دوستم، مومند او نور

تاند- جنرال عبدالرشید دوستم د مزارشریف په هوايي ډګر کې د عطا محمد نور د کسانو له لوري د ولایتي شورا د غړي اصف مومند د نیونې قضیه او د نوموړي له ساتونکو سره شخړه د بلخ د والي پر ضد دسیسه وبلله.

دوستم ویلي چې د دوی ايتلاف به په دې قضیه کې د عطا محمد نور ملاتړ وکړي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر په نامه په خبرپاڼه کې، چې نن /چهارشنبه/ خپره شوه، ویل شوي چې جنرال دوستم دا څرګندونې د جوزجان د خلکو او مشرانو غونډې ته د تېلفون له لارې په وینا کې وکړې.

ده وویل، د نور خلاف دسیسې جوړېږي چې دا د نوي ايتلاف لپاره د منلو نه دي او د ده پلویان به د دې ډول دسیسو په وړاندې ودرېږي.

د بلخ امنیه قوماندان، لویې څارنوالۍ او د کورنیو چارو وزارت د ولایتي شورا د غړي اصف مومند په نیولو کې لاس لرل رد کړي او د عطا نور د ویاند ادعاوې یې رد کړي چې نوموړی د یادو ادارو په امر نیول شوی دی. د کورنیو چارووزارت او لویې څارنوالۍ د دې قضیې د څېړلو لپاره یو پلاوی مزارشریف ته استولی دی.

د دوشنبې په شپه د عطا محمد نور د وسله والو کسانو په حمله کې د اصف مومند دوه ساتونکي ووژل شول او ۲ نور ژوبل شول.

نوموړی وروسته له دې ونیول شو چې په کابل کې یې عطا محمد نور په فساد کې په لاس لرلو، پراخو غلاوو او غضب تورن کړ.

One thought on “دوستم د اصف مومند د نیولو قضیه د عطا محمد نور خلاف دسیسه وبلله”
  1. هغه متل دی چې: د سپیو کور په کور دښمني وي ، خو مسافرو ته یې لاس یو دی.
    ټالیب ، داعش ، بدرام، دوستم، خلیفه اتامامد نور ، محقق ،آی اس آی ، سپاه پاسداران ، کي جي بي او نورې خبیثه ارواوي د افغانستان د خلکو او هېواد پرضد ټول په یوه خوله دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *