تاند- جنرال عبدالرشید دوستم، د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق او د بلخ والي عطا محمد نور په ترکیه کې سره ولیدل.
د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رييس عنایت الله بابر فرهمند وايي، عطا محمد نور ترکیې ته تللی چې د جنرال دوستم د زوی باتور دوستم په کوژده کې ګډون وکړي.
ده همداراز وویل، محمد محقق هم انقرې ته تللی او له جنرال دوستم سره یې کتلي دي.
جنرال دوستم له یوې مودې راهیسې په ترکیه کې جلا وطنه دی او عملاً یې د مرستیال ولسمشرۍ دنده پرې ایښې ده.
ځیني راپورونه وايي چې د جلاوطنۍ په شرط د ده دوسیه د لویې څارنوالۍ له لوري مسکوته پرېښودل شوې ده.
ګومان کېږي چې دوستم، نور او محقق د یوه نوي ايتلاف پر جوړولو خبرې کړي وي.
د جنرال دوستم یوه ویاند بشیراحمد ته ینج په وروستیو کې ویلي و چې په لنډ وخت کې به له خلکو سره یو مثبت، مهم او اغېزناک خبر شریک کړي.
د جنرال دوستم زوی باتور دوستم تېره میاشت په مزارشریف کې د عطا نور لیدو ته لاړ او د دوو ګوندونو پر همکاریو یې خبرې وکړې.
هههه زموږ د کوڅی سپی هم هوبه هو همدوی غوندی دی، سهار سیغه وکی بیا غرمی ته یی ماته کړی او پریوبل داړی خښی کړی
که چېرته احیانا شیطانی ارواوي د ګران افغانستان د ملی حاکمیت ، د خاورې تمامیت او بشپړتیا ، ملی یوالی او ملی ګټو پرخلاف کومه دسیسه جوړوي ، مخکې له دې چې هغه عملی او یایې شروع کړی ، د افغانستان دولت باید د هغوي پرخلاف یو غوڅ ، قاطع ، پرکړنده او سرنوشت جوړونکی اقدام وکړي، د هغوی شیطانی دسیسې په نطفه کې خنثی کړي.