د پکتیکا ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزي ریاست له لوري د مرکز په ګډون په ۱۳ ولسوالیو کې د وچکالۍ له امله زیانمنو دولس زره پنځه سوه کورنیو ته د غنمو د ویش لړۍ پیل شوه.

په یادو کورنیو به له اتلس سوه ټنه ډير غنم وویشل شي، چې هرې کورنۍ ته يې ۱۵۰ کیلوګرامه  غنم ورکول کیږې.

د پکتیکا مرستیال والي انجنیرشیربادشاه ارګونی وایې د مرکز په ګډون په ۱۳ ولسوالیو کې د وچکالۍ له امله زیانمنو دولس زره پنځه سوه کورنیو سره د ۱۵۰ کیلو ګرام په اندازه د غنمو مرسته پیل شوه.

دده په وینا، دا هغه کورنۍ دي چې په بېلابېلو وختونو کې وچکالۍ ځپلي دي او په خبره یې په دې سره به یې ستونزې تر یوه بریده راکمې شي.

پکتیکا مرستیال والي زیاتوي چې ددغو غنمو د وېش لړۍ له ځایي کوچیانو پیل شو چې په خپل وار سره به نورو ټولو اړمنو کورنیو ته ووېشل شي.

په همدې حال کې د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزي رئیس عبدالهادي هادي وايې، په ټوله پکتیکا کې تر سل زره پوري د وچکالۍ له امله زیانمنې کورنۍ شته، خو له ډلي يې په لومړي پړاو کې همدا کورنۍ انتخاب شوي دي.

دده په خبره، هڅه کوي چې پاتې اړمنو کورنیو ته هم مرسته انتقال او وويشي.

د پکتیکا ولایتي شورا غړی عزیز عزیز او د مرسته ترلاسه کوونکو له ډلي یو تن وايې دا مرسته به يې تر یو حده لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، خو په خبره يې د سیموالو د بې وزلۍ او زیاتي وچکالۍ له امله اړتیا ده چې نوري مرستي هم وشي.

د پکتیکا ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزي ریاست له لوري د وچکالۍ له امله په زیانمنو کورنیو په داسي مهال د غنمو مرسته ویشل کیږې، چې تر دي وړاندي هم د دغه ریاست له لوري په یو زیات شمیر ناورین ځپلو کورنیو دا ډول مرستي ویشل شوي دي او دمرستو د وېش یاده لړۍ لا هم دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *