د بدلون اوونیزې سرلبیکنه –
د اسد پر ۲– مه د کابل په دهمزنګ چوک کې د روښنایي غورځنګ پر سولییزه و مدني مظاهره باندې د داعش ترهګرې ډلې له خوا یو جهان لړزوونکی خونړۍ ځانمرګی برید وشو چې تر ۸۰ تنو پورې رڼا غوښتونکي نر و ښځې او لویان و کوشنیان پکښې شهیدان او تر ۳۰۰ پورې ټپیان شول.
تر هر څه مخکې دا کانکریټي باور څرګندوو چې د بشري و قانوني حقونو د غوښتنې په موخه سولییز لاریونونه د ولسواکو ټولنو سنګین انساني خصلت او ستر مدني مظهر دی؛ په مستبدو و دیکتاتورو واکمنیو کې خلک د خپلو بشري حقونو د تر لاسه کولو لپاره تاوتریخوالي او انقلابي حرکتو ته اړ وي ځکه هلته، یا د اجتماعي عدالت لپاره په قانون کې ځای نه وي او که وي نو بیا دا د فرعون واکمن په ذوق و ضرورت پورې اړه لري چې څنګه یې تفسیر و تطبیقوي ځکه یې نو پر ضد له خونړۍ غبرګون پرته بله لار نه شي په نښه کېدای مګر په ډموکراټو او د متمدنو ټولنو کې تر هر څه اول، قوانین پر ټولنیز عدالت او بشري حقونو و انساني آزادیو ته د احترام پر بنیاد توشیح شوي وي او له لوړ څخه تر کښته پورې پر ټولو یو برابر چلیږي، هر څومره زورور چارواکی ور څخه د سرغړونې جرئت نه شي کولای، که یې وکړي نو په وړاندې یې داسې سولییزې قانوني لارې شته وي چې انسانیت له فرعونیته ژغوري؛ اوس په دې پوهېده په کار دي چې په دې منځ کې زموږ هیواد چیري پروت دی؟
افغانستان نژدې څلورلسیزې کېږي چې د نړیوالو د ناروا سیاسي لوبو په نتیجه کې د ځمکې د کرې په تر ګردو بحراني نقطه بدل دی او دا بحران لا هم په خپل ټول اوج کې، لکه تور جهنم ایشي؛ که څه هم له جهادي جنایاتو او طالباني وحشت و خشونت وروسته، په ۲۰۰۱ کې یو وار بیا په افغانستان کې د ډموکراسۍ وږمه و چلېده خو دې وږمې لا د دولتي فساد او تروریستي عناد د مشترکو بشر ځپونکو توپانو له امله افغاني دماغ نه دی معطر کړی؛ ډېر ځله زموږ د عدالت غوښتنې مظاهرې په لوی ظلم و جنایت جواب شوي چې لوی مثالونه یې څو میاشتې مخکې په خوست کې پر یوه لوی لاریون ځانمرګی برید او بیا دا دی د دهمزنګ تر ټولو خونړۍ بشري فاجعه ده چې په تېرو ۱۵ کالو کې په خپل ماهیت کې بېساري ده، په دې مانا چې په نورو دا ډول بشري ناورینو کې به اصلي هدف خارجیان یا هم دولتي چارواکي عنوانېدل خو دا وار په ټول قساوت سره مخامخ ملکي افغانان د ښکار موخه اعلان شوه.
په افغانستان غوندې یوه هیواد کې، د روښنایي غورځنګ غوندې مدني حرکت، چې هیڅ ډول ټولنیز زیان یې و نه رساوه، د نظم و انسجام ساری هیڅکله نه وو لیدل شوی، یو روښان ولسواک شهکار وو او د افغاني ټولنې تر عیني و ذهني ظرفیت ډېره لوړه د مدنیت و ډموکراسۍ مظاهره؛ خو په هماغه تناسب بدترینه خونړۍ فاجعه بدله شوه؛ دروېش وایي:
دا د رقیب خبرې هم له یاده مه باسه ته
دا د مار زهر به دې هم چېرې په کار شي اشنا
دلته به یو څو مهمو ټکو ته، د راتلونکو مهمو ملي مسؤلیتو د اداینې لپاره، د یوه منطقي درس اخیستو په نیت، سره تم شو:
یو– تر دې جمعې کشتار و ناتار وروسته په رسنیو کې زموږ د خلکو د عکس العملو اکثره حصه ډېره دردوونکې و هېښوونکې وه، داسې چې په خاصه سطحه کې نظر ور کوونکی پر دوو کټګوریو وویشل شول:
الف– هغوی چې د دې لاریون مدافعان ول نو پرلپسې یې پر حکومت د ملامتۍ بار ور واړاوه.
ب– چې د مظاهرې مخالفان ول نو بیا– بیا یې د دې حرکت تنظیموونکي پړه و بلل په دې دلیل چې د حکومت له خبرداریو سره– سره یې د عوامو له احساساتو څخه سوء استفاده وکړه او په لوی لاس یې د مدنیت پر ځمکه داسې وحشت ته مخه ور کړه؛ عام ذهن هم تقریباً په همدغسې سریښو کې وښویېد بلکې تر خواصو یو ګام مخکې ولاړ او ډېره د پړې ګوته یې لاریونیو ته ونیوله؛ د بي بي سي «ستاسو ږغ خپرونه» چې دې غمیزې ته ځانګړې شوې وه او له سراسر افغانستان څخه ور ته ټلیفونې نظرونه راتلل نو په وردګ ولایت کې له یوه تن «مایار» نومې پرته، چې مظاهره یې د خلکو حق او په مقابل کې یې دا جنایت یو اسلام ضد عمل وباله، نور نو تقریباً ټولو کسانو مظاهره چیان ملامت وګڼل او یوه نیم هم پکښې چارواکي وټکول.
دلته ډېر غموونکی واقعیت دا دی چې هیچا هم د جنایت پر اصلي عاملینو او ترهګرو باندې تمرکز و نکړ، دلته دوې پایلې خورا څرګندې دي:
الف– د تروریستانو هدف د لاریونیو، دولت او ملت تر منځ یو دوامدار تصادم رامنځته کول وو چې تر ډېره ور ته و رسېدل.
ب– دا چې جمعې شعور مو د وحشت و جنایت له اصلي عامل سره تماس نه نیسي، مانا یې دا ده چې یا په آګاهانه یا هم ناآګاهانه توګه ور سره جوړ دی او له دې سره په دې ټولنپوهنیز واقعیت هم پوهېدلای شو چې زموږ په ټولنه کې ولې د افراطیت و وحشت بلا ورځ په ورځ لا پسې چاغیږي؟ له دې درک سره سم، زموږ د روشنفکر سیاسي قشر د مسؤلیت پېتی نور هم درنیږي چې باید زموږ د زمانې د غوښتنو و معیارو پر اساس په مېړانه اوږه ور کړي.
دو– که څه هم روښنایي غورځنګ له ایکي یوه اتنیکي ګروپ څخه جوړ دی چې دا له یوه اړخه له بشري– مدني معیارو سره برابر واقعیت نه دی خو له بلې خوا بیاور سره یو وار بیا دا حقیقت هم روښان شو چې د وطن اصیل افغاني زامن، د جمعې شعور له خشونت سره– سره، په بده ورځ کې د خپلو ټولو وطنوالو تر څنګ دریږي او ټول خشن، متعصب او بېلتونپالي اذهان تر سیورې لاندې راولي؛ دلته که غوښتنه او غمیزه قومي وه خو ور سره غمرازې و دلداري په ملي کچه ثابته شوه، د افغان او افغانستان دښمنانو، که د یوه قوم وینه وبهوله نو د نورو قومو ځوانانو تر دې بریده ور ته خپله وینه ډالۍ کړه چې نور یې په روغتونو کې د ساتنې ظرفیت ختم شو؛ دې سرشارې ملي– بشري روحيې ته باید نوره هم پیاوړتیا وبخښل شي چې دا زموږ د ځوان سیاسي قشر تر ټولو ستر انساني رسالت دی.
درې– موږ همېشه په ټینګار سره خپل دا باور بیان کړی چې د افغانستان په واحده سیاسي جغرافیه کې باید په یوه وخت کې د ټول واحد افغان ملت د خوشبختۍ لپاره سیاسي و مدني هلېځلې وشي ځکه هیڅ امکان نلري چې په یوه سیاسي جفرافیه کې د یوه سرنوشت په تار سره تړلي ملت یوه برخه خوشبخته شي او بله دې بدمرغه پاته وي بلکې د دوی د یوې برخې یا یوې سیمې بدمرغې د بلې ښېرازې هم له منځته وړي، هماغسې لکه د افغانستان د جنوبي سیمو د جنګ اور چې شمالي هغو ته ور خپور شو؛ دا چې په دې باب بېلابېل صاحب نظران هر ډول واقعي یا غیر واقعي دلایل ور ته تراشي خو علمي فارموله هماغه زموږ سیاسي نظر دی چې دا د یوه برخلیک خلک به خامخا د یو بل له اجتماعي، سیاسي و اقتصادي ساري ناروغیو څخه سره متاثريږي.
نه پوهېږو له ښه که له بده مرغه ووایو چې زموږ د دې سیاسي– ټولنیزي فورمولې یو بل ثبوت د دهمزنګ په ډېره ناوړه غمیزه کې را منځته شو، داسې چې:
په افغانستان کې دا یو ټولمنلی حقیقت دی چې هزاره قوم تر بل هر یوه زیات پر علم و فرهنګ مین دی، د دوی نر و ښځو له مکتب و پوهنتونه ځانونه محروم کړي نه دي، د دوی له لاسه، آن د طالبانو په تاریکترین نظام کې هم، د علم ډیوې نه وې لوېدلي؛ د دې ټولنپوهنیز واقعیت په مقابل کې د نورو قومو ځینې تنګ نظران او متعصبین د خپل خپګان دلیل دا راوړي چې ممکن د افغانستان د راتلوونکي سیاسي– ادارې اقتدار د رسۍ سر به د دوی لاس ته ور شي خو موږ تل د خپلې ثابتې شوې فورمولې له مخې ویلې چې، له یوه هراړخیز متوازن انکشاف پرته دا کار ممکن نه دی او دردوونکی مثال یې بیا هم همدا د دهمزنګ جنګي جنایت دی چې ویل کیږي د ننګرهار له کوټ ولسوالۍ څخه یو داعشي راغی او د روښنايي غورځنګ د پوهې، درک، تعقل، تفکر، عالی ولسواک فرهنګ، نظم و ډسپلین او بې مثاله همږغۍ روښانه څلي یې په خپلو او د دوی د ګډو وینو په سره سېلاب کې غرق کړل.
څلور– د رویټرز خبرې آژانس په وینا، په افغانستان کې یوه داعشي قومندان ابو عمر خراساني ویلي چې دوی به په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ د اسلامي دولت پر ضد د افغاني شیعه ګانو د جنګېدو په غبرګون کې افغاني هزاره ګان او د شیعه مذهب پېروان نور هم په نښه کوي، هماغسې لکه د اسد پر ۲– مه چې یې د کابل فضا د دوی د سپېڅلو وینو او معصومو غوښو په بوی و لړله.
د دې تروریستې اعلان پیام د سلیم عقل لپاره په آسانه د درک وړ دی چې دا بیا هم زموږ د فورمولې پر اساس، یوازې د افغانستان پر یوه قوم او یوه مذهب د یرغل و غوبل اراده نه، بلکې د غونډ هیواد او ټول ملت د لا تباهۍ زیګنال دی چې زموږ ټول خواخوږي وطنپرست سیاسي، مدني، فرهنګي او اجتماعي قوتونه یې باید په ملي مورال او ملي ځواک سره مقابلې ته ودریږي.
پنځه– د روښنایي حرکت په اډانه کې چې د ولسي شورا په نوم کوم سیاسي لوبغاړي را غونډ شوي ول نو هغوی د خپلمنځي اختلافاتو په اثر او د سنتي و نوي سیاسي قشر تر منځ د ټکر په پایله کې یوې کلي اجماع ته و نه شوای رسېدای؛ نیمو له حکومت سره پر مذاکره ټینګار وکړ او نیمیو هم پر مظاهره؛ هغوی چې مذاکرې ته ولاړل د مظاهرچیانو له خوا په پټو معاملو تورن شول او هغوی چې د مظاهرې لار په خوله ور کړه نو د دا نورو له خوا له پردیو استخباراتو سره په تړاو متهم شول؛ د دې ترخه حالت لوی درس دا دی چې نور باید د سیاسي مشرانو غولوونکو سلوګنو ته ډېر جدي متوجه اوسو او نور نو د دوی د بېلتونپالونکو شعارو په زمزمو خطا نه وځو ځکه دوی یووار بیا ثابته کړه چې دوی د خپلو نجسو شخصي ګټو او سیاسي اقتدار لپاره په رنګارنګ درواغو سره خپل ولسونه احساساتي او د دهمزنګ غوندې یې د مرګ د بلا په خوله ور کولای شي او خپله یې هیڅ بلا هم نه وهي.
شپږ– دا د سم شعور خبره ده چې نوی هزاره نسل نور د قومي ټېکه دارانو پر مخ د نفې او نفرت ناړې ور توکي خو دوی باید د سیاسي لوبې قاعده هم ور سره بدله کړي او د هغوی غوندې قومي میتودونه و نه کاروي ځکه که دې سیاسي روش مثبته نتیجه لرلای نو بیا بدلون ته اړتیا نه وه او دا خو د دوی پر ناکامه طریقه سنتي حرکت وو چې د دومره لویې انساني فاجعې بلا وخوړو؛ که له دا ډول راتلونکو ممکنه ناورینو څخه د ژغورنې مدني هیله لرو نو باید نور له دا اتنیکي، سیمییزو، مذهبي او ژبنیو لاکونو څخه را ووځو او د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، په ملي سیاسي سیسټمو کې سره هماهنګ و منسجم شو چې بیا د هیڅ دیو و دد توان را باندې بر نه شي، بیا یې نو د هر داعش و هر ترهګر لاس د مهدي تر کوره خلاص.
پایله:
د هر ملي بحران د ختم یوازنۍ لار ملي اراده ده.
خپله فردي و قومي نېکمرغې باید په ټولنیزه و ملي ښېرازې کې ولټوو.
که د افغانستان په یوه ډېر لیري او محدود کلي کې، یو تر ټولو کوشنی اتنیکي– مذهبي اقلیت هم بحراني ژوند ولري نو د سراسر مملکت د ناآرامۍ لپاره کفایت کوي.
د تعصب او تبعیض په تېزابو کې، تر هر چا مخکې خپله د همدغې ناانساني و جاهلانه پدیدې عاملین سوځي او بیا به یې مزمن مرض نورو ته سرایت کوي.
تروریزم زموږ ټولو مشترک غلیم او په ګډه ملي همږغې سره یې بریالۍ مقابلې ته ور وتلای شو او له دې پرته به مو فرد– فرد، قوم– قوم، مذهب– مذهب او انتیک– انتیک د ذلت و عذاب ګرداب ته ور غورځوي.
د ملي– انساني محبت په هیله
سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۶ مه / پرلپسي ۸۸ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۶/ ۱۳۹۵