په دې ورځو کې د دوبۍ بازار ډېر ګرم دی، یو داچې دوبۍ ستر سوداګریز ښار دی او بل دا چې؛ پدې ورځو کې د سیاسي معاملاتو لپاره هم دغه ښار د اسیایي او اروپایي استازو سربېره د طالب استازو د تګ راتګ په دوه طرفه جاده بدل شوی دی.
د ګڼو هېوادونو ډېر کارو باریان هلته په کار مصروف دي، زموږ د هېواد اکثره ځوانان هم دا ښار ډیر خوښوي او په ځانګړي ډول هغه ځوانان چې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي ددې ښار د نندارې سخت شوقیان دي.
خو له هغوی یې مه اورﺉ، چې له نېږدې یې دوبۍ لیدلې او په هغه مصداق چې وایي، د ډول غږ له لرې خوند کوي، دوی هم نورو ته له لېرې د کیسو ډکې کڅوړې لري، خو د سیاسي رازونو کیسې نه، په کوم چې نن موږ او تاسو بحث لرو.
د افغان کشالې د سیاسي حل لپاره ددې ښار ښاپېرۍ په ټولو ناستې دي او هر نیکټایي او لونګۍ پوش یې د لیدو ورځې ته شېبې شمېري.
یو شمیرافغان سوادګرو پدې ښار کې ښې ډېرې پانګونې هم کړې دي او له افغانستانه اېستې سرمایه یې په دوبۍ کې راټوله کړې ده.
که د دغو پانګونو نیمه برخه یې په افغانستان کې شوې وای، نو نن به د بیکارۍ د سطحې په راکمولو سربېره سولې ته هم یو ګام ورنېږدې کېدو ته چانس برابر شوی وای، ځکه نیم جنګیالي د یوې خیټې ډوډۍ جنګیالي دي.
هره ورځ په چوک د لسګونو ځوانانو ناهیلې ورځ په همدې پیلېږي، چې ماښام به کور ته څه یوړلی شي او کنه؟ خو مشران یې د ښاپېریو په ښار کې د عربو جیبونو ورډکولو ته ملاوې پخپل خړ څادر تړلې دي.
د تجارت دا خوندونه چې زموږ مشرانو لیدلي، نو اوس یې زړونه تخنېږي، چې د سولې بازار هم باید د ښاپېریو په همدې ښار کې وغوړل شوي، ځکه یې ملا صیب هم منلو ته ډېر سر خوځوي.
په واقعي چې د ښاپېریو پدې ښار کې دا کشش شته چې په ځوانانو سربېره یې اوس زاړه هم ځان لور ته ورکش کړي دي او هغه لنډۍ چې پېغلې یې زمزمه کوي، اوس یې ډېرې کړشوپې خولې هم د زمزمه کولو پېښو ته شروع کړې ده.
دوبۍ ته لاړ شه درهم راوړه
په افغانیو مې پلار کله درکوینه
سږ د نورو کلونو په پرتله د دوبۍ، قطر او نورو عربي هېوادونو نوم سخت ګرم دی. عرب شیخانو هم د غوړه مالۍ نخرې ندي هېرې کړې، ځکه ډالر مړ هم را ژوندی کوي.
هغسې چې افغانستان ته جګړه له بهره را وارده شوې، نو د سولې د را واردولو هڅې هم روانې دي، خو هېڅ کومه نتیجه نه ورکوي.
واردېدونکې سوله په یوې پروژې بدله شوې ده، د سولې عالي شورا پکې خپل پروپوزلونه لیکي، عرب شیخان یې له درکه خپلې خیټې پړسوي او مخ پټي سوله چیان پکې د خپلو خوبونو تعبیر ویني.
خو جګړه چې په افغانستان کې ده، نو سوله ولې باید په بهر کې وي؟ دواړه لوري که د جګړې د درولو تصمیم لري، نو حد اقل افغانانو ته خو یې باید څرکونه وښیي، چې په اساس یې روانه جګړه که لږ څه هم له شدت وغورځي، د خیر اقدام به وي.
جنګ په افغانستان کې دی، سوله هم باید په کور دننه ترسره شي، بهر ته د سولې د بهیر کشول، پخپله بهرنیانو ته د لاسوهنې زمینه سازي کوي.
که د جنګ ټیکداران افغانان وي، نو تر خپل هېواد ورته بل د امن ځای نشته او که د پردیو مزدوران او غلامان وي، په دوبۍ او قطر کې چکر وهي، نو بیا له دې سولې هم کومه تمه نده په کار.
دواړو خواوو ته د سولې د شرایطو برابرو په لړ کې باید لومړی، خو حد اقل باید د افغانستان په یوه حوزه کې جګړه مهار شوې وای، د تور لست خبره یو طرفه شوې وای او ځینې ابتدایي تضمینونه رامنځته شوي وای.
د کاونډیانو له اخلاصه هم هومره تمه نشي کېدای، څومره یې چې دوی تمثیل کوي او څومره چې افغان حکومت ورته اړتیا ښیي. هله به د حکومت فشار ځای ولري چې د ګاونډیانو پرضد په متقابل فشار غور وشي.
بهرنیان هم د خپلو ګټو پلویان دي. دوی په روان وضعیت کې خپلې ګټې لري او له ګاونډیو سره د افغانستان په پرتله ښې اړیکي لري. پدې حقیقت افغان حکومت هم پوهېدلی دی.
سوله نه شوق دی او نه کومه پرژوه، بلکې د افغان ولس لپاره یو شدید مجبوریت دی چې نه په روان ډول د ښاپیریو په ښار کې یو طرفه کېدای شي او نه یې راتلو ته معیار ږیره، نیکټایي او لونګۍ کېدلای شي.
چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شي
باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي