تاند- (شنبه، د میزان ۲۷) سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن (شنبه) له خپل مهالوېش سره سم د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدايي پایله اعلان نه کړای شوه، خو د دولت ساز انتخاباتي ډلې نن په یوه خصوصي غونډه کې خپله بریا ولمانځله.

په ارګ کې یوې باوري سرچینې په دې خاطر چې له رسنیو سره یې د خبرو کولو اجازه نه لرله، تاند ته د نوم د نه څرګندېدو په شرط وویل چې د ولسمشر غني او د هغه د کاندید لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون د دولت ساز ټیم په غونډه کې وویل شول، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سرور یا د معلوماتو زېرمتون ته په داخل شویو بایومټریک رایو کې هم د اوسني ولسمشر اشرف غني رایې تر۵۰ سلنې زیاتې دي او قطعی بری یې په برخه شوی دی.

په دې غونډه کې، چې په ارګ کې جوړه شوې وه، ښاغلي غني او انتخاباتي ټیم ته یې مبارکیانې وویل شوې او پرېکړه وشوه چې په انتخاباتو کې د بري د لمانځلو لپاره تیاري ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرې حواعلم نورستانۍ نن په دې خاطر بخښنه وغوښته چې له مهالوېش سره سم یې نن / د میزان ۲۷/ لومړنۍ پایلې اعلان نه کړای شوې.

دې ویلي چې د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله او د دې لپاره چې په کار کې یې شفافیت ډېر رعایت شوی وي، ابتدايي پایلې به په ځنډ اعلان کړي.

4 thoughts on “دولت ساز انتخاباتي ټیم د خپل بري د لمانځلو لپاره تیاري نیسي”
  1. تاندوالو دا ډول خبرونه به د خوځون … بیا وسوځوي. بیا به وايي چې تاند چټیات خپروي. ههه
    نبي خېل

  2. د خوځون دغه ولی سوزی، دا خو تاند نه دي ویلي بلکه د دولت جوړوونکی ټیم ویلي. د تاند سره څه ارتباط لري؟
    عبدالله بارکزی

  3. دولت ساز ټیم ته دې بریالیتوب مبارک وي. خدای دې وکړي چې بهرنیان بیا پکې جان کیري را ونه لیږي او انتخابات بیا راته ګډوډ نه کړي.
    اوازې دي چې دوی غواړي زیاتې رایې ناچله کړي او دویم پړاو ته لاره پرانیزي.
    روح الله یوسفي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *