دولفین

تاند- یو شمېر ساینسپوهان وایي چې دولفینونه په کافي اندازه هوښیار دي او پکار ده چې د غیرانساني کسانو په حیث په رسمیت وپیژندل شي.

 د ټلګراف ورځپاڼې له راپور سره سم، ساینسپوهان وايي چې دولفینونه خپل بېل کلتور، بېل شخصیت او بېله ټولنه لري او په یوه داسې پرمختللې مرحله کې دي چې د یو ډول کسانو او خلکو په سترګه باید ورته وګورو. د دغو پوهانو په قول، په پارکونو کې  د اوبو په ټانکونو کې د وګړیو د ساتېرۍ لپاره د دولفین ساتل ، غیراخلاقي عمل ګڼلای شو، ځکه دولفین تر انسانانو هم اجتماعي دی. دغه راز د هغوی وژل باید داسې وګڼو لکه څوک چې یو بنیادم وژني.

 د سمندري ژویو متخصصان کوښښ کوي چې په نړۍ کې  د دولفینونو د حقونو د لپاره قوانین وضع شي.

 د کاناډا په وانکوویر کې د پرمختللي ساینس په وروستي کانفرانس کې یو شمېرپوهانو ټینګار وکړ چې دولفینونه باید د ژوند، ښه اوسېدلو او ازاد اوسېدلو هماغسې حقوق ولري لکه انسانان چې یې لري.

 د اخلاقیاتو د متخصص ډاکتر توماس وایټ په قول، دولفینونه غیرانساني کسان دي او د دوی قصدي قتل باید داسې بد وګڼو لکه د انسان قصدي وژنه چې بده ګڼو.

 ډاکتر وایټ زیاته کړه چې ساینس پوهان وایي چې د شعور لرل، د ځان پیژندل او د فردیت احساس یوازې له انسان سره تعلق نه لري بلکې دولفینونه هم د دې ته ورته ځانګړنو  څښتنان دي. د اخلاقي علومو د دغه متخصص په نظر ، دا ډېره مهمه ده چې د دولفینونو د حقونو لپاره قوانین ولرو او هغه کسان چې هر کال د تجارتي مقصدونو لپاره په سلګونو دولفینان وژني، مجرمان وپیژنو.

 د دولفینونو په اړه تازه څېړنې ښیي چې دوی تر شیمپانزې بیزوګانو هوښیار دي او له یو بل سره انسانانو ته ورته اجتماعي روابط پالي. یو دولفین چې په هنداره کې خپل تصویر وګوري، په دې پوهېږي چې دا دی دی. دغه راز دولفینونه یو بل ته یو څه ورزده کولای شي او ان دا قدرت لري چې د آینده په باره کې فکر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *