محمدالله همت یار: پکتیکا – د پکتیکا ولایت په تروو ولسوالۍ کې ماین چاودنې د دې ولسوالۍ د ولسوال د دوو زامنو په ګډون پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د پکتیکا د ولایتي شورا غړي عبدالغني پکتین وویل چې، تېره ورځ مازديګر مهال د تروو ولسوالۍ د کوسکې په سیمه کې پرلویه لاره خښ شوي ماین پرماشومانو چاودنه کړې.
د ده په خبره، په چاودنه کې درې ماشومان ووژل شول، اودوه تنه ټپیان شوي دي.
پکتین وویل، په چاودنه کې د تروو ولسوالۍ د ولسوال ملاګل شاه دوه زامن وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، د ماشومانو عمرونه د۱۲ کلونو په شاوخواکې دي، او ټپیان د درملنې لپاره روغتون لېږدول شوي دي.
د دې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکۍ رحمت الله وايي چې ماشومان د کلي پرلاره کې پرخښ شوي ماین برابر شوي، او یاده مرګ مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.
تر اوسه امنیتي مسؤلینو او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.