که یو بشری ټولنه او یا د انسانانو جامعه د جامعه شناسی د اصولو په نظر کی نیولو سره په علمي بڼی سره و څیړل شی دا به څرګند شی چی دغه انسانی ټولنه د خپلی بقا او یا د خپل ژوند د روند او د هوساینی او دخپل مخ څخه د خنډونو د له منځه وړلو دپاره یو لړ نهادونو او یو لړ انتظامی قانونی او رهنمودی اصول مقررات او د هغه په څنګ کی فرهنګی او اخلاقی کرکتر او منل شوی سلوک او روش ته ضرورت لری.دا باید ومنو چی دولت یو د دی نهادونو څخه شمیرل کیږی.
دولتونه د نړیوالو اړیکو لوبه وونکی دی او نړیوالی اړیکی د دولتونو پر مدار راڅرخی دولت د سیاست محور او واحد بلل کیږی د ملی دولتونو په منځ ته راتګ سره نړیوالو اړیکو مفهوم پیدا کړ او د نړی ترمنځ د اړیکو د پراخوالی ټنکنالوژی دی روند ته ګرموالی ورپه برخه کړ.
د ټولنیز کیدلو او د دولت د منځ ته راتګ حرکت هغه وخت شروع شو کله چی څښتن تعالی څو میلیون کاله د مخه دا نړی رامنځ ته کړه.دا چی انسان یو ټولینز موجود دی٬ټولنه هم د انسان د اعمالو د پلی کیدلو بستر ګڼلی شو. د نړی په پيدایښت سره د انسان فکر د تکامل دوری ته نه وو رسیدلی په ډير ابتدایه ډول انسانانو خپل ژوند ته په ډله ایز ډول ادامه ورکوله.خو باید پدی پوهه شو چی د هماغه وخت ټولنه د دی وخت د تکامل یافته او سازمان یافته ټولنی په څیر نه وه بلکه د هغی ټولنی ډول غریزی او طبیعی شکل ته ورته والی درلود.څرنګه چی همدغه غریزی شکل د انسانانو نه علاوه د مرغانو٬څارویو او خزنده ګانو سره هم وو. د زرګونو کلونو په تیریدو سره انسان په خپل ټولنیز والی او ټولنی پوه شه او د دی ټولنی د لا پراخوالی لپاره یی مټی راونغاړلی.د ټولنو ترمنځ تاریخ هغه وخت پیل شو کله چی د بشر د بیلابیلو ټولنو ترمنځ د ټولنیز والی غریزی اړیکو مفهوم له منځه ولاړ.هغه وخت انسانان د ډله ایز ډول ژوند څخه راووتل او د کورنی او قبایلو په چوکاټ کی یی ژوند پیل کړ.د قبیلی او کورنی د مشر څخه اطاعت د ټولنیزتوب په لور لمړنی ګام وو. دوی په مساعدو جغرافیاوی ځایونو کی خپل ژوند پیل کړ او د هوا٬ جغرافیاوی او اقتصادی حالاتو سره به له یوځایه بل ځای ته کوچیدل.د هرډلی په منځ کی په طبیعی ډول مذهب ٬ ژبی ٬ عاداتو او مشترک رواجونو ځای درلود چی دغه ډلی یی له یو او بل سره بیلولی. همدغه وجه وه چی وروسته د بیلابیلو قومونو ترمنځ اختلاف او جداوالی راغی.
د نړیوالی ټولنی منځ ته راتګ د پیدایښت نقطه هم له همدی ځایه پیلیږی چی ډله ایز ژوند په کورنی او کورنی ژوند په قبایلی ژوند او قبایلیتوب په قومیت ورګډ شو چی د زرګونو کلونو او د انسان د فکری پایښت او ځواکمن کیدلو په تیریدو سره د قانونو د منځ ته راتلو د احساس ٬ ګډو ګټو پر بنسټ بیلابیلو قومونو په یوه ګډه جغرافیا کی د ابتدایه نظامونو په راتګ ژوند پیل کړ.
ابن خلدون یو مسلمان کارپوه په خپل کتاب د (ابن خلدون مقدمه) کی لیکلی چی د وخت په تیریدو سره کورنی د خپلویتوب له کبله په طایفی او طایفی په قبیلی بدلی شوی. چی د قبیلو ترمنځ د همدغو خپلویو او د وینی اړیکو د بیلابیلو ملیتونو او نژادونو ترمنځ اړیکی لا ځواکمنی کړی او په خلکو تبدیلی شوی. چی د قوم په نوم هم یادیږی.
په نړی کی بیلابیلو قومونو بیلابیلی امپراطوری منځ ته راوړی چی د حکومت لمن به یی د سرحدونو په نه لرلو سره ډيره پراخه وه.هلته قانون وجود نه درلود د شاه اراده به د امپراطوری قانون وو٬د خلکو ستونزو ته به رسیدګی نه کیدله٬ پرخلکو امپراطوری مکلفیت درلود خو خلکو بیا پر امپراطور کوم مکلفیت او حقوق نه درلودل٬میراثی حکومتونو خلک تر پوزی راوستلی وو٬ د امپراطوری د لمنی اتباع به په زوره جنګ ته لیږل کیدل او په زوره به تری د جنګ د وسایلو د برابریدو او د جنګ د مصرف د ورکړی مالیه اخیستل کیدله ځکه د امپراطوری اوسیدونکی د امپراطوری ګټو ته وفادار نه وو٬ خلک هم تر پوزی راورسیدل د خلکو فکری قوت لا قوی شه بیلابیلو لیکوالانو لیکنی وکړی د هغو په لیکنو کی د ملی دولتنو په چوکاټ د حکومتونو د منځ ته راتګ خبره شوی وه چی هرڅه باید په یوه مشخصه جغرافیا کی چی ګډی ګټی یی مشترکی وی ژوند وکړی. د شاه او خلکو حقوق٬صلاحیتونه اومکلفیتونه یی په خپلو لیکنو کی وکاږل دغو لیکوالانو خپل مسولیت پای ته ورساوه نور د خلکو وار شه او انقلابونه پیل شو چی ملی دولتونه د مشخصی جغرافیی٬حاکمیت٬خلکو او حکومت په درلودلو سره منځ ته راغله.
د انسان د فکر قوت سبب شو ترڅو خپلی ګډی ګټی و پیژنی او بیلابیل قومونه له بیلابیلو مذاهبو٬ژبو٬نژاد بیلابیلو رواجونو او عادتونو سره ژوند وکړي.چی د هند هیواد یی یوه ښه بیلګه ګڼلای شو.