دهلمند مدني ټولني مشرسردارمحمد همدرد او غړو يې په داسي حال کي د بي پولي ډاکټرانو دريسه خدمتونه وستايل چي دهغې دمخښه مراسيم وه.
دهلمند مدني ټولني مشر د مخکني ريسه دخدمتونو اود روغتيا په برخه دهغې نه سټړي کيدونکي هلي ځلې دقدر وړ وبللي او غوښتنه يې وکړه چي لا هم خپلو خدماتو ته دوام ورکړي.
هیره دي نه وي چي د بي پولو ډاکټرانو موسسه په هلمند کي دهلمند بست روغتون مالي تمويل کوونکي دي او د صحت په برخه کي پراخ فعاليتونه ترسره کوي بست روغتون چي دلښکرګاه ښار تر څنګ دولسواليو او ګاونډويو ولايتونو نه هم ناروغان راځي اوپه معیاري ډول يې خدمت ترسره کيږي ياد روغتون که څه هم دامکاناتو دکموالي شکايت کوي خو بل خوا بيا ام ايس ايف يا بي پولو ډاکټرانو اداره وايی چي دامکاناتو په پور کولو کي ورسره بشپړه همکاره ده.
ددې موسسي نوي ريس هم دهلمند مدني ټولني مشر او غړو ته ډاډ ورکړچي دهلمند دولسونو لپاره به خپلو روغتيايی خدمتونو ته دوام ورکوي او په هر حالت به يې په چوپړ کوي.