دولت ځدراڼ

دولت ځدران وايي چې د افغانستان سر لوړي او د افغانستان خلکو ته خوشحالي وربخښل یې یوازینی هدف دی.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوان او پیاوړی لوبغاړی دولت ځدران د ۱۹۸۸  کال د مارچ میاشتې په ۱۹ نیته، د افغانستان په لوګر ولایت شواګ اولسوالې کې زیږیدلی دی. نوموړی اوس مهال  ۲۴ کلن دی او په ډیر کم وخت کې یې توانیدلی دی چې د افغانستان په ملي لوبډله کې د ځان لپاره خاص ځای پیدا کړي. نوموړی ښي لاسی بیټسمین (توپ وهونکی) او تیز توپ اچوونکی دی.

دی وايي: «له کوچینوالي مې له کرکټ سره مینه درلوده. وخت ناوخته به مې په ټینیس توپ باندې له ملګرو سره لوبه کوله خو د کورنۍ لخوا لوبې ته نه پریښودل کیدم. هغوئ داسې انګیرله چې کواکي دا کوم خراب کار دی.»

دغه تکړه، تیز توب اچونکی له قده لوړ او رنګه غنمرنګه د نېکو احلاقو خاوند لوبغاړی، چې هر وخت یې په شونډو موسکا خپره وي، وايي چې ده له ماشومتوبه له کرکټ سره مینه وه، د کرکټ په سر به هر وخت پلار ورته په غصه کیدو او له کرکټ لوبو څخه به یې منع کولو .

ځدران زیاتوي چې پلار یې له ده نه خبر نه وو چې یوه ورځ به یې زوی په ټول افغانستان کې نوم روښانه کوي.

تر دې مهاله دولت ځدران په لاندینو نړیوالو لوبو کې ګډون کړیدی

د توپ وهنې برخه کې

Mat

Inns

Runs

HS

Ave

ODIs

8

6

36

12

7.20

T20Is

5

3

8

8

4.00

First-class

4

5

9

5

3.00

List A

17

14

47

12

5.22

Twenty20

12

6

27

15*

6.75

او توپ اچونې برخه کې

Mat

Inns

Balls

Runs

Wkts

BBI

BBM

Ave

ODIs

8

8

366

311

12

3/49

3/49

0

T20Is

5

5

120

126

7

3/21

3/21

0

First-class

4

8

713

396

19

4/45

6/108

0

List A

17

17

780

689

25

3/24

3/24

0

Twenty20

12

12

267

285

23

5/14

5/14

0

        نوموړی ځوان او د کمي تجربې لرونکی لوبغاړی دئ، خو الله تعالی نوموړي ته ښه استعداد ورکړی دئ او همدا د نوموړي د بریالیتوب یوازینی راز دی.

د ۲۰۱۲ کال نړیوالو شل اوریزه سیالیو ته د لارموندلو لوبو پر مهال د نمیبیا او ایرلیند پر وړاندې تر لوبې وروسته نوموړي په سیمه ییزه او نړیواله کچه شهرت وموند او له ده سره د خلکو مینه نوره هم زیاته شوه.

د افغانستان د نورو لوبغاړو په څیر اوس له دولت ځدران سره هم یو زیات شمیر افغانان مینه لري او دهیواد هر وګړۍ ئې پیژني.

6 thoughts on “دولت ځدران او کرکټ! – صداقت غورځنګ”
  1. سلامونه وړاندې کوم، ورورجانه د افغاني پياوړي احساسه دې منندوى يم، خو لکه څرنګه چې پورتني ورور هم درته ليکلي دي، چې شواک ولسوالي د پکتيا ولايت ده، نه د کوم بل ولايت ، نو هيله مند يم چې په راپور کې به يې لدې وروسته اصلاح کړئ مننه ژوندي اوسئ

  2. ورور جانه د لیکني نه دي یو جهان مننه .د تاند د چارواکو نه هیله لرم چی د کرکټ لپاره یو جداګانه فولډر جوړکړي چي هره ورځ پکي نوی لیکني او تفسیري کیګی . او د لیکونکو نه مي دا هیله ده چی د هر چا په باره کي لیکني کوی باید د کره کتني لپاره یی یا په خپله شخص ته واستوي اویا هم کوم بل شخص ته چي د هغي په باره کي مکمل معلومات ولري.
    مننه:

  3. سلامونه زما آند د دولت ځدران په باره کی دادی : دولت ځدران څه وخت مخکی په (۲۰۱۲) کال کی ښه توپ اچونه کوله چی د ۲۰۱۲ کال شل اوریزو نړی والو سیالیو ته دلارموندنی پړاو سیالیو کی ښه وځلید خو پدی وروستیو کی دومره چی ترینه هیله کیږی ښه نه ځلیږی پدی هیله چی په راتلونکی سیالیو کی ښه توپ اچونه وکړی او ځلیږی ، افغانستان ته د تیر په څیر لا نور ویاړونه راوړی .

  4. ماشاالله خدای پاک دی په هر افغان کی داسی استعداد راولی لکه څنګه چی یی په دولت خان کی سته موږ ټول افغانان په دولت خان باندی ویاړو کله چی دولت خان توپ اچونه کوي زما سل په سله کی داباور وی چی پدی بال به ویکیټه اخلی یعنی زه دومره باندی باوری یم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *