تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی وايي، امریکا او طالبان په افغانستان کې د سولې لپاره پر بېلابېلو مهمو مسلو په اصولو کې موافقې ته رسېدلي چې کېدای شي د افغانستان اوږده جګړه پای ته ورسوي.
جېمز دوبینز وايي، دا جوړجاړی له دې کبله چې خبرې اترې کېدای شي امېدواروونکې نخښه ده خو دا پروسه ځینې لوی خنډونه هم لري.
دوبینز زیاتوي:
«لومړی ایا طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې کوي او د خبرو ترڅنګ جګړه دروي؟
«دوهم، ایا د افغانستان له حکومت سره په خبرو کې د افغانستان په حکومتولۍ کې د ځینو نویو بدلونونو پر سر موافقې ته رسېږي.
او درېم، ایا دا موافقه به عملي شي. زه فکر نه کوم چې د امریکا متحد ایالتونه تر هغو له افغانستانه ووځي چې دا ټول عملي او بشپړ شوي نه وي.»
ډوبینز پخوا په اروپايي اتحادیه کې د امریکا سفیر و اوس د رانډ تحقیقاتي موسسې د دیپلوماسۍ او امنیت د څانګې غړی دی.
دی د بارک اوباما د ولسمشرۍ په موده کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی و.
دوبینز وايي«موږ په ۲۰۱۰ م کال له طالبانو سره خبرې پیل کړې و خو هغه خبرې مقطعي وې. تر ډېره د دې لپاره چې موږ ټینګار کاوه چې طالبان باید د افغانستان له حکومت سره هم وږغېږي او دوی به پر له پسې له دې ډډه کوله. نو که اوس هم دوی د افغانستان له حکومت سره له خبرو انکار ته دوام ورکړي موافقه به هیڅ نتیجه ونه لري.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي چې په اصولو کې له طالبانو سره د سولې د موافقې پر چوکاټ جوړجاړی شوی دی خو لا هم کار ته اړتیا لري. د دې موافقې پر اساس به طالبان ضمانت ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه به نړیوال تروریستان د نورو هیوادونو پر ضد کار نه اخلي.