Durian
علمي نوم ېې (Durio zibethinus) ده. د هیبیسکاس (hibiscus) یا مالو (mallow) ونې دي. د کورنۍ نوم ېې مالوا سیای (Malvaceae) ده. دوریان په اندونیزیا، مالیزیا، فلپاین او جنوبي تایلنډ کې کرل کیږي خو ډېر کم وخت د نړۍ نورو برخو ته صادریږي. ښه شیرین خوند لري، تریخ بوي لري او بوی ېې د لیمبرګر پنیر (Limburger cheese) په څېر ده او په همدې وجه په ځنې سیمو کې د انتقال اجازه نه ورکول کیږي. د دې میوې ځنې برخې د خوړو وړ دي او زړی ېې که چېرې په غوړو ې سور شي هم خوړل کیږي. ونې ېې زېړ رنګه شنه ګلان لري. په کومو سیمو کې چې کرل کیږي د همدې سیمې ډېر حیوانات ېې هم میوه خوري او په همدې وجه د سیمه ایز ایکو سیستم لپاره اړین ګڼل کیږي. دا ونه له برېډ میوې (breadfruit) او جک میوې (jackfruit) سره هم تړاو لري چې په اسیا او د ارام سمندر په جنوب کې په ورته توګه خوړل کیږي.
