جنرال عبدالرشید دوستم ولسمشر غني ته ګواښ کړی چې د تیرو حکومتونو تیروتنې دې نه تکراروي.
د دوستم اشاره د ډاکتر نجیب حکومت ته ده چې په هغه وخت کې دې د پرچمیانو د حکومت د ملاتړو څخه وو، کله چې نجیب واک ته ورسید د دوستم ملېشه د ملی امنیت په ۵۵ مه فرقه کې تنظیم وه، چې په هغه وخت کې د نجیب په ملاتړ او دفاع کې یې مهم رول درلود.
لکه څنګه چې ډاکټر نجیب هم په خټه احمدزی و او د ډاکټر اشرف غني نسب هم احمدزیو ته ځي، چې تر ټاکنو وړاندې هم د ولسمشر تخلص احمدزی ووّ، دا چې څوک د ده د تخلص څخه غلطه ګټه پورته نه کړي، واک ته تر رسیدو وروسته یې خپل تخلص حذف کړ.
 افتخار احمد همدرد
افتخار احمد همدرد

د جنرال دوستم او ولسمشر غني اړیکې د پیل څخه چندان طبیعي نه بریښیده، ځکه کله چې غني د ۲۰۰۹ م کال په ولسمشري ټاکنو کې د کرزي سیال وو، جنرال دوستم ته یې د پیژندل شوي قاتل خطاب وکړ او په همدې دلیل یې د کرزي پر ایتیلاف  نیوکي وکړئ.

زلمی خلیلزاد د خپل خاطراتو په کتاب کې لیکي چې غني ان هغه وخت چې د انتقال د پروسې مشر وو، جنرال دوستم سره په جدي برخورد ژمن وو.
د ۲۰۱۴ م کال په ولسمشري ټاکنو کې هم د جنرال دوستم سره د ولسمشر ایئتلاف نه خو ایدیالوژیک وو او نه هم ستراتیژیک بلکې د یو ټاکنیز ضرورت پر اساس ولسمشر د دوستم سره ایئتلاف وکړ.
د ډاکټر نجیب د حاکمیت په وخت کې جنرال دوستم د کابل- خوست د لویو لارو د امنیت مسئولیت په غاړه درلوده او د ډاکټر نجیب د حاکمیت څخه یې په کلکه دفاع کوله نو په دې اساس داسې انګیرل کیږي چې په دغو منطقو کې د دوستم نظامي فعالیتونه د پکتیا، خوست او پکتیکا د خلکو په اذهانو کې ښه خاطره پر ځای نه ده پریښی. شاید همدا دلیل وو چې د ۲۰۱۴ م کال د ټاکنو په شروع کې دوستم د خلکو څخه بښنه وغوښته، څو خپل ټاکنیز زیان کم کړي.
که څه هم جنرال دوستم د ملت څخه بښنه وغوښته او په خپلو کړو تیروتنو یې اعتراف وکړ خو بیا هم د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال په جنوب ختیځو ولایاتو کې د ده انځورونه ونه لیدل شو. بله دا چې د ډاکټر نجیب د حکومت په راپرځولو کې  هم د دوستم رول  لوبول هغه په پښتون میشتو سیمو کې منفور کړی دی، واضحه خبره ده، هغه چاته چې نجیب قهرمان وي، دوستم ورته د قهرمان ضد ښکاري.
داسې ښکاري چې پورتني موارد ولسمشر غني دې ته وادار کړی، تر څو د دوستم غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایي. باید ووایو چې د جمهوري ریاست د ټاکنو په وخت کې ولسمشر غني ته د دوستم ایئتلاف یوه مسئله وه او اوس یې کنټرول تر هغه لویه مسئله ده.
روښانه خبره ده چې نور نو د ارګ او جنرال دوستم تر منځ اختلافات خپل اوج ته رسیدلي دي.
یو طرف څخه دوستم د ملی یووالی په حکومت کې د ازبکانو د کم رنګۍ څخه ګیله مند دی، بل طرف ته ارګ د دوستم له غیر حاضرې څخه شکایتونه لري.
د ولسمشر نږدی کسان په خصوصي غونډو کې په صراحت سره وایي، چې دوستم د ملی یووالی حکومت په ۲۰۰ ورځنۍ عمر کې ۲۰ ورځې هم حاضري نه ده ورکړې. د دوی په وینا په امنیت شورا او اقتصادي شورا غونډو کې د دوستم ځای تل خالي وي.
ولسمشر ته د نږدې کسانو په وینا څوک چې د تصمیم ګیرې په غونډو کې حضور ونلري واضحه خبره ده چې په پریکړو کې هم نشي شریک کیدای.
د دې ټولو خبرو څخه داسې انګیرنه کیږي چې د دوستم او ولسمشر تر منځ اختلافات دومره ژور شوي، چې دوستم یې دې ته وادار کړی، چې حتی په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر څخه په انتقاد  خبرې وکړي.
تر ټولو تریخ حقیقت خو دا دی چې د جنرال دوستم اختلافات د ولسمشر غني سره په اصلاحي پروګرامونو او دهغه په تطبیق کې نه دی بلکې د امتیازاتو پر سر دی، چې دوستم زیات امتیازات غواړي او ولسمشر یې نه ورکوي.
جنرال دوستم په صراحت سره دا خبره کوي چې د غني سره په ولسمشر کیدو کې یې مرسته کړی او اوس ارګ باید ده ته هغه امتیازات ورکړي کوم چې ده سره یې وعدې شوې وې.
جنرال دوستم غواړي زیات وزیران او والیان ولري او خارج ته د ولسمشر د سفر په وخت کې نوموړی د جمهوري ریاست د سرپرست په توګه معرفي شي.
 خو دوستم باید په یاد ولري چې د نن ورځې شرایط د ډاکټر نجیب د وخت شرایطو سره ډیر فرق لري، د ناټو ځواکونه محدود دي لیکن مقتدرانه موجودیت لري، چې د یاد ځواکونو شتون د دې باعث ګرځي تر څو په هیواد کې د کودتا کولو او یا هم د ځینو سیمو د کنټرول څخه ایستلو فکر د هیڅ یو سیاستمدار په ذهن کې خطور ونه کړي.
3 thoughts on “دوستم ولی ناراضه دی؟ // ژباړه: افتخار احمد همدرد”
  1. خیر دی ښاغلی دوستم کله کله ځینی خبری اوګیلی کوی، اودا یی حق هم دی چه ګیلی وکړی، مګر بیا هم ښاغلی اشرف غنی ته ډیرنیږدی او باوری کس دی، او ځینو نورو لوړپولو چارواکو ته سور آغزی او دخراسان ضد کس دی

  2. Da de mojahideeno pa noom mashrano na os kha de che aqalan mafi kho e wooghoshta agarche moshkel shta nan saba ke de da nafaro de talibano p a noom akssra wakht pashtana pa nakha kawe ka reshtia we aw pre sooboth she halat ba noor zaharjan she.manana.

  3. السلام علیکم!
    وروڼو او خویندو ته په احتراماتو،
    دوستم، عطا، اسماعیل، رباني، نادري، جاهد ،محمدي، ګل آغا!، … هغه بیسواده ، خود کش بیګانه پرستان دي چې په پچو سپاره او کشمیر په لوټو ولي!. په میلیونونو، لکهاوو، زرګونو پښتانه او افغان-استانیان یی دربدره، خاک به سره، او مخصوصن په دې مبارکه میاشت کې له الله ج ورکړي لوی نعمت (ژوند) څخه بې برخې کړي ، باید غني په اختر کې د دوی دوسیو سره جیلونو ته واچوي او هغه بیګناهان ېې چې د دوی لڼډغرو ، مافیایی کریو کړولي دي ، خوشې کړي. دا د سقاویانو څلورمه ډله باید قصاص شي.
    ” الله یستهزی بهم و یمدهم في طغیانهم یعمهون..” البقره ).و ما علینا الا البلاغ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *