تاند- د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی تاند ته وویل چې څو شېبې مخکې د دواړو کاندیدانو ترمنځ اختلاف حل شو او موافقې ته لار اواره شوه.

ده په دې شرط چې نوم به یې تاند نه خپروي، وویل چې د شپې ناوخته ټول اختلافي مسایل سل په سلو کې حل شول او دواړو خواوو پر واک وېش سلا وکړه.

د ښاغلي غني د ټیم دغه غړي د تاند له اصرار سره سره ونه ویل چې د انتخاباتو د پایلو د اعلان په اړه دواړو خواوو څه ډول پرېکړه کړې ده. تر دې مخکې عبدالله عبدالله په دې ټینګار کاوه چې د انتخاباتو پایلې دې پټې وساتل شي او د ملي وحدت د حکومت معیار او اساس دې د انتخاباتو پایلې نه وي.

په همدې حال کې د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي هم تایید کړه چې دواړه کاندیدان نهايي موافقې ته رسېدلي دي.

ښاغلي فیضي لوېدیځو رسنیو ته وویل چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ موافقه نهايي شوې ده.

ښاغلي فیضي وویل چې موافقه به د یکشنبې په ورځ رسماً لاسلیک شي.

ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو پایلې هم د یکشنبې په ورځ اعلان شي.

د عبدالله عبدالله ویندویانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي خو ګڼو رسنیو هحه کړې چې د عبدالله له ویندویانو سره تماس ونیسي مګر هغوی د چا ټېلفون ته ځواب نه وايي.

3 thoughts on “دواړه کاندیدان نهايي موافقې ته ورسېدل”
  1. د عبدالله ملګری به تر سبا پوری خوب وینی او که کوم بل ډول خوب یی لیدلی وو او ملا معنوی د هغه تعبیر بل ډول ورکړ نو بیا به سبا ته بل څه دوړوی. تر سبا پوری ډیری خبری جوړولای شی.

  2. سلام دوستانو !
    د اشرف غنی په تدبیر باندی تر داوخته پوری باور کول په کار دی ، ډیر داسی مساییل دی چی زمونږ فکر ورنه عاجز دی. مونږ باید دده په فکر باندی بی باوره نه شو باید انتظار وکړو چی وړاندی څه پیشیږی. وار له مخکی نه باید قضاوت ونشی !!!!!

  3. خدای دې داودخان او محمد ظاهرشاه وبخښې ګران هیواد افغانیستان هغوی څنګه ښه سا تلی وو. ریشتیا یې ویلې دې (دپلار ګټلې زوی ته اسان ده)خدای دی عبدالله عبدالله ، اشرف غنې ، ګلبدین ، کرزی ، محقق ، فضل الرحمان اوریا اونور ژوندې خا ینین دتره کې ، امین ، کارمل ، نجیب ګا و او ربا نې په شان ورک اووشرموې. زموږهیواد اواولس دغه تیر (۳۶) کاله دغو خاینانو وکړا وه او ویې شرموی. او الله دې دې تره کې او امین په قیا مت کې دفر عون ، نمرود اوشداد سره يو ځا ی کړې ځکه وټولې تبا هې او بر با دی ته ددوی تورې او کرغیړنې کودوتا لا ره هوا ره کړیده.
    زما په اند دا حکومت او دهغه دچلیدلو وخت به ډیر لند وې خو دغه لو ی خا ین عبداالله عبدالله او دده خاینه ډله دې خدای تبا ه کړې. زه بیریږم چې تر دې وروسته به ګران هیواد کښې هر نا کام کاندید دعبداله په شان واک اوپه واک کې شرکت په زور او بد معا شې غواړې.

  4. الله پاک دی په دی مظلوم ولس ورحمیږی، اشرف غنی ته دا په کار نه وو چی زور یی نه رسیده بیا دی ټول حکومت همدی غلو ته به خوشی کړی وو خو په دی کار سره اشرف غنی خپل حیثیت او لاس ته راغلی اعتبار له ټول افغان ولس سره له لاسه ورکړ، ځکه دی هم د قدرت پر سر معامله وکړه، اوس هم دی که چیری داسی وکړی چی د حکومت د اعلانیدو وروسته هم استعفا وکړی او یو کنفرانس جوړ کړی دا ټولی ناخوالی او چنلنجونو سره چی مخ وو بیان کړی دا به یی ډیر په ګټه وی ګنی که دا په دی تمه وی چی له دی خلکو سره حساب او کتاب کوی یا هم حکومت به ددی په حکم چلیږی هسی ځآن غولول او ولس فریبی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *