تاند- وسله والو طالبانو نن /شنبه/ د ولسمشر پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د مزارشریف – جوزجان په لویه لار کې حمله وکړه.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویندوی عادل شاه عادل وايي چې پر جنرال دوستم دا برید د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ په شرسره سیمه کې شوی دی.

د عادل په وینا جنرال دوستم له حملې روغ وتلی خو په سیمه کې لا همد دواړو خواوو ترمنځ نښته روانه ده.

د دوستم یو ویاند کنشکاه ترکستاني وايي چې په دې برید کې د دوستم یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ژوبل دی.

دوستم، چې بلخ ته د عبدالله عبدالله لپاره د انتخاباتي کمپاین په هدف د هیواد شمال ته تللی، نن په بلخ کې وویل چې په ۶ میاشتو کې به طالبان په شمالي ولایتونو کې له منځه یوسي.

تر دې شاوخوا دوه کاله پخوا په فاریاب ولایت کې پر جنرال دوستم حمله شوې وه خو هغه مهال دوستم ادعا کړې وه چې د ملي امنیت د هماغه وخت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت ريیس معصوم ستانکزي په حمله کې لاس درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *