تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۸مه: د اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم وايي، د ټاکنو کمېسیون باید د پایلو د اعلان نېټه ژر تر ژره له خلکو سره شریکه کړي.

 وروسته له هغې چې د رایو بیا شمېرنه پيل شو او تېره ورځ یوازې ۵ ولایتونه له دې پروسې د یو شمېر کسانو د مخنیوي له کبله پاتې شول، نن او پرون د حکمتیار او عبدالله د ډلو په شمول د نبیل ډلې هم د دغې پروسې مخالفت کړی دی.

 خو د دولت ساز ټاکنیز ټیم پر کمېسیون غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې له افغانانو سره د پایلو نېټه شریکه کړي.

  دولت ساز په یوه اعلامیه کې ویلي، له سپکاوي ډک ادبیات، د رایو د پروسې مخنیوی او سیاسي باج غوښتنه د اسلامي او افغاني فرهنګ خلاف کار دی.

 دولت ساز همدا راز د امنیتي ځواکونو دفاع کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه داسې هیڅ سند نشته چې وښيي امنیتي ځواکونو د دولت ساز په ګټه کار کړی دی.

 دا په اسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله ادعا کړې چې یو ناظر یې په کندوز کې د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوی دی او که د رایو د بیا شمېرنې بهیر ونه درول شي هر انتخاب ته به لاس وغځوي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ بل نوماند ګلبدین حکمتیار هم نن سه شنبه نیوکې وکړې چې که ۳۰۰ زره رایې باطلې اعلان نه شي او دده په وینا حاکم ټیم بریالی اعلان شي د بحران مدیریت به د کمېسیون پر غاړه وي.

2 thoughts on “دولت ساز وايي، کمېسیون دې د پایلو د اعلان نوې نېټه معلومه کړي”
  1. کمیسیون اوس خپله کیسه بحران خوا وړي، د لومړنیو پایلو نېټه د اعلان او پایلې د هم په هماغې نېټې اعلان کړي دوی په زور او بد معاشۍ کې لوی شوي دوی مدنیت ته هېڅ نه راکرځي دا چې کمیسیون هر نوماند بریالی اعلان کړ نور نوماندانو او ولس باید د خدمت کولو موقع ورکړي. حکمتیار صیب خو یو وخت ویل چې قدرت نه غواوړي او ډاکټر صیب عبدالله شل کاله له حزب سره وجنګېد خو اوس چې دواړه د قدرت تږي دي نه غواړي چې قانونمندي پلې شي کنه له دوی سره به د هغو کابلیانو حساب کېږي چې ډاکټر عبدالله به د تلویزیون له غره قومانده ورکوله او حکمتیار صاحب به له چهار اسیاب اوس د همدغو بې ننګو په رایو جنګ لري دا ولس غیرت نه لري چې دوی ته یې رایه ورکوله…. حوا علم نورستانۍ صاحبې دې کمیسیون ته ډېر خلک راغلل او لاړل د ډېرو لږو نوم یې ښاد ده نو واخله ښایسته نورستان او ځانته سم نوم وګټه خو ګوره چې ا زوم د ولسمشر اعلان نه کړې…. و ما علینا الا البلاغ

  2. په فیسبوک کی داسی ګنګوسی دی چی ټاکنی دوهم دور ته ځی کچیری داسی نو دا به غوره وی چی دولت د سولی طرف ته ځانګړی توجه وکړی کچیری د سولی څخه وروسته داسی شخص چی وطن آبادی او ولس څخه د فقر او بیکاری لپاره کار کوی نوغوره به وی چی افغانستان ټول ۳۰ میلیون انسان پکی برخه واخلی او په هیواد او ملی ګټو او اسلام ته ژمن څخه قدرت ته ورسیږی نو زموږ ولس به یی هم ترشاه ودریږی
    افغان ولس دا ځل داسی شخص غواړی چی پاکستان باالمثله عمل وکړی بلکه زاری ختمی کړی داسی نه چی کنړ په توپونو ولی او اغزن تاری کشوی او زموږ رسمی دیپلومات یعنی سفیر ته په سپکه ګوری مګر بیا هم زموږ دولت تنها غبرګون ښایی
    ولی داسی نشی کولی چی خپل سفیر را وغواړی او د پاکستان سفیر ورولیږی او ورته ووایی چی زموږ او تاسی دوستی نه کیږی ترڅو ځان بدل نکړی ځکه دوستی متقابل احترام سره کیږی نه په زاریو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *