هلمند کي داسی مهال دا ورځ ولمانځل سول چي لوړ پوړو چارواکو ترڅنک دیني علماوو، قومي مخورو، ورزش کارانو، شاعرانو او سلګونه ځوانانو ګډون درلود دا لومړي ځل دی چی هلمند کي د يوې پراخي غونډي په جوړولو سره داسی ستره او ملي ورځ لمانځل کيږي.
دغونډی په پیل کي دهلمند مدني ټولني مشر سردارد محمد همدرد په خپله وينا کۍ داسي وويل:
نن يوه وياړلې ورځ ده، داسې ورځ چي په لومړي ځل د هغه چا په نوم نومول کېږي چي د دې خاورې د لويشت لويشت څخه ساتنه کوي. د دې وطن د هري مور اوښکې وچوي، د دې هېواد د هري خور پر سر ټيکری هواروي او په ټوله کې د وطن، عزت او ناموس ساتونکي دي.
همددرد زياته کړه موږ ډېری کارونه په شعاري ډول کوو، موږ ډېر وخت هغه چاته حق ورکوو چې حق يې نه وي، خو هغه څوک چې حق بايد ورکول سي، وستايل سي، مرال يې لوړ سي او تر شا يې بايد ودريږو، همدا ساتونکي دي، د دې خاورې سرتيري دي او امنيتي ځواکونه دي.
زه د ولسمشر له لوري د سرتيري په نوم د ورځې نومول او ځانګړې کول لوی افتخار او د افغانستان د ولسمشر دا کار لوی او نېک قدم بولم. او دولسمنشر او نورو امنیتی چارواکو څخه غوښتنه کوم چي دملي امنيتی سرتيرو دحقوقو دورکړۍ په برخه کي خپلي هلي ځلې ونه سپموي.
همدا ډول دهلمند ولايت سرپرست والي علام محي الدين وويل: خوښه يم چي په داسی مراسيمو کي ګډون کوم چي ملي امنيتي ځواکونو ته ځانکړي سوې دي دهر ه هيواد دناموس او استقلال ساتوونکي دهغه هيواد ملي امنيتي ځواکونه دي ترهري ورځي بايد دا ورځ په ښه ډول تجليل سي هلمند سربرست والي دملي امنيتي ځواکونو سرښندني،ميړانه او اتلولي وستايل او زياته يې کړل چي افغان امنيتي سرتيري دهلمند دهري لویشتي دفاع او ساتني لپاره چمتو دي او ولسونو ته يې ډاډ ورکړ چي پر خپلو سرتيرو دي پور باور ولري.
دهلمند ولايتۍ شورا وکيل حيات الله مايار دټولتيزو شوراکانو دهمږغي ريس محمد نبي الفت قومي مشر حاجي احمد جان اکا په خپلو خبرو کي دافغان سرتيرو ته ددوې دملي ورځي دمبارکي تر ورکولو وروسته ددوي اتلولې،فدا کاري او دهيواد او خاوري لپاره قرباني دقدر وړ وګڼل او د افغان سرتيرو اتلولي اوقرباني يې دهيواد او خلکو لپاره ستر وياړ وبللي او پر ولسونو يې ږغ وکړ چي د خپلو امنيتي سرتیرو تر شاه ودريږي او ملاتړ يې وکړي تر ځو افغان پوځ په هيواد کي دا کړغيړنه جګړه ختمه او ولسونو ته ډاډ من امنيت په راوستلو سره خپل مسوليت ادا کړي.
تر ددي وروسته يو شمير شاغرانو دملي امنيتي ځواکونو په وياړ جوړ سوي شعرونه وړاندي کړل اوهلمند مدني ټولني بيلا بيلو ټيمونو اوځوانانو افغان امنيتي سرتيرو ته ګلان او ملي بيرغ دافغانستان دځمکنۍ بشپړتيا دساتلو په خاطر تحفه کړل او غونډ ه دملي اتڼ او ټنک ټکور پروګرام په ترسره کولو پاي ته ورسيدل.