اسپانیایي ژبه چې شاوخوا نیم میلیارد کسان ورباندې خبرې کوي، له ګڼو جهتونو د نړۍ ډېره مهمه ژبه ګڼل کېږي. که د دې ژبې په خورا شتمنو ادبیاتو کې د تر ټولو مهم او مشهور کتاب نوم اخلو نو دون کیشوت به یادوو. دون کیشوت( په انګرېزي کې دُن کیهوتې) د ځینو په نظر د دنیا لومړنی ناول دی. د دغه کتاب اول ټوک په ۱۶۰۵ او دویم ټوک په ۱۶۱۵ کې له چاپه راووت. د دون کیشوت لیکوال سروانتس چې د شکسپیر د زمانې سړی و، په بېوزلۍ کې عمر تېر کړ. په یوه جګړه کې یې چپ لاس ژوبل او شل شو. یو ځل سمندري غلو الجزایر ته وتښتاوه او هلته یې پنځه کاله د مریی په حیث ورباندې تېر کړل. ده د ټیټو رتبو ماموریت کړی او په حساب کې د پاتې راتلو په وجه بندی شوی دی. سروانتس چې د ځینو په ګومان تر انجیل وروسته یې د اروپا تر ګردو محبوب کتاب ولیکه، په ژوند کې ډېرې سختې وګاللې او په بېوزلۍ کې ومړ.

د سروانتس شهکار یعنې دون کیشوت په یوه داسې زمانه کې د شوالیه ګانو په اقدارو پورې طنز کوي چې منځنۍ پېړۍ پای ته رسېدلې دي او نوې زمانه غواړي خپل اقدار او ارزښتونه ولري.

شوالیه ګان د اروپا په منځنیو پیړیو کې راپیدا شول. شوالیه به په آس سپور و، زغره به یې اغوستې وه، وسپنیز خول به یې په سر ایښی و، توره او نیزه به یې په لاسونو کې وې، بالکه یا بالګان به یې د لارې مله وو، د فیوډال یا پاچا لپاره به یې جګړه کوله. دوی زموږ د کاکه ګانو غوندې ځینې اخلاقي اصول لرل. شوالیه به وفادار و، زړه ور به و او معشوقه به یې لرله چې پاکه مینه ورسره وکړي.

شوالیه ګان چې د فیوډال کلچر پیداوار و، د سروانتس په زمانه کې بې اهمیته شوي وو مګر په داستانونو او قصو کې ډېر یادېدل. سروانتس په خپل شهکار کې د دون کیشوت په نوم د پاخه عمر یوه بېوزلي سړي کیسه کوي چې همېشه د شوالیه وو داستانونه لولي او یو داسې روحي تکلیف ورپیدا کېږي چې د خیال او واقعیت تر منځ سم فرق نه شي کولای. دون کیشوت ساده سړی دی.

دی یوه ورځ د کور په زیرزمیني کې یوه زړه زغره مومي او بیا یوه توره په لاس ورځي. ده چې د شوالیه توب هوس کړی دی، وسپنیز خول هم مومي خو خول یې د مخ نقاب نه لري او له ځان سره وایي چې له کلک، پنډ کاغذ ( مقوا) څخه به ورته نقاب جوړ کړم. د دون کیشوت خپل آس ډنګر، زوړ او کمزوری وي خو دون کیشوت په تصور کې ورنه پیاوړی آس جوړوي.

دون کیشوت په کتابونو کې لوستي دي چې شوالیه باید معشوقه ولري او دا معشوقه باید خانداني نجلۍ او ښکلې وي. دون کیشوت داسې څوک نه پېژني نو په کلي کې یوه بېوزلې نجلۍ ته په تصور کې همدا مقام ورکوي او د کیسو د شوالیه ګانو په شان د خلکو د ژغورنې او عدالت په خاطر په آس پښه اړوي، له کوره وځي. دون کیشوت په خپل وږي او کمزوري آس باندې روان وي او د نوم ګټلو په نیت یې زړه غواړي چې له هرې بې عدالتۍ سره ډغرې ووهي او دا ثابته کړي چې ډېر زړه ور بنیادم دی.

یو نیم ځل تصادف داسې وي چې دون کیشوت په رښتیا زړه ور او د افسانو د شوالیه وو غوندې راڅرګند شي. په دې لړ کې له زمري سره د ده د مخامخ کېدو پېښه ده. کیسه داسې ده چې په سړک کې له لرې کچرې راښکاره شي چې کراچۍ ورپورې تړلې ده. په کراچۍ باندې یو بېرغ رپېږي. دون کیشوت په آس باندې د سړک په منځ کې ودرېږي او کراچۍ راایساره کړي. دون کیشوت له کراچي وانه پوښتنه کوي: په کراچۍ کې څه دي، چېرته ځئ؟ هغه ځواب ورکوي: مونږ یو قفس رابار کړی دی چې زمری پکې دی. پاچا ته یې وړو.

دون کیشوت چېغه کړه: زه له زمري څخه نه وېرېږم. ور پرانېزه، پرېږده چې زمری راووځي او کنه نو په نیزه دې وهم، وژنم دې.

کراچیوان وېرې واخیست چې له لېوني شوالیه سره مخ شوی دی او هغه د چا خبره دوه پښې یې خپلې کړې، دوې پردۍ، وتښتېد.

د زمري پالونکی چې له قفس سره و، د قفس ور پرانیست. دون کیشوت له آسه ورټوپ کړ، توره یې راوایسته او د زمري مخ ته ودرېد. دی منتظر و چې زمری به له قفسه د باندې راووځي . زمري یو نظر ورته وکتل، بیا یې خوله پرانیسته، ارږمی یې وایست، د پیشوګانو غوندې یې د خپلو منګولو څټل پیل کړل او بیا خوب پسې یووړ.

دون کیشوت چې زمري ته انتظار بې صبره کړی و، په قهر شو، پالونکي ته یې وویل: زمری مجبور کړه چې له قفسه راووځي!

د زمري پالونکي وویل: نه، وبه مې وژني او پر تا خو حمله نه کوي ځکه له تا وېرېږي.

دون کیشوت شېبه نیمه فکر وکړ او بیا یې وویل:« هو، سمه ده، زمری چې رانه وېرېږي، حمله به راباندې ونه کړي، د قفس ور بند کړه.»

د دون کیشوت که یو نیم ځل دغسې تصادفي بری په نصیب کېږي، ډېر ځله د خپلو لیونیو هیلو له لاسه وهل خوري او ژوبلېږي خو څرنګه چې د سنچو پانزا په نوم وفادار بالکه ورسره دی نو لږ تر لږه له مرګه ساتل کېږي. دون کیشوت د عمر وروستي وختونه په بد حالت کې په کور کې تېروي.

دون کیشوت د هر انسان په شخصیت کې د موجودې ساده ګي او د اتلولۍ د ارزو سیمبول دی. هغه کسان چې د دون کیشوت غوندې کتابونه زیات لولي او ځانونه روشنفکر ګڼي، ممکن د دون کیشوت په ناروغي لا زیات مبتلا شي او دا تصور وکړي چې دوی ډېر مهم دي ، دوی ډېر مهم کارونه په مخ کې لري. زموږ هر یوه په روح کې یو دون کیشوت اوسي. ایا ډیر ځله د دون کیشوت غوندې په خپلو وهمونو او خیالونو د واقعیت ګومان نه کوو؟

دون کیشوت د انسان د فطرت هینداره ده او څرنګه چې کرکټرایزېشن پکې ډېر کامیاب دی نو د پخوانۍ زمانې یو نکل نه بلکې د نوي عصر یو ناول او د ګڼو په نظر لومړنی ناول ګڼل کېږي. ناول د بورژوازي د زمانې ژانر دی . د سروانتس په شهکار کې د فیوډال نظام په اقدارو باندې خندا وینو. د تاریخ هر پړاو خپل ارزښتونه لري او د هرې زمانې خلک د تېرې زمانې په ارزښتونو پورې خاندي او ټوکې ټکالې کوي. سروانتس د نوي عصر په سپیده چاود کې دغه تاریخي وظیفه تر سره کړه. د نابغه ګانو یوه نخښه دا ده چې دوی هغه څه ویني چې عادي وګړي یې د لیدلو او منلو لپاره لا زیات وخت ته اړتیا لري. دري متل دی، وایي: آنچه دانا کند، کند نادان، ولی بعد از خرابی بسیار.

2 thoughts on “دون کیشتوت/ اسد الله غضنفر”
  1. What a master piece!
    شوالیه ګان چې د فیوډال کلچر پیداوار و، د سروانتس په زمانه کې بې اهمیته شوي وو مګر په داستانونو او قصو کې ډېر یادېدل. سروانتس په خپل شهکار کې د دون کیشوت په نوم د پاخه عمر یوه بېوزلي سړي کیسه کوي چې همېشه د شوالیه وو داستانونه لولي او یو داسې روحي تکلیف ورپیدا کېږي چې د خیال او واقعیت تر منځ سم فرق نه شي کولای. دون کیشوت ساده سړی دی.

    د هر انسان په شخصیت کې د موجودې ساده ګي او د اتلولۍ د ارزو سیمبول دی. هغه کسان چې د دون کیشوت غوندې کتابونه زیات لولي او ځانونه روشنفکر ګڼي، ممکن د دون کیشوت په ناروغي لا زیات مبتلا شي او دا تصور وکړي چې دوی ډېر مهم دي ، دوی ډېر مهم کارونه په مخ کې لري. زموږ هر یوه په روح کې یو دون کیشوت اوسي. ایا ډیر ځله د دون کیشوت غوندې په خپلو وهمونو او خیالونو د واقعیت ګومان نه کوو؟

  2. په دې کې شک نشته چې په هر انسان کې یو نه یو ډول دن کیشوت اوسي خو دا مثال چي ښاغلیملا حبیب وړاندي کړی ډېر په ملایانو کي لیدل کیږي نه په کتاب لوستونکو روشنفکرانو کي. څوک چي ډیر کتاب لولي حتماً پوهه ترلاسه کوي، پوهان نسبت نیمچه ملایانو ته په دن کیشتو توب لږ اخته کیږي
    مننه

  3. Asalam Alikum My Dear Brother,
    Take a look at yourself, your claim, and then talk. This is exactly what a Done Keshute is and means.
    You can read 1000s of books, but still you can be a Donie, which is very applicable to our so called brainless ROSHANFEKRAN.
    Mullahs do not claim to be the greatest Donies, but theY live by the reality of the society that is the exact reason why they can screw Donies like you. However, you still cannot realize because you feel and think you are a Donie Keshute… Think out of the box, so you are no more a Donie…
    Thank Mr. Ghezanfar for this great statement..,
    Regards,
    Mullah Habibullah

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *