهم ټکي يې په لاندي ډول وه.

متون

متون د متن جمع ده، متن په لغت کي د یوشی شا او مخ، څټ، دننه لوړي هواري او نا هواري ځمکي ته ویل کیږي، او په اصطلاح کي هر هغه لیکنه چي په لیکلې بڼه د نظم او نثر په ډولونو کي مطالب، فکر او د پیغام افاده ترسره کړي  توضیح او ترشیح ته اړتیا ولري متن بلل کیږي.

د نثرعام تعریف: په لغت کي شیندلو او تیتولو ته وايي، او په اصطلاح کي هر هغه لیکنه چي د نظم، قافيي، ردیف، مطلعې او مقطعې او سیلاب له قید وتلي وي او په هنري الفاظو خپل پیغام افاده کړي، نثر بلل کیږي ډولونه يې زيات دي لکه مرسل نثر،مسجاع نثر، متکلف نثر.

هنري ادبي نثر

هنري ادبي نثر د ادبياتو یوه برخه ده، د ادبي هنري نثر اصلي ځانګړتيا داده چي هنريت او ادبي ارزښت ولري په هنري نثر کي ليکوال د بېلابيلو ښاريو ،صحراوو ،تماشو  انساني ځانګړيو خصوصياتو او روحياتو، عاداتو، حالاتو او ليد لوري په انځورولو کي له خپل تخيلي ځواکه بايد کار واخلي، ليکوال د خپلي خاصي وړتيا په مټ صحنې او منظرې بايد داسي انځور کړي، چي اورېدونکی او لوستونکی فکر کوي چي هرڅه واقيعت دي يا نوموړی په دغه صحنو کي د ځان د شتون احساس وکړي، حسې جملې باید زياتي وکارول سي .

په هنري ادبي نثر کي دقاعدې، دفصاحت او بلاغت د اصولو زيات خيال ساتل په کار دي، هنرې نثر د ليکوال په مهارت پوري اړه لري، چي د خلګو هيلي، جذبات عواطف، غوښتني او احساسات لکه څنګه چي دی په ښکلو الفاظو رانغاړي په همهغه ډول مقابل لوري ته ولېږدوي، دغه لېږدونه د مقابل لوري په عواطفو کي خوځښت راولي، په هنري نثر کي د لیکوال تخیل، فکر مناسب او ښکلو کلمو استعمال، د تشبیهاتو راوړل او د مقصد ښکاره بیان شرط دی.

لیکوال باید د الفاظو برجونه، کنارونه داسي ساز نه کړي چي لوستونکي پکي مقصد ونه مومي. همدارنګه محتوا باید په پام کی ونیول سي.

لنډه کیسه، ناول، ادبي ټوټه، طنز ټول د هنري ادبي نثر ډولونه دي.

ادبي ټوټه

ادبي ټوټه په ۱۹ مه میلادي پېړۍ کي پښتو ادب ته هغه وخت راغلل، چي د وخت شاعرانو او لیکوالانو د نورو ژبو شعرونه پښتو ته راوژباړل، لکه څنګه چي هغه کټ مټ نه سوه ژباړل کیدای، یا به يې په یوه وزن کي ځای نه نیوی، نو له همدې امله ورڅخه ادبي ټوټې وزېږېدلې. ادبي ټوټي هغه هنري ادبي ژانر دی چي تشبیهات، استعارې، شعریت او خاص تخیل پکښي کارول سوی وي. په پښتو ژبه کي د استاد قیام الدین خادم او استاد ګل پاچاه الفت ادبي ټوټي د یادولو وړ دي.

ادبي ټوټې تر لنډو کیسو لږ څه د حروفو او جملو په لحاظ کمي وي، ژبه يې زیاتره هنري وي او شعریت پکي ډېر ځای لري، تقریبا  له پنځو دقیقو څخه تر نهو دقیقو پوري د رواني لوستني په ډول ولوستل شي.

خاص پیغام، ځانګړی مفهوم او شعریت ولري ادبي ټوټه بلل کيږي.

لنډه کيسه

لنډه کيسه چي په انګليسي ورته (شارټ سټوري) وايي د لومړي ځل لپاره په غرب کي رامنځته سوه لنډه کیسه په اوسني ليکلي ډول امريکايي ليکوال ( اډګارالن) پوه په ۱۸۴۲ ميلادي کال وليکل د ۱۹۵۶ څخه تر ۱۹۵۸ ميلادي پوري په اروپا کي هم لنډي کیسې وليکل سوې، چي لومړی لیکوال يې پریم چند نومېده.

د اردو ادب له لاري په شلمه پېړۍ کي لنډه کیسه پښتو ادب ته داخله سوه، لومړی لیکوال سید راحت زاخیلي ؤ چي په ۱۹۱۷ مېلادي کال کي يې د کونډي انجلۍ په نوم لنډه کیسه ولیکل.

لنډه کیسه د خپل پلان له مخي درې برخي لري، پیل منځ او پای، په پای کي غوټه خلاصېدو ته رسیږي. لنډي کیسې کومېډي، تراژیدي رومانتیک، طنز او داسي نور ډولونه لري.

نهه اصول ادب پوهانو د کیسې لپاره ځانګړي کړي، پېښه، پلان، د کیسې پیلامه، کرکټرونه، تلوسه، خبري اتري، تخیل، او د کیسې پايله.

کیسه ګۍ

کیسه ګۍ د هنري ادبي نثر نوی ژانر دی چي د خاص تخیل په مټ ټول مفهوم د دوو څخه تر پنځو جملو پوري په یو متن کي رانغښتل سوي وي، د حرفو شمېر يې د ۲۰۰ څخه تر ۸۰۰ پوري راتلای سي.

او د لوستلو وخت يې له ۲ دقیقو څخه تر ۴ دقیقو پوري اټکل سوی.

همدا ډول لیکوال اوژباړن مولوي محمد( حنفي) د خپل مخکني ادبي بحث په دوام نن د قطعه شعر په تاريخي شا ليد، جوړښت او محتوا په اړه رڼا واچول.

د غونډي په دوهمه برخه کي د تکړه لیکوال محمد جمعه حیران لخوا د (د فاتحې خبرتيا ) تر سرلیک لاندي لیکل سوی طنزیه نثر ولوستل سو.

همدا ډول د غونډي وروستۍ برخه چي مشاعرې ته ځانګړې سوې وه، د ګڼ شمېر شاعرانو لخوا هراړخیز شعرونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول سوه.

د نننی مشاعرې ځانګړتيا داوه چي استاد منګل او ننګيالي پخپل خوږو اوازونو د غونډي ګډونوال د څو شېبو لپاره د ترنم په ټال وځنګول.
غونډه په دعایه وینا پای ته ورسېدل


#‏دهلمندادبي بهیر نشراتي څانګه.‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *