تاند: د ولسمشر مرور لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، اوسنی حکومت د امنیتي مسایلو په حل او د بې وزلۍ د کچې راټیټولو کې پاتې راغلی دی.
دوستم وايي، سوله په سوال نه راځي او که حکومت غواړي باعزته سولې ته ورسېږي نو طالبانو ته دې د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي.
ښاغلي دوستم شبرغان ښار کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته چې راتلونکو ټاکنو ته یې په کې له ډاکټر عبدالله خپل ملاتړ هم اعلان کړ، ویلي چې حکومت پنځه کاله په ناکامۍ تېر کړل او پاتې ۴ میاشتې دې ترلاسه شوي فرصتونه له لاسه نه ورکوي.
دوستم زیاته کړه، طالبانو په شمالي ولایتونو کې څو څو ځله ماتې خوړلې خو اوس دغه ډله په ملي او نړیواله کچه لویه او خطرناکه ښودل کېږي.
هغه له عبدالله عبدالله وغوښتل چې په حکومت کې دې له خپل شریک اشرف غني څخه وغواړي چې راتلونکو څلورو میاشتو کې دې د امنیت د تامین لپاره غښتلي اقدامات وکړي او د خپلو خلکو د تویو شویو وینو د غچ اخیستنې اجازه دې ورکړي.
دوستم زیاته کړې، تراوسه د سولې هیڅ یوې ناستې نتیجه نه ده ورکړې، بلکې داسې ښکاري چې د ده په اند جګړه ورځ تر بلې توندېږي او د سولې وعدې هوايي دي.
دوستم دغه راز ویلي چې طالبان شمالي ولایتونو کې کلابند دي او له دغه ځایه د تېښتې لار نه لري.
دوستم ویلي، هیڅکله امارت نه غواړي او دا خبره باید ولسمشر غني په ډېر ښه شان سره درک کړي، چې که خلکو یې یو وار پریکړه وکړه، نو طالب ډله به له شرموونکې ماتې سره مخ کړي.
جنرال دوستم په دې وروستیو کې د طالبانو په اړه ویلي وو چې که حکومت اجازه ورکړي له خپلو شلو زرو جنګیالیو سره په دې ډلې پراخ عملیات کوي.
