(چې نه وایم، له غمه یې وایم)
له نن څخه شپاړلس کاله مخکې ده بالاته تللی وم، له مارکو تر غنی خیلو لاره ډیره بده نه وه، خو غنی خیلو کې موټر نه پیدا کید، چې ده بالاته ولاړ شم. په ټوله ورځ کې یوه پخوانۍ لارۍ را پیدا شوه چې مخ په هغې خوا روانه وه، په هغې کې کیناستم، لارۍ هلته تله چې په غنی خیلو کې د بازار ورځې ته غنم، جوار، پسونه او وزې راوړي او په ښه ګټه یې وپلوري. هلته چې ورسیدم کلی ودان وو، ښایسته منظرې وې، له غره رڼې اوبه راورانې وې، هر کور یوه غوا، یو دوه پسونه، چرګان او مختصر د کوراسباب او د ژوند وسایل لرل، خلکو زموږ ډیر قدر وکړ، ډیر یې ونازولم، شړومبې، سابه، یخې اوبه، هرڅه وو. هغه ملګری مې ولیدل چې ډیره موده را څخه ورک و، سبا بیرته راستون شوم، څوارلس کاله مخکې مې بیا زړه و چې ورشم، خو چې غنی خیلو ته ورسیدم، خلکو را ته وویل چی تګ نه کیږي! حالات ښه نه دی. دا وخت تیلفونونه زیات شوی وو، هغه دوست ته می په تیلفون کې وویل چی غنی خیلو ته راشي، په سبا راورسید، په دې لږ وخت کې یې ویښتان ټول سپین شوی وو، څیره یې غمجنه وه، د پریشانی نښې یې څیره کې له ورایه ښکاریدې. ورڅځه و مې پوښتل ولی؟ خدای دی خیر کړی. هغه راته د ناامنی او لوټ – تالان کیسی وکړې ، ویل یی؛ نه مالداري پاتې ده او نه پټي او کروندو ته تلای شو، جومات هم راڅخه پاتی دی او وروسته تر مازیګر څخه تمبې اچوو او بهر نشو وتلای. اته کاله مخکی غنی خیلو ته هم تګ نه کید، زما هغه دوست مارکو ته راغلی و، یوه خپلوان سره یی د مجبوری شپې – ورځې تیرولی، اولادونه یې له تعلیم پاتې وو، ژوند یې ټول برباد شوی و. شپږکاله مخکې یې راته وویل چی ده بالا کی د ژوند هیڅ نښه نده پاتی، کروندی سپیرې، کورونه تش او لارې- ګودرونه کنډر او ونې وچې شوی دی، ډیر خواشینی شوم. یو شمیر خلکو ویل حالات نور هم خرابیږی، موږ یی وویرولو زړه مو وه چی پوهنتون کې دنده پریږدو دسر دسلامتی په خاطر کوم بل ځای ولاړ شو. حیران یم چې د ده بالا ځوانان کومه راتلوونکي لري او که نه؟
***
له نن څخه پنځلس کاله مخکې ده بالی ته تللی وم، یو د ترویج ورکشاپ او عملي کار و، خو ده بالی ډیره ورانه او ویجاړه وه، لارې کنډې- کپرې وې، کروندې شاړې وې، ډیر لږ کورونه وو، دخلکو ژوند ته ډیر خپه شوم. له نن څخه دیارلس کاله مخکې کله چی بیا ده بالی ته ولاړم، لږ وړاندی د نساجی پخوانی فابریکه کې پوهنتون شروع شوی و، د دبالی ځوانان لُکسو دریشیو کیې ورروان وو، سړکونه ټول پاخه شوی وو. له نن څخه لس کاله مخکی د دغه پوهنتون دعلمی مرستیال دوکتور ن.ش. لیدو ته له دبالی څخه یو څه وړاندی د پوهنتون انګړ ته ورغلم. ډاکټر صیب لوکسه دریشي په غاړه مخې ته راووت، کیناستو ، چای یې راوغوښت زما یې ډیر درناوی وکړ، قسم یې راکړ چی دغه نو ی جوړ شوی پوهنتون ته ورشم چې لوړ رتبه استاد ته کلک ضرورت لري، د یوه پوهنځی رئیس به شم، کور به راکړی او د میوو او نورو نعمتونو پریمانی خو د یادولو نه ده، زړه نا زړه مې یو درخواست ورکړ فوراً یی موافقه پکې وښوده او ویې ویل چی دکارونو خلاصون دی پرما، خو زه زړه نازړه وم، ماویل دا نوی ایجاد شوی پوهنتون به پرمختګ وکړی او که نه؟ له نن څخه شپږ کاله مخکې بیا ده بالی ته ولاړم چې له پوهنتون څخه رسمی کتنه وکړم او یو راپور یې جوړ کړم. ده بالی هغه پخوانی ده بالی نه و، بریښنا، بازارونه، ښوونځی ، د هرې څانګې کورسونه، هغه نجونی او زلمیان چې ټولو لیپټاپونه لرل او د ساینسی مضامینواو انګلیسی ژبی کوروسونه یی تر ماښامه لوستل او ماښام به تر ډیرو لری سیمو خپلو کورنو ته تلل. ډاکټر صیب ن. ش. خپل شخصی موټر اخیستی و، هلته یې یو نوی کور چې مخی ته یې شنه باغچه او میوه لرونکی بوټي وو جوړ کړی و، دفتر کی یې کیناستم، د پوهتون علمی مرستیال و، خو ما چې ورته کتل داسې می انګیرله چې ده بالی کې څه چې بیخی افغانستان کی نه یم، بلکې د آلمان د رور- بوخم یا دپوتسدام هغه پوهنتون کې یم چی یوه دوره می پکی لوست کړی و، ډیر خوښ شوم، دې خلکو ته مې صد آفرین وویل. د دغه پوهنتون میلمه وم . د شپې یې هغه میلمستون کې ځای راکړی و چې پخوا یی شرکت ورته ویل. هر سهار به د استادانو، مامورینو، نجونو او هلکانو محصلانو یوه لویه ډله د ده بالی له سړک څحه د پوهنتون په لوری روانه وه. ارمان راغی چی کاشکی پنځلس کاله مخکې مې د معاون صیب خبره منلی وای اوس بی می هم کور درلود، هم به می قدر او عزت و او هم به می صحت ښه و، پوروړی به هم نه وم، او تر ټولو مهم دا چې آبرومند علمی کار به می کاو او پایله به یې د وطن په ګټه وه. په هرترتیب، کارونه مې خلاص کړل ، مرکز ته راغلم، خو د ده بالی په پرمختګ ډیر زیات خوښ وم، آفرین د دوی په همت. همدا وخت دبالا رایاده شوه او د فیلسوف الفت یوه لیکنه را یاده شوه چې لیکلی یې و:
… د یوې چینې اوبه دي څوک یې په کنډولی، څوک یې لپه او څوک یې د سروزرو جام کې څښي…
***
د ده بالا او ده بالی په دې پاراډوکس او معما مې سر ګیچ دی، د یوه وطن خلک، دیوه غیرتی ټبر اولادونه دی، نیم یو ډول ، نیم بل ډول. په نومونو کې د دواړو توپیر په یو الف او (ی) کی دی، خو ژوند کې یې ډیر فرق دی.
د یوې چینې اوبه دی، څوک یی … او څوک یې …