تاند: دوحه راروانه اوونۍ د قطر او المان په ګډ کوربه توب د سولې په تړاو د یوې ګونګې بین الافغاني ناستې کوربه ده.
په قطر کې د طالبانو سیاسي ویاند سهېل شاهین وايي، د یکشنبې او دوشنبې د ورځې په دې غونډه کې نږدې ۶۰ کسان ګډون کوي چې هر یو ګډونوال به یې یوازې د خپل ځان استازی وي.
د سهېل شاهین اشاره دې ته وه چې ګواکې د حکومت استازیتوب دا وار هم ورته په غونډه کې د منلو نه دی.
بلخوا د هغو دېرشو کسانو احتمالي لیست هم تاند ته رسېدلی چې دغې غونډې ته بلل شوي دي.
ډاکټر مهدي، مولوي عطاالرحمن سلیم، فوزیه کوفي، زهرا نادري، معصومه خاوري، هادي رفیعي، انارکلي هنریار، حبیبه سرابي، غیرت بهیر، لطف الله نجفي زاده، باتور دوستم، مولوي قرلق، نادر نادري، شاه ګل رضايي، متین بیک، زینب مؤحد، حامد ګېلاني، رنګین دادفر سپنتا، علي احمد جلالي، عبدالستار سیرت، روستار تره کی، قاضي حسن حقیار، حاجي دین محمد، قربان علي فصیحي، شهرزاد اکبر، عمر زاخېلوال، صفیه صدیقي، حکمت خلیل کرزی او صالح محمد سلجوقي هغه کسان دي چې دې غونډه کې به له کابله احتمالي ګډون وکړي، خو لا د حکومتي پلاوي په اړه څه نه دي ویل شوي.
افغان حکومت یوازې دومره ویلي، د قطر غونډه کې دوی نقش نه لري او څوک چې چارواکی هم وي غونډې ته په شخصي دریځ ورتللی شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب ویاند سهیل شاهین له افغاني اړخ اخوا ته له امریکا سره د سولې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.
نوموړی وايي، ټاکل شوې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه د رسنیو او نړیوالو شاهدانو په حضور کې لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *