د روان ۱۳۹۶هـ ل کال د غوایي میاشتي لومړۍ نېټه په هلمند ادبي بهیر کي دتېر په څېر ادبي غونډه ترسره سوه، چي په یاده غونډه کي دمرکز او ولسوالیو، لسګونو شاعرانواو لیکوالانوبرخه لرل.
د نننۍ غونډي اجندا، څلورو، برخو وینا، ادبي بحث، نثرونو او مشاعرې بشپړه کړې وه.
دغه ادبي بنډار د ملا محمد (حنفي) لخوا د قرانکريم دڅومبارکوآیتونوپه تلاوت پيل سوه.
د هلمند د ادبي بهير مشرښاغلي سيدمحمد (حیرت) ګډونوالوته ښه راغلاست اوهرکلي ووایه اودهلمند سیند دتیري مشاعرې د جوړولو په برخه کي يې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس او هلمند والي د زیاتو هلو ځلو څخه مننه او ستاینه وکړه.
د غونډي په دوهمه برخه کي د ادبي بحثونو په لړ کي، د تکړه لیکوال او شاعر ښاغلي حمید الله (ویاړ) لخوا د (مقالي لیکلو اصول او پړاونه) ترسرلیک لاندي لیکچر وړاندي سو. چي په لاندي ډول يې را پیل کړ:
د مقالې لیکلو اصول او پړاونه
د نثري لیکنو عمومي چوکاټونه:
۱: څه لیکي؟ خامخا به لیکوال مخکي له مخکي د ځان سره یو طرحه او موضوع ټاکلې وي.
۲: ولي يې لیکې؟ دلته د لیکوال لپاره د موضوع ارزښت او اهمیت مهم دی چي مخکي يې باید ټاکلی وي.
۳: د چا لپاره يې لیکې؟ مخاطب يې څوک دی؟ کس، څو کسان که د ټولني ډېر خلګ.
۴: څنګه او څومره باید ولیکي؟ د لیکوال په تجریبې، د لیکوالۍ په اصولو په زده کړي، په مسلک ا وفن کي په پوهي او علم پوري اړه لري چي دلته د لیکني عمومي چوکاټ په پام کي نیول کیږي، چي د موضوع په څرنګوالي او څومره والي د موضوع پر نوعیت پوري اړه لري، چي څومره سپړني او څېړني ته اړتیا لري.
چاته خط لېږل، مقاله، رساله، کتاب: نوري ادبي هنري لیکني(ناول، لنډه کیسه، ډرامه، ادبي ټوټه، رومان او طنز)
چوکاټونه: شخصي او رسمي لیکونه وي لکه ( عریفه، غوښتنلیک، مکتوب، استحلام)
ژورنالیستي لیکني لکه ( خبر، راپور تاژ او مرکه)
د مقالې پېژندنه
مقاله د عربي د (مقالة) کلمې څخه اخیستل سوې چي د (قول) (ویل سوي) د ریښې څخه جوړه ده، چي نسبتا لنډي نثري لیکني ته ویل کیږي چي د یوې خاصي او ځانګړي موضوع په اړه پکي عالمانه، منظمه څېړنه او کره کتنه شوې وي.
د کتاب او رسالې (کتابګوټی) څخه توپیر لري ځکه ۱- مقاله د لیکوونکي شخص د نظر او تجریبې څرګندویه ده. ۲- د کتاب او رسالې په څېر بشپړ او جامع نه وي. ۳- مخاطبان يي عموم وي نه ځانګړي قشر( البته هغه مقالې چي د تخصصي او مسلکي خپرونو لپاره لیکل کیږي له دې نه مستسنی وي.)
مقاله په دوه ډوله ده:
۱- رسمي مقاله
۲ـ غیري رسمي مقاله
۱- رسمي مقاله: چي لیکوال پکي د ځانګړي موضوع په اړه د اصولو او قواعدو له مخي بحث کوي.
۲- غیري رسمي مقاله: لیکوال په حمیمي لحن او لهجه د مخاطبانو سره خبري کوي، نو په ساده او روانه بڼه معنی افاده کوي.
د مقالې لیکني چوکاټ:
د یوې بشپړي، علمي، تحقیقي او معیاري مقالي د لیکني چوکاټ دا درې برخي لري.
۱- سریزه ۲- اصلي مطلب ۳- لنډېز او نتیجه
۱- سريزه ( مقدمه ) د ليکني لومړنۍ خو اساسي برخه ده، ليکوال بايد د سريزي د ليکلو په وخت کي ډېر محتاط وي زياتره لوستونکي د ليکني ارزښت او اهميت په سريزه کي لټوي، سريزه د ليکني د روح د محتوا او معنا د هينداري حيثيت لري، باید لنډه، جامع، جذابه، خوندوره او منظمه وي، هغومره پکي د هڅوني قوت زيات وي او لوستونکي اړ باسي ترڅو ليکنه ترپايه ولولي، چي په سريزه کي يې ولي دا موضوع انتخاب کړه څه دلچسپي يې ورسره لرله، د ليکني هدف او اهميت څه دی.
۲- اصلي مطلب: د ليکني ترټولو مهمه برخه ده، دلته په اصلي موضوع بحث کيږي.
دلته ټول اړوند مطالب په بېلابيلو ګرافونو او عنوانونو کي تشرېح او څېړل کيږي، او ټول ګرافونه بايد یو له بل سره معنوي او فکري رابطه ولري.
په دې برخه کي تر ټولو سترکار د واقعتونو او حقايقو څېړنه ده، پاخه منطق او استدلال وړاندي کيږي.
د موضوع بېلابيل اړخونه بايد په منظم ډول وڅېړل سي او ليکوال خپل فکري او علمي قوت په واسطه ورباندي بحث کوي، ترڅو په اسانۍ يو جامع نتيجه راوباسي او نورو ته يې وړاندي کړي.
۳- لنډيز او نتيجه: د ليکني وروستۍ برخه ده په دې برخه کي په اصلي موضوع کي وړاندي سوو ګرافونو څخه پر مهمو مسايلو په لنډ ډول يادونه کيږي وروسته له ټولي ليکني څخه يوه لنډه خو جامع نتيجه اخيستل کيږي.
دا دليکني ډېره مهمه او ارزښتناکه برخه ده ځيني لوستونکي د وخت د کموالي له امله زياتره وخت د ليکني سريزه او نتيجه ګوري ترڅو په لنډيز او نتيجې کي د ليکوونکي اصلي نمايه، د ليکني ځواک، استعداد او مهارت معلوم کړي.
بغير له دغه دريو برخو د يوې مقالې جوړښت نيمګړی ښکاري.
يو علمي او جامع ليکنه بايد لاندي ځانګړتياوي ولري
۱- ساده او عام فهمه وي ترڅو ټول لوستونکي پرې پوه سي
۲- مدلـله وي او حقايق پکي په علمي او منطقي ډول څېړل سوي وي
۳- منظمه وي یعني د ليکني مختلفي برخي د فکري او معنوي ارتباط له مخي يو په بل پسې څېړل سوي وي
د مقالې ليکني لار او پړاوونه
د مقالې ليکني د چوکاټ ( سريزي، اصلي متن او لنډيز) وروسته د مقالې د ليکلو پړاوونه پېژندل اړين دي.
۱- د موضوع موندنه او ټاکنه: داسي موضوع بايد وټاکو چي د ليکني او څېړني ارزښت ولري.
۲- د ټاکل سوي موضوع په هکله فکرکول: کومي خبري پکي ځای کړو،د بيان لپاره يې څه ډول ژبه وکاروو، څنګه نتيجه بايد ترې واخلو.
۳- له منابعو څخه ياداشت اخيستنه: د مطالعې او څېړني په وخت کي د موضوع اړوند ياداشتونه اخيستل.
۴- د معلوماتو ترتيب ، تنظيم او ليکنه: موضوع په پراګرافونو وېشل، ګرامري قواعد، ليک نښي او نور په نظر کي نيول.
۵- عنوان ټاکنه: د مقالې تر ليکلو وروسته عنوان ټاکل غوره کار دی.
۶- ماخذ ښودنه: ماخذ ښودنه په هره تحقيقي ليکنه کي بنسټيز ارزښت لري.
همدا ډول ددې ادبي بنډار په دریمه برخه کي د محمد جمعه حیران لخوا د (د ټولنیزو چارو انځور) طنزیه کیسه او د یاسین الله حیران لخوا ادبي ټوټه وړاندي سوه.
دغه ډول د غونډي څلورمه برخه چي مشاعرې ته ځانګړې سوې وه، ټولو شاعرانو په خپل نوبت سره ترتيب کړي شعرونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول.
غونډه په دعایه وینا پای ته ورسېدل.
د هلمندادبي بهیر رسنیزه څانګه.