جنرال عبدالرشید دوستم

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: جنرال دوستم شبرغان کې د اختر له لمانځه وروسته خپل کور کې پلویانو ته وینا کې ویلي، د افغانستان د اوسنیو ټولو مشکلاتو پړه د ولسمشر غني پر غاړه ده.

نوموړی وايي، د امنیت شورا په ناستو کې به یې زیات ټینګار کاوه چې پولیس، امنیت او دفاع وزارت باید سیاسي نه شي، مګر ولسمشر به یې د مشورې له منلو وروسته بیا هم برعکس عمل کاوه.

 دوستم چې دا ځل یې د غني په ټیم کې ځای امرالله صالح نیولی، په دې کار سخت غوسه ښکاري او وايي، نوموړی تر ارګه سرور دانش رسولی دی: (( پر امرالله صالح افسوس راځي، هر عالم چې دولت ساز ټیم ته ورځي لویه خطا کوي، د افسوس ځای دی چې د امرالله صالح د ځوانو پلویانو وینه د همدې ټیم لپاره تویه شوه.))

 جنرال دوستم ویلي، ولسمشر غني په کمپایني غونډو کې دعوه کوي چې زورواکان یې په ګونډو کړي دي، حال دا چې نوموړی اوس پخپله په یو زور ګویه او قانون ماتوونکي بدل شوی دی: (( ته چې وایې ما زورواکان په ګونډو کړي دی، دا خبره زما له غوږه کوې، وا وروره تا چې یو څلور کسان د لویې جرګې خیمې ته راټول کړي او دا خبرې ورته کوې، که هغوی نه پوهېږي موږ خو پوهېږو چې اصلي خبره څه ده؟))

دوستم پوښتنه کړې ده چې ایا دیکتاتور دوستم دی؟ که پخپله غني دیکتاتور دی؟

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم واک ته د ولسمشر غني له رسېدو وروسته پر احمد ایشچي د جنسي تېري په تور تورن او له افغانستان څخه وتښتېد چې وروسته د ترکیې په وساطت بیرته یو نیم کال پس هېواد ته راستون شو.

نوموړي د ولسمشر غني په تړاو له څه مودې راهیسې خوله تړلې وه، خو په دې وروستیو کې چې د ډاکټر عبدالله له ډلې سره یو ځای شوی، نو دا لومړی ځل دی چې پر ولسمشر غني دومره توندې نیوکې کوي او د زړه بړاس پرې باسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *