نن جمعه: مبارکه د ۱۳۹۶هـ ل کال د زمري میاشتي شپږمه نېټه په هلمند ادبي بهیر کي شانداره ادبي غونډه ترسره سوه، چي په دغه غونډه کي دمرکز او ولسوالیو، لسګونو شاعرانو اوادبپالو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل سوه.

ورپسې د هلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) دغونډي پرانيستونکې وینا ګډونوالوته واورول.

ښاغلي حيرت وویل زموږ ځوان نسل د استعداد نه بلکي د سواد کمی لري، خو سواد د زده کړي او مطالعې په مټ حاصلېدلای سي، نوموړي د ځوانو شاعرانو او لیکوالانو څخه وغوښتل چي خپل ورځنۍ چاري د یوه ټاکلي مهال وېش له مخي ترتیب او تنظیم کړي. دده په وینا که چیري موږ په خپل مهال وېش کي په ورځني ډول یو ساعت هم مطالعې ته ځانګړی کړو،  په یوه اونۍ کي به مو ۷ ساعته مطالعه کړې وي او د ذهن د پراختیا لپاره به مو ډېر څه کړي وي.

 حیرت وویل:  لیکوالان او شاعران مسؤلیت لري چي ځوان نسل زده کړي کولوته وهڅوي اودعلم دارزښت په اړه مثبت پیغامونه د ادبیاتو په خوږه ژبه تر هغوی پوري ورسوي، دده په وینا ادبیات هغه علم دی چي په مرسته يې موږ کولای سو خپلي لیکني او وینا ته ښکلا ورکړو ترڅو د خلګو پر اذهانو په اسانۍ سره اغېز وشیندي.

همدا ډول یو شمېر نورو ویناوالو هم د علم، زده کړي پر ارزښت خبري وکړې او د ګډونوالو يې وغوښتل چي د نوي نسل په روزنه او هڅونه کي تر خپل وسه کار وکړي.

د غونډي دوهمه برخه نثر ته ځانګړې سوې وه، چي د لیکوالانو لخوا ترتیب سوي نثرونه او ادبي ټوټې ولوستل سوې.

 ورپسې د غونډي په وروستۍ برخه کي، شاعرانو پخپل نوبت سره ترتيب کړي شعرونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول، غونډه د ښاغلي حنفي لخوا په دعايه وينا پای ته ورسېده.

‫#‏دهلمندادبي بهیر نشراتي څانګه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *