ژباړه: حضرت عثمان نوري ||
که تاسې د ډېر کار لېواله یاست او په ساعتونو ساعتونو کار ته دوام ورکولای شئ، نو ښکاره خبره ده چې انرژي به لرئ. زیات خلک شته چې په کاري چاپيریال کې بیا له پرله پسې دوه یا درې ساعته کار وروسته لنډه دمه اخلي، لامل یې دا دی چې دوی په کمه اندازه انرژي لري او استراحت ته اړتیا لري. موږ تاسې ته دلته ۱۲ هغه بد عادتونه روښانه کوو چې ستاسو انرژي وژني، نو لطفاً له دې بدو عادتونو ځان وساتئ، څو مو انرژي ثابته پاتې شي.
۱- هر څه شخصي بلل او د خپلولو هڅه یې کول.
۲- تېر وخت ته ترجېع ورکول او بیا د ناهیلۍ اسویلي کول.
۳- همېشه (ډېر وخت) خواله رسنۍ (فسبوک) کارول.
۴- د فشار لاندې راتلل.
۵- ډېر خوب کول.
۶- ډېر فلمونه، سیریالونه او ډرامې کتل.
۷- خوراک نه کول (یعنې په ورځ کې د سهار له مخې یوازې شین چای څښل، دغه راز په غرمه مهال او یا ماښام کې کې هېڅ ډوډۍ نه خوړل.)
۸- هر وخت شکایت کول.
۹- منفي فکر کول.
۱۰- بې اساسه نظریو او مفکوریو ته غوږ نیول او تایئدول یې.
۱۱- د وخت سره مثبت بدلون نه کول.
۱۲- او نور (ملګري) نه خوشحاله کول او له هغویو سره ښه سلوک نه کول.
نوټ: په مهربانۍ سره له پورته بدو عادتونو څخه ځان وساتئ، څو وکولای شئ خپله انرژي قائمه او محکمه وساتئ؛ ځکه بریاوې ترلاسه کول په انرژۍ کیږي او چې انرژي ونه لرئ، نو پرمختګ مو ناشونی بلل کیږي.