داستا اولسن په باور په افغانستان كې تر نولسمې پيړۍ پورې پښتنولي ددولت ايديولوژيك بنسټ جوړولو. خو دا د دې معنا نه لري چې د پښتنولۍ كود يا كدكس دټولنې ايديولوژيك لار ښود و. د نوموړي په باور سره افغان ټولنه يوه غير متجانس او ويشل شوې ده ، نو له دې كبله اسلام له دى دريځ څخه دكلونو را په دې خوا يو منل شوى او د ټولو له پاره د وحدت اويووالي فكتور پاتې شوى دى. دا ځكه چې اسلام نه يواځې د ټولنې دحقوقي اواخلاقي اصولو بنسټ جوړوي چې دقبيلوي قوانينو اودودونو ورسره ځان عياركړى دى. په واقعيت كې په افغانستان كې د ټولنو ټوله ښوونه اوروزنه دپيړيو په دوران كې يوازې په مذهب پورې تړلې وه. په نتيجه كې هر تعليم يافته په مذهبي علومو كې روزل كيدلو اوعامه دولتي دفاترو هم دغه ډول كسانو ته اړه درلوده. دغه اشخاصو پوره زيات نفوذ هم درلود. د ښوونې اوروزنې شريعت ، ادارې ، عدالت اوپه عامه اخلاقو نظارت ددوى په اوږو بار و. يا په بل عبارت ، مذهبي مشران د قبايلي اومحلي شخصيتونو څخه اوچت اودلارښوونې اصلي كړۍ و ې.
پردې سربېره دې كې شك نشته چې په افغانستان كې د عنعنوي دولت له جوړيدو راهيسې دامير عبدالرحمان تر دورې پورې قوميت اودپښتنو قبيلوي جوړښت ډير پياوړى اوحاكم و اومذهبي مشرانو ددې جوړښت په پردو اوبوده تنسته كې ځاى نيولى و. خوله بلې خوا دافغانستان زياتره واكمنان ان احمد شاه دراني د مشهورو متصوفينو اوعارفانو لاس نيوى كولو اوله هغوۍ يې دوعا وې اخيستلې. لكه ميافقير الله جلال ابادي شكار پوري، چې داوسنيو مجدديانو نيكه اواسلافو له جملې و يا دڅمكنو مياعمر صاحب ، يا صابر شاه ملنگ، خو دغو كسانو هيڅكله په دولتي اوسياسي چارو كې نيغ په نيغه ونډه نه اخيستله.
دلومړي وار له پاره دانگليس داستعمار راننوتل اودهيواد اشغال ددې سبب شو چې دمقدسې جگړې (جهاد) مفكوره قوت واخلي اومطرح شي. دې مفكوري د روحانيت او مذهب موسسې ته ټكان وركړ، مشهورو مذهبي مشرانو اودتصوفي طريقو لارښوونكو لكه مجدديه اوگيلانيه يا قادريه فرقو پيروانو اونورو روحانيونو داولسي پاڅونونو مشرتوب ترلاسه كړ، په دې لړ كې ځينې ملايان هم دې بهير كې را داخل شول اودمذهبې لارښوونكو په نوم يې داولسونو په مشرتابه كې دپښې ايښودلو ځاى پيدا كړ. له بلې خوا په دغه ټولنيز بهير كې چې قبايلي اوقومي جوړښت يې درلود روحانيونو د مذهبي واك په خوا كې سياسي واك هم تر لاسه كړ.
په واقعيت كې بهرني اشغال اوفشار داولسونو ديووالي اوگډ پاڅون سبب شو چې لار ښوده جنډه يې نه خو دقوم دمشر بلكې روحاني په لاس كې واخيستله نو له بلې خوا لويديځ ښكيلاكگر ددې واقعيت په ارزښت اواهميت پوه شول اوتل په دې هڅه كې ول چې څرنگه داستعمار دخدمت له پاره دداسې بديل په تشكل اوجوړښت باندې لاس پوري كړي اوديوه ظرفيت په توگه يي تل په پام كې وساتي.
دشلمې پيړۍ په سر كې دافغانستان دسياسي خپلواكۍ گټل، په ټولنيز اوكلتوري لحاظ يوه مهمه يا دپام وړ ټكى دى ؛ په دې معنا چې سياسي حاكميت ددوديز والو سره په ټكر اوتصادم كې واقع كيږي. دولت يا ځوان اماني دولت دنړۍدجارې بهير سره په موازاتو كې نوى لاره نيسې، يعنې دترقۍ، پرمختگ اونوى فرهنگ دجذب اودنوى قشر دايجاد له پاره دټولو عصري امكاناتو دپه كار اچولو لاره پر مخ كې نيسي، كومه چې دسياسي اواقتصادي استقلال داستحكام له پاره اړينه وه. خو دوديزوالو اوهغه اقشارو چې خپلو گټو ته يې دنويو امكاناتو په ايجاد سره خطر احساسولو، دمخالفت په لټه كې شول.
اماني دولت چې دځوانو روښانفكرانو نفوذ په كې زيات و، اوپه خپله پادشاه په ډيرۍ چټكې اوشتاب سره غوښتل چې هيواد دترقۍ اوپر مختگ په لاره ورسم كړي دهغه پلانونه ځاى ځاى له خنډ سره مخامخ شول.
وارتان گريگوريان ليكي:
(( ملايان ديو صنف يا طبقې په توگه له امان ا لله خان څخه پردي ول. اكثرا له پيل څخه د۱۹۱۹ كال راهيسې ملايان دهغه دزياتو اقداماتو سره مخالف ول چې عمده مسايل يې دښځو ازادي اوهغو ته قانوني اوټولنيزو حقوق وركولو څخه عبارت و. امان الله خان قصد درلود چې دښځو اونجونو له پاره عامه زده كړه اوحقوق خوندي اوتسجيل كړي اوښځي وكولاى شي چې په عام محضر كې څرگندې شي. په خاص ډول چې مذهبي عناصرو ته داخبره دمنلو وړ نه وه. ان تر دې چې كله امير غوښتل چې ښځې دې حق ولري چې خپل ويښتان دفيشن له پاره قيچې يا لنډ كړي نو دا دشرم اوننگ خبره وگڼل شوه. اكثرا ملايانو ته امير لارښوونه وكړه اوځينې وختونه يې امر وكړ چې افغان نارينه دې ځانونه دلويديځ له لباس سره عيار كړي ٠ ٠٠٠٠٠٠پر دې سربيره امان الله داسې اقدامات وكړل چې په سيده توگه يې ملايان متاثره كړل. دمثال په توگه نوموړي ملايان په سخت دريځه ديوبندي اسلامي مدرسه كې چې په هند كې يې موقعيت درلود، له زده كړې منع كړل، اودا حق يې ورته لغوه كړ او همدارنگه يې په منځنۍ اسيا كې دروزل شويو ملايانو په دندو گمارلو هم بنديز ولگولو.[1]
نوموړي دخپل پلار لاره تعقيب كړه چې دوقف اودروزني اساسي چارې تر كنترول لاندې راولي اودغه راز يې دسبسايدي كولو لگښتونه هم را لږكړل.
همدارنگه امان الله خان هڅه وكړه چې دښووني اوروزنې په برخه كې دملايانو واك را لږ كړي.
( استا اولسن )هم په دې باور دى چې امان الله خان دقدرت په لومړيو وختونو كې دمذهبي مشرانو دپراخ ملاتړ څخه برخورداره و چې سبب يې دنوموړي څرگند ((پان اسلاميستي)) اوبرتانوي ضد سياست و چې دافغانستان دټولو ختيزو سيمو دپيروانو له ملاتړ نه برخمن و. په شرقي پيروانو كې دهډې صيب پيروانو كلك ملاتړ كولو، شاه امان الله دفضل محمد حضرت شوربازار شمس المشايخ سره نږدې اړيكې درلودلي، نوموړي ددواړو ورونو سره يعنې دمجددې كورنۍ په افغانستان كې دزيات نفوذ څخه برخمنه كړه.
داسې ټاكل شوي وه چې دشاه امان الله پر ضدد لومړنى اغتشاش علايم اود اصلاحاتو دسياست پر ضد اقدامات په ۱۹۲۳ كال كې دجشن په موقع په جلال ا باد كې را منځ ته شول. تقريبا ۸۰۰ تنه افريدي ، مهمند ، شينوار، خوگياڼي، غلجي اودننگرهار وزير را بلل شوي وو چې په هغو كې ستر مذهبي شخصيتونه لكه دترنگزو حاجي صيب ، دچكنور ملا صيب داسلام پور پاچا صيب ملا سيد اكبر اومير جلال په كې شامل ول. پادشاه رابلل شويو ته نظامنامه واوروله اوحاضرينو ته يې دخپلو راتلونكو سياستونو په باب معلومات وركړل. دچهارباغ حضرت صيب ورور دمعلوماتو دتر لاسه كولو وروسته دا نظر وړاندې كړ چې دغه نظامنامه داسلامي تعليماتو مخالفه ده · اعتراض ممكن په دې خبره و چې په نوي تعليمي سيستم كې غير مذهبي مضامين شامل و اوغير روحاني جنبه يې درلوده· يعنې دمعاصرو علومو مبادي وه چې دهيواد دتكنولوژيكي ودې له پاره ډير اړين ول دا پروگرام ددې سبب كيدلو چې په تعليم وتربيه باندې حاكم مذهبي انحصار كمزورى يا له منځه يوسي. خو تر هغه ځايه چې په قباېلو پوري مربوط و دهغو خفگان زياته مادي جنبه درلوده. په دې معنا چې افريدو اومومند مشرانوزياتره دمعاش دكمښت له امله چې پخوانې امير به زياتې پيسې وركولي ناراضه و. دې خبرو اترو دشاه د ريفورم په سياست باندې ناوړه اغيزه وكړه. په كال ۱۹۲۴ كې كله چې دخوست پاڅون وشو. اوبيا دلويي جرگې غونډه وه شاه چمتو وو چې په نظامنامه كې بدلون راولي، اودا بدلون څرگند شو. همدارنگه داچې په اساسي قانون كې لويي جرگې ته دقانونگذارې مرجع په توگه اشاره ونه شوه نو دخوست دپاڅون له امله په دې برخه كې دشاه توافق حاصل شو چې ومني چې په اساسي قانون كې تعديلات دلويي جرگې كار دى. اوپه دې ډول دلويي جرگې دريځ اوموقف تاييد شو.[2]()
د پاڅونونو پيلامه اوعوامل:
او د خپلواكۍ او ترقۍ پر ضد قدامات :
امان الله خان د ۱۹۲۸ كال دلويي جرگې دپريكړو نه وروسته په خپله وينا كې وويل: دسږكال جرگه دتيرو كلونو له جرگو ښه ده ، ځكه چې ډيرې گټورې مسالي په كې حل شوې. دا د دې له كبله چې نماينده گان په سيده توگه دخلكو له خوا ټاكل شوي وو، شيخانو، ملا يانو اوخانانو ونه شول كولاى چې له دې سره څه وكړي.))[3]
داخبره ددې معنا هم لري اولكه چې څرگنده ده چې دوخت مشر ددوديزوالو سره په سخته ربړه اوستونزه كې ښكيل و. خو په دې جرگه كې دقانوني لارې په دې بريالى شو اوپه ۱۹۲۴ كال كې دلوې جرگې په پريكړو يې غور وكړ اودجزا اوڅارنې قانون باندې بيا كتنه وكړي.
همدارنگه په دې موقع جرگې هغه مقرره پاس كړه چې دجوماتونو دندې په كې مشخصې شوې وې چې مخكې له دې چې هر څوك هلته دامامت دنده ترسره كوي اويا دښوونكي اومبلغ په توگه دنده تر سره كړي ازموينه تر سره كړي. همدارنگه جرگې هغه لايحه چې دهندوستان څخه دراتلونكو ملايانو په داخليدو باندې دبنديز لگيدلو لايحه وه، هم تصويب كړه.
)) داكتوبر په نيمايي كې شاه امان الله خان خپلو اهدافو ته درسيدو نيت وكړ· هغه لا تر مخه دځوانو كادرونو څخه يوه كابينه جوړه كړې وه كومه چې هيله يي درلوده دهغه دبدلون راوستونكو سمونو څخه ملاتړكوي · بې صبري اوراديكاليزم دهغه په سياسې تگ لاره حاكم ول، اودلوړ رتبه چارواكو چاپلوسي، بهرنيو مشاورانو دغه توند گړندي توب ته هڅولو.دڅلورو لكچرونو يوې لړۍ چې په قصر ستور كې هغه وړاندې كړه دحكومت له پاره يې دنوې دورې دعمل لاره وگرځوله. په دې څلورو لكچرونو كې امان الله خان ځان ديو انقلابي پادشاه په توگه ونومولو اوداصلاحاتو دبرې له پاره يې اعلان وكړ . په جبرې توگه يې اروپايي دريشې اوخولۍ اغوستل په كابل كې رواج كړ ل. همدارنگه دبصرې هنر اوموزيك د ښوونځى پراختيا اوودې ته يې پاملرنه راواړوله . داستقلال اوريفورم په نوم گوند ديو واحد گوند جوړول ( فرقه اى استقلال وتجدد ) نوميده په دې موخه چې سياسي پرمختگونو ته سرعت وركړي، پريكړه وكړه ٠ دزده كوونكو په منځ كې دبې وخته واده كولو دمسالي الغا اوحد اقل دهلكانو له پاره ۲۲ كلني اودنجونو له پاره ۱۸ كلني عمر دواده عمر و ټاكل شو. دجمعې د ورځې پر ځاى دپنجشنبې دورځې رخصتي اعلان كړه چې خلك وكولاى شي شخصي مسايل دپنجشنې په ورځ تر سره كړي اودجمعې په ورځ دجمعې دلمانځه له پاره چمتو وي. تر يوولسو كالو عمر پورې دنجونو اوهلكانو له پاره دگډې زده كړې اجباري كول اعلان كړل چې دجلا ښوونځيو دجوړولود لگښت مخنيوي وكړي . ددولت دچارواكو له پاره يې د څو ښځو درلودلو باندې ممانعت اعلان كړ. دكورنې سپما ښوونځي جوړول ( مكتب راضيه ) دقابله وو له پاره ښوونځي، د ښځو روغتون او په ولاياتو كې په اروپايي ژبو دليسو پراختيا، برسيره پر دې نوموړې وړانديز وكړ چې لكه په نورو هيوادونو كې چې دي نوى محكمه به يو شان قضايي سيستم ولري، هغه اعلان وكړ چې اوسني قاضيان دمسايلو دحل له پاره مناسب نه دي اودهغو دروزنې له پاره يې دنوي ښوونځي دپرانيستلو اعلان وكړ.))[4]
د اصلاحاتو په وړاندې سخت عكس العمل:
دخوست پاڅون اودحضراتو نقش:
داتحاد مشرقي په مجله كې دخوست پاڅون چې د۱۹۲۴ كال دجون د۲۶ نيټې په گڼه كې راغلي په دې ډول تشريح شوی دى.
((ددين اوملت دوښمنان خاينو عالمانو ته لكه ملا عبدالله اخندزاده خروټى چې په ملاى لنگ مشهور و اوملا عبدالرشيد له سهاكو ته بډې وركړې چې خلك دحكومت پر ضد را پاڅوي. ددوى غوښتنه داوه چې جزايي نظامنامه دجنوبي اعلى حكومت له لارې وزارت داخله ته تسليم كړې. بيا ملايان را وبلل شول چې ددوى په غوښتنو باندې دبحث له پاره كابل ته راشي خو هغوۍ ونه منله اوپه بدل كې يې منگلو اوځدراڼو قبايلو ته دحكومت پر ضد دپاڅون له پاره ورغلل. له دې وروسته سردار محمد ابراهيم خان باركزايي چې دشاه امان الله خان ماما و دحضرت صاحب اويو شمير علماوو سره دمسلي دحل له پاره اودشريعيت داحكامو دتوضيح له پاره گرديز ته ورغلل چې هغوۍ ملايان له خپلې ناسمې لاري راواړوي.له شريعت سره دنوي قانون تطبيق هغوۍ ته توضيح كړي. خبري اترې بي ځايه وې. قبايلو په تيرې كنډو كې په يوه شركت حمله وكړه. پاڅون پيل شودجنگ وزير دياغيانو پر ځايونو بمبارد وكړ اوعكس العمل يې وښود ·دحكومت دقدرت دنمايش نه وروسته . دقهرجنو قبايلو خانان اوملكان حاضر شول چې په قران سوگند وكړي اوله شريرانه اعمالو لاس واخلي. اعظم سيستاني داجيرو اومزدورو ملايانو په اړوند ليكي:
(( دخوست په گډوډۍ كې دحضرت شوربازار يو مريد دملا عبدالغني په نوم دسليمان خيلو قبايل را پاڅول اودملا عبدالله اوملا عبدالرشيد په خو اكې يې ودرول . دې دوه ملايانو په يوه لاس كې قران اوپه بل كې دجزا قانون واخيستو اودقومونو په منځ كې چې له بده مرغه له سواد نه محروم و چيغې وهلې، كوم يو مو قبول دى.؟ طبعا چې خلكو ويل قران! اوبيا يې خلك پاڅون ته رابلل. دجزا دقانون سربيره خلكو دا چې له هرې كورنۍ له هرو اتو تنو يو بايد عسكري خدمت ته ولاړ شي بل دليل و. دامير محمد يعقوب خان زوى چې عبدالكريم نوميده دسلطنت مدعي و له هند څخه پكتيا ته راغى او پاڅون شدت پيدا كړ اوان غزني لوگر اووردگو ته يې لمنه پراخه شوه. په غزني اودوردگو په شيخ اباد كې ملا عبدالاحد، ملا عبدالسبحان وردكي اوملا عبدالحليم چهار اسيابي اوملا نور علي كهنه فروش اوملا نعمت الله قادياني مركزي نقش درلود.[5]
خو هغو ملايانو چې دحكومت په نماينده گۍ يې له هغو سره خبري كولي لكه حضرت صاحبان اودموسهې صاحبزاده عبدالغفار خان څخه عبارت ول. په زړه پورې داده چې شاه امان الله كولی شول چې دشرقي سيمو دروحانيونو اوپيرانو په وسيله اومرسته چې انگليسي ضد اسلامي روحيه يې ډيره پياوړي وه اتكا وكړي. داسې رپوټونه موجود و چې حضرت په كابل كې دلومړيو استنطاق كوونكو څخه وو. خو نور رپوټونه وايي چې هغه دخبرو له پاره گرديز ته استول شوي و تر هغه چې نور المشايخ دشور بازار دحضرت په توگه وټاكل شو ښه مناسبات درلودل. دخبرو اترو عمومي شرح له ملا عبد الله سره دقاضي عبدالواسع چې ( دنظامنامي په تدوين كې يې ونډه درلوده .) خبرې جوتوي چې هغه څه چې دواړه يې سره جلا كړل دياغيانو لاندى غوښتنې وې ، چې حكومت ته دمنلو وړ نه وى.:
ملا عبدا لله دتعليمي ريفورم په اړوند غوښتل چې دهلكانو يو لږ شمير چې له خارجيانو سره سروكار لري بايد نوي تعليمات ( مذهبي تعليمات ) زده كړي. اودنجونو له پاره زده كړه بايد دلاندنيو شرايطو له مخې ترسره شي.
هغوۍ ته دقران تدريس وشي. اوكله چې دبلوغ سن ته ورسيږي ( دواده سن ۹ كاله يا حد اقل دبلوغ دوره ) بايد ښوونځي ته ولاړې نه شي ۔
دنجونو له پاره دمعلمينو حداقل عمر بايد ۱۸ كاله وي [6]۔۔۔
له بله پلوه هغه څه چې دحضراتو په اړوند دي بايد ووايو:
د۱۹۲۸ كال په فبروري كې حضرت فضل عمر مجددي ( نورالمشايخ ) ٬ هند ته تبعيد شو ، په دې دليل چې دامان الله خان پر ضد و. دجنوري په ۲۷ نيټه يو وار بيا دفبروري په ۹ دبريتانيا كمشنر سكات په بلوچستان كې دنورالمشايخ له خوا دافغان دولت پر ضد ديوې توطيي نه پرده پورته او رپوت وركړ. دحضرت له خوا په پتياله كې كانفرانس راغوښتل شوى وو چې دشاه په مشرۍ دتجدد پروگرام شنډ كړي. يو شمير ملايان چې له جنوب ولاياتو اوكندهار څخه تښتدلي وو هلته راټول شول. په دوى كې دملا محمد اكبر چې دكندهار يو قاضي و هم حاضر و. ملا عبدالرحيم موسى خيل، ملا كريم خروټى، اوملا دوست محمد كوم چې تر مخه په رپوټ كې څرگنده وه چې نوموړي به برتانوي كمشنر ته معلومات وركول. دوى داسې پلان پر مخ بوتلو چې په خوست كې پاڅون رهبرې كړي چې د لاس لاندې ملايانو اوقبايلي خانانو په وسيله دهيواد په جنوب اوشرقي ولاياتو كي دپاڅون لار ښوونه وكړي. ددغه رپوټ له مخې دځدرانو اومنگلو قبايلو مشران اوهمدارنگه ديو شمير دولتي چارواكو لكه دغزنې والي ، دشرقي ولايت والي، ددفاع وزير مرستيال ، دښووني اوروزنې وزير اودكندهار پخوانى والي ( سردار محمد عثمان مشهور مذهبي مشر ) چې اكثرا دنور المشايخ مريدان وو. محمد صادق مجددي چې په گل اغا مشهور و. دنور المشايخ ځوان ورور اودهغه وراره محمد ثنا معصوم ، چې په مياجان مشهور و ، په كابل كې ځمك لاندې يا پټ فعاليتونه سازماندهي كړل. دامير شير علي خان لمسيان محمد اكرم اومحمد اعظم لا دمخه دځاى ناستو په توگه ټاكل شوي و٠ خو نور المشايخ دا مفكوره رد كړه ٬ اوپه خالص مذهبي پاڅون يې ټينگار كولو. مخكې له دې چې پادشاه له اروپا څخه راستون شي دپاڅون له پاره دروژي دوه ړومبنۍ اونۍ پلان شولې. دوى په خپل برې ډاډمن و· هغه ډلې چې په مذهبي پاڅون يې تكيه كوله په كندهار اوپه ختيز اوجنوب ولايتونو كې وو· دوى له دې امله چې ملكه ثريا دخلكو په عام محضر كې په اروپا كې را څرگنده شوي وه اوبيا يې روسيي ته سفر كړى و، چې دايې د روس دليدلو نتيجه بلله. روحانيون يې ډارول اوتبليغ كيدلو چې پادشاه دبې دينه ماركسيستانو تر اغيز لاندې دى. دې ډلي داسې تبليغوله چې روس دافغان حكومت سره مرسته كوي اوپه راتلونكي كې به د ټول افغانستان دخلكو عقيده بدله كړي. د۱۹۲۸ كال دفبروري په ۲۱ په يو مكتوب كې سكات دې ته اشاره كوي چې دغه توطيه په كويټه كې دافغانستان دتجارتي نماينده له خوا ترمخه كشف شوې وه. نوموړي هغه پاڼې چې دافغانستان دملكې لوڅ عكسونه په كي چاپ شوي واخيستې او كابل ته یې جلا واستولې چې ډير ژر ورسيږي. دمارچ په نيمايي كې ديو رسمي اعتراض په تعقيب چې دافغان خارجه دفتر له خوا وشو، نورالمشايخ له ديره اسماعيل خان څخه بمبى ته تبعيد شو. ( د۳ فقري دفرنتير دامنيتي مقرراتو كوم چې په ۱۹۲۲ كال كې فعال شوى و. تصويب شوى و ٠ ۱۵۱- ۱۵۲ مخونه)
***
لكه چې تر مخه څرگنده شوه ٬ له ۱۹۲۸ كال دلوي جرگې څخه سملاسي وروسته كله چې نوي ريفورمونه اعلان شول دمجددې كورنۍ ددغه ريفورمونو په وړاندې مخالفت پيل كړ. اوپه همدې اساس محمد صديق اودهغه خوريي فضل الرحيم بنديان شول ۔ دادمجددې كورنۍ په وړاندې دشاه امان الله ددرناوي اويا ويرې دوام وو چې يوازې دوه تنه يې بنديان كړل ۔ په داسې حال كې چې قاضي عبدالرحمان چې له هغو سره يو ځاى و اعدام شو ۔ امان الله د۱۹۲۸ كال په جنوري كې دتبليغاتو دسړولو له پاره محمد صديق اوفضل الرحيم په دې هيله چې دغه دوه تنه دسقاو سره په خبرو كې منځگړيتوب وكړي ازاد كړل ۔ خو پيښې داسې چټكې پر مخ ولاړې چې دسقاو زوي كابل اشغال كړ ۔ اومحمد صديق دسقاو دزوې اوانگليس دسفارت تر منځ منځگړيتوب وكړ ۔ بچه سقاو يې قانع كړ چې دا ومني چې سردار عنايت الله دمخلوع پادشاه له كورنۍ سره دبرتانيي دشاهي ځواك په الوتكه كې له كابل نه خارج شي ۔
په عين حال كې فضل عمر په هندوستان كې دقبايلو په منځ كې په تبليغاتو پيل وكړ ۔ برتانويانو وويل فضل عمر په ۱۹۲۸ كال كې كله چې امان الله خان په سفر كې و كودتا كوله ۔ دديره اسماعيل خان ملك په يو پټ كنفرانس كې دحضرت ملاتړ وكړ ۔ اوبيا يې اعلان وكړ خو برتانويانو دپرتوكول له مخې نوموړى په ۱۹۲۸ له سرحد نه اخراج كړ ( لكه چې دمخه وويل شول ) ٬خوكله چې نارامي زياته شوه ٬ شاه امان الله ترې دعوت وكړ هغه امتناع وكړه ۔ دامان الله له ليري كيدو وروسته په ۱۹۲۹ مارچ كې فضل عمر وغوښتل چې دهند دناپييلي موقف مطابق هغه ته په خپل هيواد كې په مبارزه كې دگډون حق وركړي · هغه قبايلي سيمو ته ولاړ اوپه سليمان خيلو اوغلجيو كې يې تبليغات پيل كړل ۔
لنډيز اوپايله:
مدرنيزم اودوديزواله دروښانفكر اومشروطه غوښتونكو اوزړو مذهبي اودوديزو ځواكونو ترمنځ د ننگونو په وجود كې تبارز وكړ.
- دهيواد اقتصادي زيربنا نه وه موجوده نو له دې امله دمدرنيستو روښنفكرانو دپروگرامونو له پاره مادې شرايط ډير كمزوري ول.
- ټولنه په دوديز ډول دمذهبي عناصرو دسخت اغيز اويرغمل لاندي وه.
- ځينې مذهبي كورنۍ لكه حضراتو په سياسي چارو كې نفوذ پيدا كړى و. دوى دخپل نفوذ دساتلو له پاره دبهرنيو كړيو سره په تماس اوخدمت كې وې.
- دوديز ملايان هم دخپل نفوذ څخه برخمن ول. كوم چې په ډيره اسانۍ سره دخلكو داذهانو په مغشوشولو اودترقئ اوداستقلال ددوښمنانو دخدمت له پاره په اسانۍ استخدام كيدلاى شول.
- بهرنيو دوښمنانو اوداستقلال اوترقۍ دوښمنان هم دمذهبي عناصرو په رول باندې داوږدو مطالعاتو په ترڅ كې خبر ول.
- عامه ذهنيت هم دنويو بدلونونو ته چمتو نه و.
- دروښانفكري دولت عمل سريع او چټك و اودخپل وس اودمخالف لوري دوس اونفوذ دانډول ارزونه ورسره نه وه٠
- دسنتي ارزښتونوسره دراديكاليزم ټكر ددې سبب شو چې دمدرنيزم پلويان دسياست له ډگر نه ليري كړي اويوار بيا دهيواد دځوان نسل هيلې اواميدونه له خاورو سره خاورې شي.
- روښانفكرانو دنورو گاونډيو اسلامي هيوادونو لكه تركيي اومصر په معيارونو عمل كولو حال دا چې افغان ټولنه اوددې جوړښت ځانگړې اومشخصې مطالعې ته اړه درلودله.
كرگر
[1] Gregorian Vartan p.261
[2] استا اولسن ۱۳۱ مخ
[3] ۱۳۹ مخ
[4] Religious response to social change. 140p
[5] ۳۳او۳۴مخ ( غازي امان الله خان ٬٬٬ ستورى )
[6] ( هماغه اثر ۱۳۲ )