لکه څرنګه چي ټول ولس ته په ځانګړی ډول د( آب بند ، مقر، ګیلان اوناوې ) وګړوته ښه تره څرګنده ده چي په دې وروستیوکي په یادو څلوورو واړو ولسوالیوکي دمسافرینواختطاف، قتل او شکونې ورځ تربلې زیاتیږي، دروژې په مبارکه میاشت کی یوازي دآب بندنه لاندي دلړمي په سیمه کي هره ورځ دطالبانو، پنجابیانو،وزیرستانیانو…. له خوا زموږمسافر هېوادوال په بېلابېلوبهانوپه ځانګړي ډول له دولت سره دتړاو په تورله موټره ښکته کول کیږي او وروسته په ډیر بې رحمانه او وحشي ډول وژل کیږي.
دمثال په ډول په تیرو دریو ورځوکي درې پېښي دلړمي په سیمه کي شوې دي، دوو پېښوکي چي طالبان دسړک پرسر دریږي اومسافرین همغلته وژني اویایي له ځان سره وړي، چي په یادو دریو ورځو دریو پېښوکي دمقرولسوالۍ داغلې ثناتوري زوی ژوندی بیول شوی او درې کسان شهیدان شوي دي، درې موټره چي دکندهاروو اودرې ځوانان له خپلومیرمنواو ماشومانوسره دکابل پرلور روان وو دطالبانوله لوري یوځوان یي دسړک پرسرشاوخوادغرمې پر۱۲ بجودخپلي میرمني او اولادونوپه وړاندي په ډیري بې رحمۍ سره شهیدکړل شو اونوردوه تنه یي طالبانوله ځان سره بوتلل، همدا راز، تیره ورځ په همدغه سیمه کي ۷ تنه کارګرمسافر چي کیدای شي دجوزجان ولایت اوسېدونکي وي چي په ټولوسره یي یوفلډرموټر کرایه کړی ووترڅو کور ونوته ځان ورسوي، دلړمي په سیمه کي طالبان له سړک څخه ښکته اوله ځان سره دکوبند دسیمي پرلوربوتلل چي شاوخوا دري ساعته وروسته دمقردولتي چارواکوعلان وکړچي هغه ۷ کسه مسافرین طالبانوپه ډيره بې رحمۍ او وحشت سره وژلي دي او مړي یې دبهاوالحق صیب دزیارت دغره په بېخ کي دکوبند پرلویه لاره کي اچولي دي چي وروسته دولتي ځواکونوټانکونه نوموړي سیمي ته بوتلل اومړي یي راوړل.
دې دا درې پېښي دتېرو دریو ورځوپه ترڅ کي ترسره شوې دي، دې ته ورته هره ورځ یوه پېښه ترسره کیږي اوخاص دلړمي په سیمه کي. خوداپېښي په داسي حال کي ترسره کېږي چي دیادې سیمي تقریبآ په ۵۰۰ متري کي دملي اردو پوسته شتون لري خو ملي اردو دیادوپېښودمخنیوي په موخه تراوسه پوري هیڅ اقدام نه دی کړی، داچي ولي یي اقدام نه دی کړی ددې ځواب به له دولتي چارواکوسره وي ( خو )!
موږله دولت نه دا پوښتنه کوو چي: آیا داستاسو( دولت ) پلان دی چي عام خلک اومسافرین دي وژل کیږي خوستااردودي پخپل ځان پهره کوي ؟؟؟ که داسي وي نولطفآ موږپوه کړۍ چي موږبیا دافکر ونکړوچي په مقرکي دولتي ځواکونه شتون لري، اوکه زموږ دوګړودوژني پلان ددولت نه وي نوبیادي مهرباني وکړي دورته پېښو مخنیوی دي وکړي. موږ په ملي اردو نیوکه نه کوو په ملي پولیسونیوکه نه کوو. زموږشکایت له هغوکسانوڅخه دی چي دهمغوملي ځواکونوپه رآس کي قرارلري او همدغو ملي ځواکونوته زموږدخلکو دژغورلوامر نه وکوي. که ستادپولیسواو اردوپروړاندي زموږ وګړي دپنجابیانوله خواپه بې رحمانه ډول وژل کیږي او ستا ځواکونه په دې دلیل له خپله ځایه نه ښووري چي دوې ته امر نه دی شوی، نوبیادغسي کسان چي ددوۍ په رآس کي دي نه خودانسانیت خلقت ته درنښت لري، نه دعاطفي په نوم څه پیژني- نوبیاددغسي کسانو او پنجابیانوپرموږهیڅ توپیرنشته او موږ باید لومړی له ورته دغسي کسانو نه سیمه پاکه کړواوبیا دپنجابیانوپروړاندي جګړه وکړو…
دولت دي مهرباني وکړي: په مقرولسوالۍ کي چي دملي اردو اکمالات کیږي دهمدغو اکمالاتو لسمه برخه دي ملي پاڅون اکمال کړي، موږ( پاڅونوالو) په ضمانت د مقر، ګیلان او آب بند ولسوالۍ دپنجابیانوله ملېښوڅخه د نېمي میاشتي په ترڅ کي پاکوو، او دیادو ولسوالیو ټولي سیمي دولت ته په کنټرول کي ورکوواوموږدناوې پرلورخوځیږو، خوکاشکي دولت داسي وکړي. موږله دولت څخه هیله کوو چي دلړمي په کلي کي دسړک پرسردي پوسته جوړه کړي یادي داردوشته پوستي ته امر وکړي ترڅویاده سیمه کنټرول کړي، که داسي نه کوي مهرباني دي وکړي موږ( پاڅونوال ) دي اکمال کړي ترڅوپه لړمه کي پوسته جوړه کړو اوخپل وګړي او مسافرین دپنجابي ملېښوله وحشي ظلمونوڅخه وساتو. په درنښت دمقرولسوالۍ ولسي پاڅون.