تاند، شنبه، د سنبلې ۱۶مه: د کار او ټولنیزو چارو وزارت راروانه دوشنبه او سې شنبه د سنبلې ۱۸مه او ۱۹مه  په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړه.

تاند ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت را استولې خبرپاڼه کې ویلي، د سنبلې اتلسمه د احمدشا مسعود د مړینې د تلین او ۱۹مه د عاشورا د ورځې په خاطر ټول هېواد کې رخصتي اعلانوي.

بلخوا کابل ګارنېزیون له ښاریانو غوښتي چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځ دې د امنیت د ټینګښت په خاطر وسلې له ځانه سره نه ګرځوي.

د احمدشاه مسعود د مړینې په ورځ کابل کې د هغه پلویان اکثره مهال داسې کارونه ترسره کوي چې خلکو ته سرخوږی جوړوي، ځکه دوی ډزې کوي او له کبله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *