جمعه: د ۱۳۹۶هـ ل کال د (وږي) ۱۷ نېټه په هلمند ادبي بهیر کي د تل په څېرغونډه ترسره سوه، چي په کي ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینه والو ګډون درلود.
د غونډی اجندا دریو برخو، وینا، نثر او نظم ته ځانګړې سوې وه.
غونډه د کلام الله مجید په تلاوت پيل سوه.
د وینا په برخه کي لومړی ښاغلی سید محمد (حیرت) دریځ ته راوبلل سو، چي د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، يې دانسان د وړتیا او احساس په اړه په لنډ ډول رڼا واچول او همدارنګه يې په برما کي يې د بودایانو لخوا پر مسلمانانو د روان خونړي وحشت په اړه دغونډي ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل.
حیرت له خپلو ملګرو وغوښتل چي پر مسلمانانو د ظلم او وحشت د هغه بربنډو انځورونو او ویډیوګانو د خپرولو څخه ډډه وکړي چي پکښې د مسلمانانو عیفت، عزت او انساني کرامت ته سپکاوی سوی وي، نوموړی په برما کي د مسلمانانو د قتل عام په اړه د ملګرو ملتونو سازمان چوپتیا په کلکو ټکو وغندل. ده وویل ټول مسلمانان باید په یوه اواز په برما کي د مسلمانانو په وړاندي د غیري انساني خونړي وحشت په اړه ږغ پورته کړي، د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان او په ځانګړي توګه د امنیت شورا څخه د نړیوال اصولو مطابق د عدالت غوښتنه وسي.
د نثرونو لړۍ د تاند ماشوم بشیر احمد (بشرمل) لخوا د (ځانګړي احصايې) تر سرلیک لاندي لیکل سوي طنزیه نثرپیل سوه، چي ورپسې نورو لیکوالانو هم خپلي لنډي کیسې او ادبي ټوتې د ګډونوالو سره شریکي کړې.
دغه ډول ددې ادبي بنډار دریمه برخه د شاعرانو لخوا د هنر په ژبه رنګینه سوه،
شاعرانوپه نوبت سره خپل ترتيب سوي شعرونه د پر ګډونوالو پيرزو کړه.
مشاعره د ځوان شاعر غلام نبي (ارشاد) په لاندي شعر پای ته ورسېدل:
سهار ښونځی ته ځي ماپښين و مدرسې ته ورځي
زموږ زده کوونکي يو روښانه آيندې ته ورځي
پير مو د ورځي د خوا ذکر او نفلونه کوي
د شپې خمار سي شرابي سي ميخانې ته ورځي
پرېږده رشوت که اخلي غلا کوي او خلګ وژني
دغه سړی به خامخا وهديرې ته ورځي
چاچي په مينه کي پيغور پر ځان منلی نه وي
هغه به څنګه مازديګر د يار کوڅې ته ورځي
خيرات دسولي او د امن په کچکول کي غواړي
ارشاد، په کلیو ګرځي هري دروازې ته ورځي
په درنښت
دهلمند ادبي بهیر رسنیزه څانګه