تاند- د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته نژدې سرچینې وايي چې نوموړی د امنیتي اورګانونو ترمنځ د نه همږغۍ په اعتراض کې په فاریاب کې د جګړې له جبهې تللی دی.

د جنرال دوستم د مطبوعاتي ډلې غړي حبیب الرحمن قویاش ویلي چې جنرال دوستم پرون /یکشنبه/ له خپلو ځواکونو سره د فاریاب د غورماچ ولسوالۍ له جبهې جوزجان ولایت ته لاړ.

ده وویل چې جنرال دوستم د دې لپاره د غورماچ جبهه پرېښوده چې د اردو، پولیسو او ملي امنیت قوماندانان د ده د امرونو پروا نه کوي.

د فاریاب والي سید انور سادات هم دا خبره تاییدوي، وايي چې د ولسمشر لومړی مرستیال د امنیتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ د نشتون له امله ناراضه شوی او د یکشنبې په ورځ له دغه ولایته لاړ.

ښاغلی سادات زیاتوي چې ښاغلي دوستم غوښتل چې عملیاتي پلانونه چټک عملي شي.

جنرال دوستم ۱۰ ورځې پخوا له طالبانو څخه د یو شمېر سیمو د بېرته نیولو لپاره فاریاب ته لاړ او غورماچ ولسوالي یې له طالبانو بېرته ونیوله.

د دوستم د مطبوعاتي دفتر غړي ښاغلي قویاش وویل، جنرال دوستم د هوايي ځواک ستاینه کوي خو د اردو قوماندانان د جګړې په جبهو کې د وسلو په رسولو او د ټپیانو په انتقالولو کې په ځنډ او خنډ تورنوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *