تاند- جنرال عبدالرشید دوستم افغانستان ته له راتګه وروسته د لومړي ځل لپاره نن په ارګ کې له ولسمشر غني سره ولیدل.

د ولسمشر لومړی مرستیال ۱۴ میاشتې په ترکیه کې ځان جلاوطن کړی و.

دوستم په داسې حال کې له ولسمشر سره ولیدل چې اجرايي رييس عبدالله عبدالله او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم حاضر ول.

ارګ وايي چې په دې غونډه کې د هیواد پر مهمو مسلو خبرې وشوې.

د ارګ په خبرپاڼه کې د دې کتنې په ترڅ کې د شویو خبرو جزییات نه دي څرګند شوي.

خو جنرال دوستم له ولسمشر سره خپله کتنه «خورا دوستانه» وبلله.

له ولسمشر غني سره له لیدو وروسته جنرال دوستم همداراز نن غرمه د صدارت په ماڼۍ کې د خپل کار دفتر ته لاړ او له خپلو سلاکارانو او مامورینو سره یې ولیدل.

د جنرال دوستم د دفتر ريیس عنایت الله بابر فرهمند وايي، د ولسمشر لومړي مرستیال په خپل دفتر کې له سلاکارانو سره په کتنه کې وویل چې د هیواد له ولسمشر سره د ده ملاقات ډېر دوستانه او ګټور و او په لړ کې یې د هیواد پر مهمو مسلو او پر روانو ستونزو د لاسبري په اړه خبرې وشوې.

فرهمند همداراز ویلي چې په دې کتنه کې د انتخاباتو، د سولې د هلوځلو او د نوې ټلوالې د جوړېدو په اړه هم خبرې وشوې.

ده همداراز ویلي چې ښاغلي دوستم له ولسمشر سره د قوماندان نظام الدین قیصاري په اړه هم خبرې وکړې.

دوستم تېره اوونۍ له ترکیې څخه تر راستنېدو وروسته ویلي و چې لومړۍ هڅه به یې دا وي چې په فاریاب کې خپل استازی او د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري راخلاص کړي او که ونه توانېده، بېرته به ترکیې ته لاړ شي.

قیصاري پر جنسي تېریو، غلاوو، قتلونو او بې رحمیو تورن دی خو دوستم او ملي غورځنګ یې دا تورونه ردوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *