تاند، شنبه، د جدي ۲۱مه: وروسته له هغې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ۱۸ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې پریکړه اعلان کړه، د دولت ساز ټاکنیزې ډلې د دغې پرېکړې په غبرګون داسې ښودلې چې ګواکې ورته په اندېښنه کې نه دي، بلکې د بریا د فیصدۍ لوړېدو ته په تمه دي.

د دولت ساز یو ویاند سید خالد سادات په دې اړه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د دوی ټیم ته د ۱۵ ولایتونو د رایو بیا شمېرنې په اړه ورغلې پرېکړې هیڅ بد خبر نه لري.

ښاغلي سادات ویلي، د ۱۶۰۰ محلاتو د رایو بیا شمېرنه یوه نورماله پروسه ده چې دوی یې په اړه اندیښنه نه لري بلکې د خپلو هغو رد شویو شکایتونو په اړه به استیناف خواهي وکړي چې د نورو ټیمونو په اړه یې درلودل: (( په ۱۶۰۰ محلاتو کې حتی د ډیری محلونو د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه دولت ساز کړې وه.))

ښاغلي سادات خبرداری ورکړی هغه ټیم به دویم پړاو ته د ټاکنو د تللو ډنډوره غږوي، چې اصلا بایلونکی وي: ((د ټاکنو دویم پړاو ډنډوره د بايلونکي ټیم سندره ده چې د ټاکنیز سيستم نه بیرون او داخل يې زمزمه کوي او خپلې ماتې ته کاذب دلایل لټوي.))

ښاغلي سادات زیاته کړې دولت ساز نه یوازې له خپلو اوسنیو رایو دفاع کوي بلکې هیله من دی چې د رایو او بریا فیصدي به یې هم د بیا شمېرنې له بهیر وروسته لوړه شي: (( مطلب نن سبا ډير بې ځايه او بې مورده افواهات خپريږي, اما په ډاډ سره ویلای شم چې بایلونکی ټیم دریم ځلي ماتې په څکولو سره له سیاسته لکه ډراپ شوی محصل تل لپاره خدای په اماني کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ثبات او همپالنې د ټیم یو ویاند پاینده محمد حکمت پر خپله فیسبوک پاڼه په ۱۸ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې د پرېکړې په هرکلي سره پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، هغه ټیم چې له وخته وړاندې یې بریاوې نمانځلې اوس دې د خپلې ماتې د منلو چمتووالی ونیسي.

د یادونې ده چې د ټاکنو په لومړني پړاو کې د دولت ساز ټیم مشر اشرف غني په ۵۱ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو تر ټولو نوماندانو مخکښ او بریالی اعلان شوی و، چې وروسته یې لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، دوی په دغو پایلو نیوکه لري ځکه توقع یې دا وه چې د دولت ساز رایې به ۵۵ سلنه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *